د چاپېریال ساتنې یو شمېر متخصصان وايي، په افغانستان کې د برېښنايي کثافاتو د راټولولو، بېلولو او بیا پروسس لپاره د ځانګړي پروګرام نشتوالي د انسانانو روغتیا او چاپېریال له خطر سره مخ کړی دی. د دوی په وینا، د دویم لاس برېښنايي وسایلو واردول او د دغو وسایلو له زړېدو وروسته د هغو د مدیریت لپاره د ځانګړي پروګرام نشتوالی د برېښنايي کثافاتو د زیاتېدو لامل شوی دی. دوی زیاتوي چې د دغو کثافاتو د له منځه وړلو لپاره د معیاري لارو چارو په نشتوالي کې د زړو وسایلو سوځول او په چاپېریال کې یې پرېښودل د هوا، خاورې او اوبو د ککړتیا لامل کېدای شي.
دغه متخصصان د برېښنايي کثافاتو د مدیریت په برخه کې د رسمي شمېرو نشتوالی، د بیا پروسس د معیاري مرکزونو کمښت او د اغېزناکو پروګرامونو نشتوالی اساسي ستونزې بولي. دوی د راټولولو او بیا پروسس د اغېزناک سیستم پر جوړولو، د عامه پوهاوي پر لوړولو او د ښوونځیو په درسي نصاب کې د کثافاتو د بېلولو او په ناسمه توګه د له منځه وړلو د خطرونو په اړه د زدهکړو پر شاملولو ټینګار کوي. د دوی په باور، د دې ستونزې هواری د روغتیايي خطرونو د کمولو او د چاپېریال د ککړتیا د پراخېدو د مخنیوي لپاره اړین دی.
د چاپېریال ساتنې یو متخصص سید محمد سلیمانخېل، وايي چې برېښنايي کثافات په افغانستان کې د چاپېریال ساتنې پر نورو ستونزو سربېره پر یوې اندېښنې بدل شوي دي. د هغه په وینا، افغانستان د پرمختللو هېوادونو د دویم لاس برېښنايي وسایلو پر بازار بدل شوی، خو د دغو وسایلو د بیا کارونې، راټولولو او په معیاري ډول د له منځه وړلو لپاره کوم ځانګړی پروګرام نشته.
دغه متخصص زیاتوي: «له بده مرغه، په افغانستان کې د برېښنايي کثافاتو د مدیریت لپاره هېڅ ځانګړی او اغېزناک پروګرام نه لرو. خلک د اقتصادي وضعیت له امله تر ډېره له دویم لاس برېښنايي وسایلو ګټه اخلي؛ خو کله چې دغه وسایل زاړه شي، د هغو د بیا کارونې یا له منځه وړلو سمه لاره نه پېژني. په ډېرو مواردو کې دغه وسایل سوځوي چې له امله یې هوا، خاوره او اوبه ککړېږي او چاپېریالي او روغتیايي خطرونه زیاتېږي.»
د سلیمانخېل په وینا، د برېښنايي کثافاتو د اندازې په اړه د رسمي شمېرو نشتوالي او د بیا پروسس د پروګرامونو کمښت د دغو کثافاتو مدیریت سخت کړی دی. هغه خبرداری ورکوي چې د دې وضعیت په دوام سره به د مستعملو برېښنايي وسایلو اندازه زیاته او مدیریت به یې لا ستونزمن شي.
ښاغلی سلیمانخېل ټینګار کوي: «موږ نه شو کولای د دویم لاس برېښنايي وسایلو ته د خلکو اړتیا له پامه وغورځوو؛ ځکه د هېواد اقتصادي وضعیت د دې لامل شوی چې ډېری هېوادوال د نویو وسایلو د پېرلو توان ونه لري. خو له دې سره سره، باید خپل د چاپېریال ساتنې پروګرامونه له سره وارزوو، عامه پوهاوی زیات کړو او د دغو وسایلو د راټولولو، بیا پروسس او له منځه وړلو لپاره معیاري تجهیزات او مرکزونه جوړ کړو، څو د هغو د سوځولو او په ناسمه توګه د له منځه وړلو مخه ونیول شي.»
