د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د ښار په ځینو برخو کې د وسلهوالو غلاوو او ناامنۍ پر زیاتېدو اندېښنه څرګندوي. دوی وایي، د کابل په یوولسمه او پنځلسمه ناحیه کې وسلهوالو کسانو د ښاریانو ژوند او ورځني فعالیتونه له جدي ګواښ سره مخ کړي دي. د دوی په وینا، ځینې موټرچلوونکي د بریدونو هدف ګرځي، وژل کېږي او یا د بېهوښه کوونکو موادو په مټ بېهوښه کېږي او وروسته یې موټرونه غلا کېږي. د دغو اوسېدونکو په وینا، د دا ډول پېښو له زیاتېدو سره سره، طالبانو د دغو غلاوو د عاملانو د پېژندلو او نیولو لپاره اغېزناک اقدام نه دی کړی.
د کابل اوسېدونکی حامد (مستعار نوم) د کابل په یوولسمه او پنځلسمه ناحیه کې د موټرو د غلاوو پر زیاتېدو اندېښنه څرګندوي. د هغه په وینا، وسلهوال غله په دغو دوو ناحیو کې موټرونه غلا کوي او د موټرو د خاوندانو له پرلهپسې غوښتنو او د طالبانو اړوندو ادارو ته له مراجعه کولو سره سره، غلا شوي موټرونه نه موندل کېږي.
د کابل دغه اوسېدونکی وایي: «په یوولسمه او پنځلسمه ناحیه کې وسلهوال غله موټرچلوونکي یا وژني، یا یې بېهوښه او ټپیانوي او موټرونه یې له ځان سره وړي. کله چې د موټرو خاوندان د طالبانو حوزو ته مراجعه کوي، له پرلهپسې پلټنو او تعقیبونو سره سره یې موټرونه نه موندل کېږي.» د هغه په وینا، غلو څو ورځې مخکې د هغه یو ملګری، چې ټکسي چلوي، د ارزان قیمت سیمې ته د لېږدولو په پلمه بېهوښه کړی او موټر یې ترې غلا کړی دی.
حامد زیاتوي: «څو ورځې مخکې دوه کسان له شهرنو څخه زما د هغه ملګري په ټکسي کې سپاره شول او ترې ویې غوښتل چې د ارزان قیمت سیمې ته یې ورسوي. په لاره کې یې د ځان لپاره جوس واخیست او زما ملګري ته یې هم ورکړ؛ خو په هغه څښاک کې یې بېهوښه کوونکي مواد اچولي وو، چې هغه ته یې ورکړی و. زما ملګری د هغه تر څښلو وروسته بېهوښه شو. غلو هغه په یوه پارک کې پرېښود او موټر یې له ځان سره یووړ. کله چې بېرته په هوښ راغی، ځان یې په یوه پارک کې ولید. هغه طالبانو ته مراجعه وکړه او شکایت یې وکړ؛ خو تر اوسه یې موټر نه دی موندل شوی.»
د کابل یو موټرچلوونکی نوید (مستعار نوم) وایي، په دې وروستیو کې د ګرځنده ټیلیفونونو غلاوې زیاتې شوې او دی په خپله د دې ډول څو غلاوو شاهد پاتې شوی دی.
دغه موټرچلوونکی وایي: «هغه مسافر چې په موټر کې ناست وي، که ګرځنده ټیلیفون یې په لاس کې وي، غوږ ته یې نیولی وي یا پر پښو ایښی وي، پر موټرسایکل سپاره غله په تمځایونو کې د غلا لپاره د فرصت په تمه وي. کله چې پوه شي د یو چا ټیلیفون په لاس کې دی، د موټر له کړکۍ یې ترې تښتوي. ترافیکي ګڼهګوڼه د دې لامل شوې چې موټرچلوونکي ونه کړای شي په موټرسایکل سپرو غلو پسې ورشي. ترافیکي ګڼې ګوڼې د دا ډول غلاوو لپاره زمینه لا برابره کړې ده.» د هغه په وینا، دوه ورځې مخکې هم د یوه سړي ګرځنده ټیلیفون هغه مهال غلا شو، چې په ټیلیفون یې خبرې کولې.
نوید زیاتوي: «دوه ورځې مخکې یو سړی د موټر پر مخکینۍ څوکۍ ناست و او په خپل ټیلیفون یې خبرې کولې. پر موټرسایکل یوه سپاره کس چې مخ یې په دستمال پټ کړی و، ټیلیفون ترې وتښتاوه او وتښتېد. د ترافیکي ګڼېګوڼې له امله موږ هېڅ هم نه شوای کولای.»
په کوهدامن کې بڼوال غفار (مستعار نوم) وایي، ۶۰ زره افغانۍ نغدې پیسې ترې غلا شوې دي. هغه وایي: «د خپل بڼ محصولات مې پر یوه سوداګر وپلورل او د پیسو تر ترلاسه کولو وروسته د کور پر لور روان شوم. دوه کسان د موټر په دواړو خواوو کې راسره ناست وو؛ خو موټرچلوونکي تر دې مخکې چې خپل منزل ته ورسېږم، د لارې په نیمایي کې ښکته کړم او په چټکۍ له هغه ځایه ولاړ. کله چې له موټره ښکته شوم، پوه شوم چې پیسې مې ورکې دي.»
د کابل اوسېدونکې زهرا وایي، د هغې د تره ۱۰۰ زره افغانۍ نغدې پیسې د منډوي پر لاره غلا شوې دي. هغه وایي: «کاکا مې غوښتل د خپل زوی د واده لپاره زما له پلار او بل کاکا سره منډوي ته ولاړ شي او د واده اړین توکي واخلي. هغوی په یوه مرسدېس موټر کې د منډوي پر لور روان شول. پلار مې او یو کاکا مې د موټر پر مخکینیو څوکیو ناست وو او بل کاکا مې چې پیسې ورسره وې، پر شاتنۍ څوکۍ ناست و. خو کله چې دوکان ته ورسېدل او له موټره ښکته شول، پوه شول چې پیسې ورکې دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د کابل یو شمېر اوسېدونکو د طالبانو له خوا د نیول شویو غلو له بېرته خوشې کېدو شکایت کړی و. دوی ویلي وو، نیول شوي کسان له لنډ وخت وروسته خوشې کېږي او بېرته خپلو جرمي فعالیتونو ته دوام ورکوي. د دوی په وینا، دغه کسان طالبانو ته د پیسو په ورکولو سره خوشې کېږي او په ځینو مواردو کې ان د دې ډلې اړوند کسان هم په مستقیم یا غیرمستقیم ډول په غلاوو کې لاس لري.
بلخوا، د کابل په لوېدیځ کې د امید سبز ښارګوټي ځایي سرچینو د تلې پر ۲۱مه په دې سیمه کې د طالبانو د وسلهوالو جنګیالیو له خوا د یوه کور د لوټلو خبر ورکړی و.
سرچینو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې تایید کړې وه، چې وسلهوال کسان چې ځانونه یې د طالبانو د عدلیې وزارت د څېړنې پلاوي غړي معرفي کړي وو، د دغه ښارګوټي د څلورم فاز د استوګنې د یوه کور توکي غلا کړي دي. د سرچینو په وینا، د طالبانو پنځه وسلهوال جنګیالي کور ته ننوتي، د کورنۍ غړي یې په یوه کوټه کې بندیان کړي او وروسته یې د هغوی ټول قیمتي توکي او نور مالونه غلا کړي دي.


