د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار یو شمېر ریکشاوو چلوونکي په دغه ولایت کې د طالبانو د ترافیکو د مامورانو له لوري له باج اخیستې او پرې د فشارونو د اچولو په تړاو سخته اندېښنه څرګندوي. دوی وايي، د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره مجبور دي چې د تالقان تر سوځنده لمر لاندې کار وکړي څو وکړای شي خپلو کورونو ته یوه وچه ډوډۍ یوسي؛ خو طالبان د کار اجازه نه ورکوي، ریکشاوې یې نیسي او بیا د پیسو اخیستلو په بدل کې بېرته د کار اجازه ورکوي. ریکشا چلوونکي ټینګار کوي چې ډېری یې د ریکشاوو مالکان نه دي او دا وسایط په کرایه چلوي. دوی وايي د ورځني عاید خورا لږې پیسې ورته پاتې کېږي او پاتې نورې د کرایې په توګه د ریکشا څښتن ته ورکوي. ریکشا چلوونکي همداراز زیاتوي، هغه کسان چې د ریکشاوو د نیولو د بهیر عکسونه یا ویډیوګانې اخلي، د طالبانو له خوا وهل ټکول کېږي او موبایلونه یې ور ماتېږي.
هغه عکسونه او ویډیوګانې چې ۸صبح ورځپاڼې ته رسېدلي، ښيي چې طالبانو پرون له تالقان ښاره په لسګونو ریکشاوې راټولې کړې او د ساتلو لپاره یې د دغې ډلې ځانګړي ښارګوټي ته لېږدولې دي.
د ریکشاوو چلوونکي وايي چې د طالبانو له خوا په بېلابېلو پلمو ځورول کېږي، سپکاوی ورته کېږي او د کار اجازه نه ورکول کېږي. د دوی په وینا، طالبان د کاري فرصتونو د رامنځته کولو پر ځای، د خلکو د کار زمینه هم ترې اخلي او لاسونه یې د خلکو جېبونو ته غځېدلي دي.
د تالقان ښار یو ریکشا چلوونکی وايي: «زموږ په سیمه کې هره ورځ شاوخوا ۵۰ ریکشاوې درول کېږي او د هرې ریکشا د پرېښودو لپاره د شپې لهخوا له چلوونکو ۳۰۰۰ افغانۍ اخلي. دې کار پر زیارکښو ریکشا چلوونکو او د هغوی پر کورنیو سخت فشار راوستی دی.» د هغه په وینا، نږدې پنځه میاشتې کېږي چې دا بهیر هره ورځ دوام لري او د ریکشاوو چلوونکي له دغه وضعیته تر پوزې راغلي دي.
دا ریکشا چلوونکی زیاتوي: «ریکشاوې د تخار ښار په کچه نیول کېږي او ښارګوټي ته لېږدول کېږي. ډېری دا ریکشاوې کرایي دي او چلوونکي یې د ټولنې تر ټولو بېوزله خلک دي. د تنظیم د مدیر په ګډون د ترافیکو او ترانسپورت په برخو کې ځینې کسان د شپې له خوا د ریکشاوو د پرېښودو لپاره له چلوونکو ۳۰۰۰ افغانۍ رشوت اخلي.»
په تالقان کې یو بل ریکشا چلوونکی وايي: «د ریکشاوو له خاوندانو د وسایطو د پرېښودو لپاره د اسنادو او ضمانت غوښتنه کېږي. بیا له درېیو یا څلورو ورځو وروسته، له دوو تر پنځو زرو افغانیو پورې پیسې ترې اخلي. موږ مجبور یو چې هره ورځ ۵۰ افغانۍ د سرایوانۍ په نوم هم ورکړو او دا یو اضافي لګښت دی. هغه څوک چې پلېټ او لایسنس هم لري، رحم پرې نه کېږي او له اسنادو لرونکو او بېاسنادو سره یو شان چلند کېږي. موږ د ملایانو له حکومته بېزاره شوي یو.»
بل چلوونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، وايي: «موږ د ریکشاوو چلوونکي په زرګونو دردونو او کړاوونو سره، له سهاره تر شپې کار کوو څو د خپلو کورنیو لپاره یوه ګوله حلاله ډوډۍ برابره کړو. خو د ملاتړ پر ځای د ریکشا له نیولو، مالي فشارونو او د رشوت له اخیستلو سره مخ یو.»
