• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۶ وږی ۱۴۰۵ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په کابل کې د وسله والو غلاوو زیاتېدل؛ اوسېدونکي پر ناامنۍ او بې‌وسۍ اندېښنه ښیي

ایلیا ایلیا
۲۶ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1789662462]
Pexels

Pexels

د کابل ښار د اتمې ناحیې یو شمېر اوسېدونکي په وروستیو ورځو کې له خپلو کورونو د وسله والو غلاوو له ډېرېدو شکایت کوي. دوی وايي چې غله په ډله‌يیز او پلان شوي ډول د شپې له خوا کورونو ته اوړي او د خلکو شتمنۍ له ځان سره وړي. د دوی په وینا، په ځینو مواردو کې غله د غلا پر مهال د کورنۍ له غړو سره نښلي او زیان ورسوي. دوی ټینګار کوي چې د کورونو په دروازو کې د امنیتي کمرو او ګروپونو له لګولو سره سره، غلاوې لا هم دوام لري.

دا اوسېدونکي ۸صبح ورځپاڼې ته وايي چې د امنیتي کمرو په تصویرونو کې په سمه توګه د غلو د څېرو نه پېژندل کېدل، په جدي توګه د غلا  د دوسیو نه څېړل کېدل، بېوزلي، بېکاري او د پیسو په بدل کې د ځینو غلو خوشې کېدل هغه لاملونه دي چې د دغو پېښو د مخنیوي بهیر یې ستونزمن کړی دی. د اوسېدونکو په وینا، په ځینو مواردو کې غله د برېښنا د مزو په پرې کولو سره امنیتي کمرې له کاره اچوي او له تیارې د غلا لپاره ګټه اخلي. دوی زیاتوي چې د برېښنا پرې کېدل د کمرو د تصویرونو کتل او په غلا کې د ښکېلو کسانو پېژندل هم سختوي. د دوی په اند د دې وضعیت دوام د خپلو کورونو او شتمنیو د امنیت په تړاو د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي.

د کابل ښار د اتمې ناحیې یو اوسېدونکی سمیع‌الله وايي چې د دې ناحیې په ځینو برخو کې شپېنۍ غلاوې زیاتې شوې دي او غله په ډله‌يیز ډول کورونو او بېلابېلو سیمو ته ننوځي. هغه زیاتوي چې د ورځې له خوا په کوڅو او سړکونو کې له خلکو د موبایلونو غلا کول هم دوام لري او او اوسېدونکي د امنیتي پایلو له وېرې نه شي کولای د غلا د پېښو راپور ورکړي.

د کابل دا اوسېدونکی وايي: «د کابل په بېلابېلو برخو کې د امنیتي پوستو له شتوالي سره سره، شپېنۍ غلاوې لا هم دوام لري. غله په ډله‌يیز ډول کورونو ته ننوځي، د برېښنا مزي او د خلکو مالونه وړي او په ځینو مواردو کې په رڼا ورځ د خلکو موبایلونه هم غلا کېږي. خلک هم خلک هم د خپل امنیت له وېرې نه شي کولای د دې وضعیت پر وړاندې خپل غږ پورته کړي.»

‍‍‍د اتمې ناحیې بل اوسېدونکی صدیق وايي، د غلو له ګواښه وېره او د غلاوو د قضیو جدي نه تعقیبېدل د دې لامل شوي چې یو شمېر خلک له غلو له شکایت کولو ډډه وکړي. هغه زیاتوي چې د شاه شهید، نادرخان غونډۍ، شهدا، صالحین او قول حشمت‌خان په سیمو کې د شپې او ورځې د غلاوو پېښې کېږي او که څه هم پلنټځایونه شته، طالبان په دغو سیمو کې د شپې ګرځنده ګزمې نه کوي. د هغه په وینا، په ځینو مواردو کې غله د برېښنا مزي پرې کوي، له تیارې د غلا لپاره ګټه اخلي او له همدې امله امنیتي کمرې هم نه شي کولای د هغوی تصویرونه ثبت کړي.

