په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې په ماشومانو او تنکیو ځوانانو کې د ګازلرونکو او انرژي ورکوونکو څښاک توکو مصرف زیات شوی دی. دا څښاک توکي چې د خواږه خوند، پراخو اعلانونو او په بازارونو او هټیو کې د اسانه لاسرسي له امله ډېر مشهور شوي، د یو شمېر زدهکوونکو د ورځني عادت برخه ګرځېدلي دي. په داسې حال کې چې د دغو محصولاتو بازار په افغانستان کې ورځ تر بلې پراخېږي، روغتیايي متخصصان د ماشومانو او تنکیو ځوانانو پر جسمي ودې، د غاښونو پر روغتیا، خوب او ذهني تمرکز د دغو څښاکونو د دوامداره مصرف له ناوړه اغېزو خبرداری ورکوي.
روغتیايي متخصصان وایي، که کورنۍ د دغو څښاکونو د ترکیب او د ماشومانو پر بدن د هغو د اغېزو په تړاو پوهاوی ولري، د پراخې کارونې په مخنیوي کې یې مهم رول لرلای شي.
د ماشومانو د ناروغیو یو متخصص وایي: «د تنکۍ ځوانۍ پړاو د جسمي او عصبي ودې له تر ټولو حساسو پړاوونو دی او په همدې موده کې د خوړو ډول د انسان پر راتلونکې روغتیا مستقیم اغېز لري. د ګازلرونکو څښاک توکو ډېر مصرف له دې امله چې زیاته بوره لري، د ډېر وزن، د دویم ډول شکر او د غاښونو د ستونزو خطر زیاتوي. دغه راز، انرژي ورکوونکي څښاک د کافین او محرکو موادو له امله د بېخوبۍ، اضطراب، د زړه د درزا د چټکېدو او د تمرکز د کمېدو لامل کېدای شي. د دغو څښاکونو دوامداره کارول د ودې لپاره د اړینو خوراکي موادړ هم ځای هم نیولای شي، له همدې امله سپارښتنه کېږي چې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو په منځ کې یې مصرف محدود شي.».
د دغو څښاکونو د مصرف د زیاتوالي په تړاو اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې د هرات ښار د شمس لندن په ښوونځي کې د زدهکوونکو په منځ کې د ګازلرونکو څښاک توکو د مصرف په تړاو یوه څېړنه شوې ده. دغه څېړنه چې پر ۱۲۰ هغو هلکانو ترسره شوې چې عمرونه یې د ۱۵ او ۱۸ کلونو ترمنځ وو، ښيي چې ۲۵ سلنه زدهکوونکي هره ورځ ګازلرونکي څښاک توکي کاروي. دغه راز، ۳۱.۷ سلنه زدهکوونکو ویلي چې انرژۍورکوونکي څښاک توکي تر نورو ډېر خوښوي.
د دغې څېړنې د موندنو له مخې، ښه خوند، شخصي لېوالتیا او د انرژۍ د زیاتېدو تصور هغه مهم لاملونه دي چې زدهکوونکي یې د دغو څښاکونو مصرف ته هڅولي دي. یو شمېر زدهکوونکو هم ویلي چې د دغو څښاک توکو د دوامداره مصرف د روغتیايي زیانونو په اړه کافي معلومات نه لري.
د اتم ټولګي زدهکوونکی، فرهاد وایي چې د ده او ملګرو له خوا یې د دغو څښاک توکو کارول پر یو عادت بدل شوي دي. هغه وایي: «نږدې هره ورځ ګازلرونکي یا انرژي ورکوونکي څښاک توکي څښم، په ځانګړي ډول چې هوا ګرمه وي. زه او ملګري مې د ښه خوند له امله دا څښاک توک اخلو. فکر کوو انرژي راکوي او ستړیا مو کموي، خو تر دې مخکې مو یې د زیانونو په اړه ډېر فکر نه و کړی.»