په تالقان ښار کې ریکشا چلوونکي د طالبانو له ترافیکو غواړي چې د ریکشاوو له چلوونکو د بډو اخیستل او باج اخیستنه پای ته ورسوي او اجازه ورکړي چې په دې ښار کې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره کار وکړي او بشري حقونه یې نقض نه شي. د دوی په وینا، له مالي او اداري فساد سره مبارزه د تخار د ټولو اوسېدونکو غوښتنه ده او باید په دې برخه کې جدي پاملرنه او اقدام وشي.
همداراز ریکشا چلوونکي ټینګار کوي هغه کسان چې د طالبانو له خوا د ریکشاوو د لېږدولو له بهیره عکسونه یا ویډیوګانې اخلي، له وهلو ټکولو، ګواښونو او د موبایلونو له ضبطولو سره مخ کېږي. د سرچینو په وینا، همدا موضوع د دې لامل شوې چې خلک د دغو پېښو له اطلاع رسونې او مستندولو وېره ولري.
بلخوا، د طالبانو په یو پوځي بنسټ کې یوه سرچینه وايي: «د طالبانو په نظام کې فساد اوج ته رسېدلی دی. دوی په تېرو پنځو کلونو کې نه دا چې ښه شوي نه دي، بلکې ورځ په ورځ بدتر شوي دي. پخپله هم پوهېږي چې هر څه وکړي، د فساد مخه نه شي نیولای. طالبان تر ننه ان د نظام او حکومتولۍ پر اصولو هم نه دي پوه شوي او د چارو اداره لا هم د جمهوریت د دورې د تحصیل کړي قشر پر غاړه ده.»
دا سرچینه وايي: «خلک ورځ په ورځ د طالبانو له رژیمه لیرې شوي دي. په ځینو ولسوالیو کې، خلک پوځي پوستو او جزوتامونو ته ځمکه او ځای نه ورکوي. هغوی پخپله درک کړې چې دا نظام د پاشل کېدو په حال کې دی، له همدې امله هڅه کوي چې هیڅ کومه ناخوښي خپره نه شي. په دې نظام کې، یوازینۍ کړۍ چې ارامه ده، ملايان دي.»
تر دې وړاندې هم په بلخ، هرات، ننګرهار، غزني او یو شمېر نورو ولایتونو کې د ریکشاوو چلوونکو د طالبانو د اخاذیو، د تګ راتګ پر وړاندې د پراخو محدودیتونو د لګولو او د دغې ډلې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د محتسبانو د دوامدارو مزاحمتونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې وه. د دوی په وینا، د کار د بازار د خرابوالي او د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله ګڼو اوسېدونکو د ژوند د لګښتونو د پوره کولو لپاره د ریکشاوو چلولو ته مخه کړې ده.
همداراز تر دې وړاندې په کابل او بلخ کې سرچینو د طالبانو تر کنټرول لاندې د ځمکني د ټرانسپورت د تنظیم په ریاست کې د بدو او باج اخیستنې له روان بهیره شکایت کړی و. د دوی په وینا، ځینې کسان د طالبانو په ملاتړ، پر هغو مراجعینو فشار راولي چې د خپلو اداري کارونو د ترسره کولو لپاره دغه بنسټ ته ورځي. سرچینې ادعا کوي چې دا کسان په بېلابېلو پلمو له شرکتونو، د شرکتونو له صنفي استازو او د سپکو او درنو وسایطو له چلوونکو پیسې غواړي او هغوی تر فشار لاندې نیسي.
طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې په ځلونو له فساد سره د مبارزې ادعا کړې، خو په همدې موده کې، د دغې ډلې غړي په ځلونو په پراخ او سیسټماټیک فساد او له واکه په ناوړې ګټې اخیستنې تورن شوي دي.
تر دې وړاندې د روڼتیا نړیوال سازمان راپور ورکړی و چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په نړیوال شاخص کې په څلور درجې لوېدو سره، په ۱۶۹م ځای کې راغلی دی. د دغه راپور له مخې، افغانستان له ۱۰۰ څخه د ۱۶ امتیازونو په ترلاسه کولو سره، د ۱۸۲ هېوادونو او سیمو په منځ کې په ۱۶۹م مقام کې دی. د ۲۰۲۴ کال په لړلیک کې افغانستان د ۱۷ امتیازونو په لرلو سره په ۱۶۵م ځای کې و.