د کابل دا اوسېدونکی وايي: «موږ د کورونو د امنیت لپاره څراغونه او امنیتي کمرې لګولې دي، خو کله چې برېښنا پرې شي، وروسته پوهېږو چې غلو د برېښنا مزی پرې کړی او له ځان سره یې وړی دی. کله چې له طالبانو غواړو د کمرو تصویرونه وڅېړي، د برېښنا نشتوالی پلمه کوي. له بلې خوا، خلک وېرېږي چې که له غلو شکایت وکړي، ژوند به یې له ګواښ سره مخ شي.»

د اتمې ناحیې یو بل اوسېدونکی میر افغان وايي چې په خپله په وروستیو ورځو کې د غلا شاهد نه و، خو له خپلو ملګرو او اشنایانو یې د بایسکل او موبایل د غلا په اړه اورېدلي دي. هغه زیاتوي چې د غلا د دوسیو د تعقیب کمزورتیا او د امنیتي کمرو له لارې د غلو د پېژندلو سختي د دغو پېښو په څېړلو کې اصلي خنډونه دي. میر افغان همدا راز ادعا کوي چې په ځینو مواردو کې په غلا تورن کسان له نیول کېدو وروسته د ځینو امنیتي ځواکونو سره د معاملې په ترڅ کې خوشې کېږي.

دا ځوان وايي: «کمرې له لېرې واټنه د غلو څېرې په سمه توګه نه شي پېژندلای او د هغوی د تشخیص لپاره باید د هغوی تګ راتګ تعقیب شي؛ خو دا بهير وخت نیسي او جدي نه تعقیبېږی. تر هغو چې غله د قانون منګولو ته ونه سپارل شي، دا بهیر به دوام ومومي.»

خو په کابل کې د غلا پېښې یوازې په اتمه ناحیه پورې محدودې نه دي او د کابل ښار د شپږمې او دیارلسمې ناحیې اوسېدونکي هم له ورته پېښو شکایت کوي.

د کابل د دارالامان سیمې یوه اوسېدونکې سلیمه وايي چې په وروستیو ورځو کې د هغوی په سیمه کې غلاوې زیاتې شوې دي او غله په بېلابېلو لارو د خلکو شتمنۍ هدف ګرځوي. دا زیاتوي چې بېکاري او اقتصادي ستونزې هغه لاملونه دي چې په وینا یې، د غلاوو د زیاتېدو زمینه یې برابره کړې ده.

سلیمه وايي: «په دې وروستیو کې غلا ډېره شوې ده. درې شپې وړاندې د شپې شاوخوا ۹ بجې زموږ په کوڅه کې یوه کور ته غله واوښتل، خو غله د خلکو له خبرېدو وروسته ونه توانېدل مالونه یوسي او وتښتېدل. خلک له اقتصادي ستونزو او بېکارۍ سره مخ دي او د ډېری کورنیو د ژوند وضعیت سخت شوی دی.»

طالبانو پر کابل له بیا واکمنېدو وروسته، په ځلونو په ټول افغانستان او په ځانګړې توګه په پلازمېنه کې د «پایېدونکې امنیت» د ټینګښت خبره کړې ده.

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل تازه راپور کې ویلي چې ملګرو ملتونو د مې له لومړۍ د جولای تر ۳۱مې پورې، د امنیتي مسایلو اړوند ۲ زره و ۹۴۷ پېښې ثبت کړې دي چې د تېر کال د ورته مودې پرتله ۱۱ سلنه زیاتوالی ښيي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • د طالبانو انکار او د پاکستان ټینګار؛ د ټي‌ټي‌پي د ۱۰ غړو جسدونه افغانستان ته لېږدول شوي

    د طالبانو انکار او د پاکستان ټینګار؛ د ټي‌ټي‌پي د ۱۰ غړو جسدونه افغانستان ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • ملا حافظ؛ یو ټکسي چلوونکی څنګه د طالبانو والي شو؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کابل کې د تېر حکومت یو قاضي ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو تبلیغاتي تکتیک؛ د جبهو ترمنځ د اختلافاتو راپورته کول او له کورنۍ جګړې د وېرې خپرول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/9: گفت‌وگو با زهرا یگانه
۲۴ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.