د چاپېریال ساتنې یو بل متخصص، کاظم همایون، وايي چې برېښنايي کثافات د خطرناکو موادو د لرلو له امله د ځانګړو کثافاتو په ډله کې راځي او ناسم مدیریت یې د انسانانو روغتیا او چاپېریال ته له زیانه ډکې پایلې لرلای شي. همایون زیاتوي چې په افغانستان کې برېښنايي او کلینیکي کثافات په معیاري ډول نه بېلېږي او ډېری وخت له عادي کثافاتو سره یوځای غورځول کېږي. د هغه په وینا، په ناسمه توګه د برېښنايي وسایلو سوځول کولای شي خطرناک مواد هوا ته خپاره کړي او د انسانانو روغتیا له خطر سره مخ کړي.
د چاپېریال ساتنې دغه متخصص زیاتوي: «په ټوله نړۍ کې د کثافاتو بېلول یو اصل دی. کثافات یوازې پر جامدو او مایعو کثافاتو نه وېشل کېږي، بلکې ځانګړي کثافات هم شته چې په چاپېریال کې د خپرېدو په صورت کې پر خاورې، اوبو، هوا او ژوندیو موجوداتو منفي اغېز کوي. برېښنايي کثافات، اټومي کثافات او د ودانیزو چارو د ځینو کثافاتو ډولونه د خطرناکو موادو د لرلو له امله په دې ډله کې راځي.»
هغه د کثافاتو د بېلولو په اړه د زدهکړو او عامه پوهاوي پر اړتیا ټینګار کوي او وايي چې د بیا پروسس د معیاري مرکزونو پر جوړېدو سربېره، د ښوونځیو او پوهنتونونو په درسي نصاب کې د دې موضوع شاملول کولای شي د ککړتیا په کمولو او د کاري فرصتونو په برابرولو کې مرسته وکړي.
ښاغلی همایون وايي: «په افغانستان کې د پراخې بېوزلۍ له امله ښايي ځینې خلک برېښنايي کثافات وسوځوي؛ حال دا چې دا کار په هوا کې د زهري موادو د خپرېدو لامل کېږي او د انسانانو روغتیا ته جدي خطرونه پېښوي. له دغو موادو سره مخ کېدل د ځینو سرطانونو د رامنځته کېدو خطر زیاتولای شي، د امیندوارو میندو پر روغتیا اغېز کولای شي او د جنین د سقط لامل کېدای شي. دغه راز، دغه مواد د ماشومانو پر وده او روغتیا، په ځانګړې توګه د هغوی د عمر په لومړیو پړاوونو کې منفي اغېز کولای شي.»
برېښنايي کثافات هغو زړو، خرابو یا غورځول شویو برېښنايي او الکترونیکي وسایلو ته ویل کېږي چې نور د کارونې وړ نه وي یا یې د ګټور عمر موده پای ته رسېدلې وي. کمپیوټرونه، ګرځنده ټیلیفونونه، تلویزیونونه او نور برېښنايي وسایل د دغو کثافاتو بېلګې دي. په ځینو دغو وسایلو کې خطرناک مواد شته چې که په ناسمه توګه له منځه یوړل شي، کولای شي خاوره، اوبه او هوا ککړه او د انسانانو روغتیا له خطر سره مخ کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (UN-Habitat) په افغانستان کې د کثافاتو د مدیریت د ستونزو په اړه خبرداری ورکړی دی. دغه راز، ملګرو ملتونو په ټوله نړۍ کې د برېښنايي کثافاتو د زیاتېدو او د هغو د ناسمې له منځه وړنې د خطرونو د زیاتېدو په تړاو خبرداری ورکړی دی.
په افغانستان کې د تولیدېدونکو برېښنايي کثافاتو اندازه معلومه نه ده او په دې اړه رسمي شمېرې نشته. دغه راز، د دغو کثافاتو د ناسمې له منځه وړنې د پایلو او هغو خطرونو په اړه کره معلومات نشته چې تر اوسه یې د انسانانو روغتیا او چاپېریال ته پېښ کړي دي.


