• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په کابل کې د اوبلنو ګازو د بیو لوړېدل؛ خلک د بیو له توپیر او د اغېزناکې څارنې له نشتوالي شکایت کوي

ایلیا ایلیا
۱۸ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791641033]

د کابل یو شمېر اوسېدونکي د اوبلنو ګازو د بیو له لوړېدو او د دغه ښار په بازارونو کې د بیو له توپیره شکایت کوي. دوی وايي، د دې سون‌توکي د بیې لوړېدو د ژوند لګښتونه زیات کړي او د کورنیو لپاره یې د ورځنیو اړتیاوو پوره کول لا سخت کړي دي. د دغو اوسېدونکو په وینا، د کابل په بازارونو کې د یو کیلوګرام اوبلنو ګازو بیه له ۶۵ تر ۶۷ او ۷۱ افغانیو پورې ده. دوی زیاتوي چې د طالبانو تر واک لاندې د کابل ښاروالۍ له لوري د نرخپاڼې له ټاکلو سره سره، په بازارونو کې ګاز په بېلابېلو بیو پلورل کېږي او پر بیو اغېزناکه څارنه نه کېږي. دغه اوسېدونکي وايي، په هېواد کې د ګازو د تولید او پروسس زیاتوالی کولای شي د وارداتو پر وړاندې د افغانستان اتکا راکمه کړي او د بهرنیو بازارونو د بدلونونو اغېز د هېواد د سون‌توکو پر بیو کم کړي.

په کابل کې ښوونکې زرمینه چې د خپلې اووه کسیزې کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري، وايي چې د ښوونکې په معاش په سختۍ کولای شي د خپلې کورنۍ د ژوند لګښتونه پوره کړي او د سون‌توکو د بیو لوړېدو پرې اقتصادي فشار لا زیات کړی دی. هغه زیاتوي چې ګاز د کورنیو له اساسي اړتیاوو دی او د هغه مصرف په اسانۍ نه شي پرېښودل کېدای. د زرمینې په وینا، د ګازو د بیې لوړېدو اړه کړې چې ان د سکرو یو کوچنی منقل هم واخلي، څو هغه خواړه چې پخېدل یې ډېر وخت ته اړتیا لري، پر سکرو پاخه کړي.

دغه ښوونکې وايي: «د ښوونکې په معاش په سختۍ ژوند کوم او نه شم کولای ګاز له بل څه سره بدل کړم. که د تېلو بیه لوړه شي، کولای شو د موټر کارول ودروو یا بهر ونه وځو؛ خو د پخلي او ورځنیو چارو لپاره ګازو ته اړتیا لرو. موږ هره ورځ درې وخته خواړه پخوو او د ګازو مصرف هم په سختۍ کنټرولوو. د مجبورۍ له مخې مې ان د سکرو یو کوچنی منقل اخیستې، څو هغه خواړه چې پخېدل یې ډېر وخت نیسي، پر سکرو پاخه کړم. زموږ معاش نه لوړېږي، خو د ژوند لګښتونه هره ورځ زیاتېږي.»

د کابل بله اوسېدونکې ستوده وايي، د ګازو د بیې له لوړېدو سره سره، په بازار کې د بیو توپیر هم خلک له ستونزو سره مخ کړي دي. د هغې په وینا، ځینې ګاز پلورونکي شرکتونه یو کیلوګرام اوبلن ګاز په ۶۷ افغانیو پلوري، خو د سیمې په ځینو دوکانونو کې یې بیه ۷۰ افغانیو ته رسېږي.

هغه په بازار کې د اغېزناکې څارنې نشتوالی یو له هغو لاملونو ګڼي چې د ګاز پلورلو ته یې په بېلابېلو بیو د پلور زمینه برابره کړې ده. ستوده له مسوولانو غواړي چې ګازو بیه وڅاري او د بیو د راکمولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د کابل دغه اوسېدونکې وايي: «په اوسنیو شرایطو کې د ژوند ډېرې چارې په ګازو پورې تړلې دي او بیه یې باید راټیټه شي. خلکو څه ګناه کړې چې په نورو هېوادونو کې د هر بدلون لګښت باید دوی په زیاتو پیسو ورکړي؟ په خدای چې ستړي شوي یو؛ په بل هېواد کې څه پېښېږي، خو لګښت یې موږ ورکوو. افغانستان ډېر کانونه لري او باید پانګونه پرې وشي، څو خلک له دې بدمرغۍ او بې‌وسۍ خلاص شي. موږ د یتیم‌تاق او خواجه‌ګوګردک د ګازو کانونه لرو؛ باید دا سرچینې راوسپړل شي او تولید شوی ګاز په مناسبه بیه د خلکو په واک کې ورکړل شي.»

د کابل بل اوسېدونکی علي سامع وايي، د تېلو د بیې د لوړېدو او د ژمي موسم د رانږدې کېدو له امله د ګازو د مصرف زیاتوالی کولای شي د دې سون‌توکي پر تقاضا او بیه لا ډېر اغېز وکړي. هغه خبرداری ورکوي چې که بیې لا لوړې شي، کورنۍ به په راتلونکي ژمي کې له لا زیاتو اقتصادي فشارونو سره مخ شي.