د هغو تنکیو ځوانانو ترڅنګ چې د دغو څښاکونو مصرف یوه عادي خبره ګڼي، ځینې کورنۍ هم د خپلو ماشومانو زیاتې لېوالتیا ته اندېښمنې دي.
یوه مور لاله (مستعار نوم)، وایي: «زما ماشوم نهه کلن دی او له ګازلرونکو او انرژۍورکوونکو څښاکونو سره یې ډېره مینه پیدا کړې ده. کله ناکله دومره ژاړي او ټینګار کوي چې مجبوره کېږو ورته یې واخلو. زه اندېښمنه یم، ځکه احساس کوم چې مناسب خواړه نه خوري او دا کار یې پر روغتیا او وده ناوړه اغېز کولای شي. کله چې ډاکټر ته د مشورې لپاره ولاړو، هغه ټینګار وکړ چې د خوږو څښاک توکو مصرف باید محدود شي او ماشوم متوازنه تغذیه ولري.»
د انرژي ورکوونکو څښاکونو مصرف یوازې تر زدهکوونکو پورې محدود نه دی. په کابل کې د ځوانانو او محصلانو په منځ کې ترسره شوې څېړنې ښيي چې ځوانان هم دغه څښاک کاروي. ځینو محصلانو ویلي چې د ستړیا د له منځه وړلو، د درس پر مهال د ویښ پاتې کېدو او د انرژۍ د احساس د زیاتولو لپاره له دغو محصولاتو استفاده کوي.
په نړیواله کچه هم د ماشومانو او تنکیو ځوانانو په منځ کې د خوږو څښاک توکو کارونه پر یوې جدي روغتیايي اندېښنې بدله شوې ده. د روغتیا نړیوال سازمان وایي، د هغو څښاک توکو ډېر مصرف چې زیاته بوره لري، د ډېر وزن، چاغښت او د غاښونو د خرابېدو له خطر سره مستقیم تړاو لري. دغه سازمان سپارښتنه کوي چې د ماشومانو او لویانو په غذایي رژیم کې دې د ازادو شکرو اندازه کمه شي.
د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په ډېرو هېوادونو کې د تنکیو ځوانانو ترمنځ د خوږو څښاکونو مصرف پراخ دی او ډېر استعمال یې د خوړو د ټیټ کیفیت، چاغښت او ځینو میتابولیکي اختلالونو له زیاتېدو سره تړاو لري.
له روغتیايي اندېښنو سره هممهاله، په افغانستان کې د ګازلرونکو او انرژي ورکوونکو څښاک توکو بازار هم پراخ شوی دی. د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې یو شمېر کورنۍ فابریکې دغه محصولات تولیدوي او دا څښاک توکي په ډېرو بازارونو او هټیو کې په اسانۍ موندل کېږي. روغتیايي متخصصان وایي، د دغو محصولاتو د لاسرسي له پراخېدو سره باید د سم مصرف او احتمالي زیانونو په تړاو د عامه پوهاوي پروګرامونه هم پیاوړي شي.
د روغتیا برخې کارپوهان ټینګار کوي چې د ګازلرونکو او انرژۍ ورکوونکو څښاکونو د پراخ مصرف مخنیوی یوازې د ماشومانو د پېرلو په منع کولو سره نه کېږي، بلکې د کورنیو، ښوونځیو او ټولنې ګډې همکارۍ ته اړتیا لري، څو د سالمو خوړو او څښاکونو عادتونه دود شي.
دوی خبرداری ورکوي چې ښایي ګازلرونکي څښاک توکي د ډېرو ماشومانو لپاره یوازې یو عادي څښاک ښکاره شي، خو که یې مصرف پر ورځني عادت بدل شي، په راتلونکو کلونو کې یې روغتیا ته جدي زیان رسولای شي. د دغو څښاکونو د زیانونو په تړاو د عامه پوهاوي لوړول او د سالمو بدیلونو غوره کولو ته د ماشومانو هڅول، د راتلونکو روغتیايي ستونزو د مخنیوي لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.