سامع  له ګاونډیو هېوادونو د ګازو د وارداتو د زیاتېدو او پر کورنیو سرچینو د پانګونې غوښتنه کوي. د هغه په باور، د ګازو د عرضې زیاتوالی کولای شي د تقاضا له امله رامنځته شوی فشار راکم کړي او کورنی تولید به هم په اوږدمهال کې پر وارداتو د افغانستان اتکا کمه کړي.

دغه ځوان وايي: «د تېلو د بیې په لوړېدو سره، چې اوس یې د یوه لیټر بیه له ۹۰ افغانیو لوړه شوې، خلک هڅه کوي چې له ګاز څخه کار واخلي. له بلې خوا، هوا سړېږي او ګازو ته تقاضا زیاتېږي. کله چې تقاضا لوړه شي، ښايي د ګاز بیه هم لوړه شي. د ژمي موسم په رانږدې کېدو سره، سوداګر باید د بیو د لوړولو پر ځای له ګاونډیو هېوادونو د ګازو واردات زیات کړي؛ ځکه د عرضې زیاتوالی کولای شي پر بیو د تقاضا د زیاتېدو فشار راکم کړي. دغه راز، په اوږدمهال کې له کورنیو سرچینو د ګازو د تولید په برخه کې پانګونه به د هېواد په ګټه وي.»

د کابل بل اوسېدونکی اصغر ګل وايي، د ګازو د بیې لوړېدو د خلکو د ژوند لګښتونه زیات کړي او د کورنیو لپاره یې د ورځنیو اړتیاوو پوره کول سخت کړي دي. هغه زیاتوي چې اوبلن ګاز په بېلابېلو برخو کې، د کورني له پخلي نیولې د فابریکو تر فعالیتونو او ترانسپورټ پورې کارول کېږي او د بیې لوړېدل یې د کورنیو او اقتصادي فعالیتونو لګښتونه زیاتولای شي.

اصغر ګل وايي: «په دې وروستیو کې د ګازو بیه ډېره لوړه شوې او د خلکو پر ژوند یې مستقیم اغېز کړی دی. خلک په کورونو کې د پخلي، د فابریکو د فعالیتونو او د ټرانسپورټ په برخه کې ګازو ته اړتیا لري. د ګازو د بیې لوړېدو د خلکو لګښتونه زیات کړي او ډېرې کورنۍ د دغو لګښتونو د ورکولو توان نه لري. د دې وضعیت دوام کولای شي پر خلکو اقتصادي فشار لا زیات کړي.»

د کابل بل اوسېدونکی حسن وايي، د برېښنا او ګازو د لګښتونو هممهاله لوړېدو د کورنیو لپاره د انرژۍ د سرچینو ترمنځ انتخاب سخت کړی دی. د هغه په وینا، که څه هم   د یو کیلوګرام ګازو بیه ۸۰ افغانیو ته رسېدلې وه، اوس شاوخوا ۶۵ افغانیو ته راټیټه شوې، خو دغه بیه لا هم د ډېرو کورنیو له وسه لوړه ده.

حسن وايي: «پخوا د یوکیلوګرام ګازو بیه ۸۰ افغانیو ته لوړه شوې وه او اوس ۶۵ افغانیو ته راټیټه شوې ده؛ خو همدا بیه هم لا د ډېرو خلکو له وسه لوړه ده. د برېښنا بیه هم د پخوا پرتله دوه برابره شوې ده. خلک نه پوهېږي چې په دې وضعیت کې د ژوند لګښتونه څنګه پوره کړي؛ هم د برېښنا بیه لوړه ده او هم د ګازو. که څه هم ځینو کورنیو د لمریزې برېښنا کارولو ته مخه کړې، خو دغه سیستمونه د کور د برېښنا ټولې اړتیاوې نه شي پوره کولای او خلک لا هم د پخلي لپاره ګازو ته اړتیا لري.»

افغانستان د خپلو سون‌توکو د اړتیاوو د یوې برخې د پوره کولو لپاره پر وارداتو تکیه لري. ایران، ترکمنستان، روسیه، بېلاروس او قزاقستان د افغانستان د تېلو او ګازو له سرچینو ګڼل کېږي. په بهرنیو بازارونو کې د بیو بدلونونه، د لېږد لګښتونه او د اسعارو د تبادلې د بیو بدلون هغه عوامل دي چې کولای شي د کورنیو بازارونو د سون‌توکو پر بیو اغېز وکړي.

طالبانو تر دې وړاندې په بازارونو کې د څارنې او د بیو د بې‌رویه لوړېدو د مخنیوي لپاره د هڅو خبر ورکړی و. خو د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دغه ښار په بازارونو کې اوبلن ګاز په بېلابېلو بیو پلورل کېږي او د بیو د لا اغېزناکې څارنې غوښتنه کوي. دوی ټینګار کوي چې په بازارونو کې پر څارنې سربېره، د ګازو د کورنیو سرچینو د استخراج او پروسس په برخه کې پانګونه هم باید لومړیتوب ولري، څو افغانستان په اوږدمهال کې پر وارداتو خپله اتکا راکمه کړای شي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ارغند ورور: د طالبانو ښاروالۍ د «ارغند واټ» لیکدړه لرې کړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.