د هېواد د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي د سون توکو د بیو له لوړېدو شکایت کوي. دوی وايي چې د تېلو او ګازو د بیو لوړېدو د خلکو ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. د دوی په وینا، د یو لېټر تېلو بیه له ۷۰ تر ۸۰ افغانیو او د یو کیلوګرام ګازو بیه له ۶۰ تر ۷۰ افغانیو پورې رسېدلې ده. د هېوادوالو په وینا، د هوا په ګرمېدو او د برېښنا د پرچاویو په زیاتېدو سره، د جنراتور کارولو ته د کورنیو اړتیا ډېره شوې ده، خو د سون توکو د بیو لوړوالي د ډېرو کورنیو لپاره د دغې اړتیا پوره کول ستونزمن کړي دي. دوی دغه راز وايي چې د سون توکو د بیو په لوړېدو سره د موټرو کرایې هم لوړې شوې دي او پر کورنیو اقتصادي فشار تر پخوا زیات شوی دی. د ښاري موټرو یو شمېر چلوونکي هم د کاري لګښتونو له ډېرېدو شکایت کوي. دوی وايي چې د سون توکو د بیو پر لوړېدو سربېره، اړ دي چې د دوی په وینا په بېلابېلو پلمو طالبانو ته هم پیسې ورکړي. د دغو چلوونکو په وینا، دغه ټول لګښتونه د دې لامل شوي چې ځینې یې نور د کار د دوام وړتیا ونه لري او خپل فعالیتونه ودروي.
د کابل ولایت اوسېدونکی وايي چې په تېرو دوو اوونیو کې د تېلو او ګازو بازار د بیو د لوړېدو او ټېټېدو شاهد و. د هغه په وینا، په دې موده کې د تېلو او ګازو بیې څو ځله لوړې شوې او ټیټې شوې دي، خو په وروستیو ورځو کې یو ځل بیا مخ پر پر لوړېدو دي. هغه وايي: «د سون توکو د بیو لوړېدو د خلکو ژوند له ډېرو ستونزو سره مخ کړی دی. له یوې خوا د هوا په ګرمېدو سره د برېښنا اوږدې پرچاوۍ زیاتې شوې دي او له بلې خوا د سون توکو د بیو لوړوالي د کورنیو ورځني لګښتونه ډېر کړي دي.»
جابر زیاتوي: «د کابل په ځینو لارو کې د ښاري موټرو کرایه چې پخوا ۲۰ افغانۍ وه، اوس ۳۰ افغانیو ته رسېدلې ده. ډېری هېوادوال د سون توکو د لوړ لګښت له امله د شخصي موټرو له کارولو لاس په سر شوي او له مسافر وړونکو موټرو ګټه اخلي. دغه راز، یو شمېر شرکتونو د سون توکو د بیو د لوړوالي له امله خپل فعالیتونه ځنډولي او یا یې کم کړي دي.»
په کابل کې د ښاري موټرو یو چلوونکی قیس (مستعار نوم) وايي چې په وروستیو اوونیو کې د سون توکو د بیو د لوړوالي له امله اړ شوی خپل کار ودروي. د هغه په وینا، له یوې خوا د تېلو او ګازو بیې د پام وړ لوړې شوې دي او له بلې خوا طالبان پر رسمي لګښتونو سربېره، په بېلابېلو پلمو له چلوونکو پیسې اخلي.
دا چلوونکی وايي: «د خط سیر، جواز او لایسنس پر لګښتونو سربېره، چلوونکي اړ دي چې په ډېرو ښاري تمځایونو کې هره ورځ هغو کسانو ته هم پیسې ورکړي چې د طالبانو له خوا ګومارل شوي دي. په کابل کې د پټرول تېلو هر لېتر له ۶۶ افغانیو ۷۷ افغانیو ته، د ډیزل تېلو هر لېتر له ۶۵ افغانیو ۷۳ افغانیو ته او د اوبلن ګازو هر کیلوګرام له ۵۶ افغانیو ۶۴ افغانیو ته لوړ شوی دی.»
دا چلوونکی وايي: «د سون توکو د بیو لوړېدل او هغه اضافي لګښتونه چې د طالبانو د کسانو له خوا له چلوونکو اخیستل کېږي، د دې لامل شوي چې ډېری ښاري موټر چلوونکي نور د کار د دوام وړتیا ونه لري او خپل موټر ودروي.»
د بلخ ولایت اوسېدونکی میرویس (مستعار نوم) وايي چې په مزارشریف ښار کې هم د سون توکو بیې یو ځل بیا لوړې شوې دي. هغه وايي: «د تېلو بیه د پخوا پرتله په هر لېتر کې ۱۲ افغانۍ زیاته شوې او د ګازو بیه هم په هر کیلو کې نهه افغانۍ پورته شوې ده. د هر کیلو ګازو بیه ۷۰ افغانیو او د هر لېټر تېلو بیه ۷۶ افغانیو ته رسېدلې وه.» د هغه په وینا، د بیو دغه لوړوالي تر اوسه د لېني موټرو پر کرایو محسوسه اغېزه نه ده کړې، خو د شخصي موټرو ډېری مالکان یې تر فشار لاندې راوستي دي.
د بلخ ولایت د ښاري موټرو یو چلوونکی نعیم (مستعار نوم) وايي چې د سون توکو د بیو لوړېدو د چلوونکو لپاره د کار دوام ستونزمن کړی دی. هغه وايي: «زموږ د عاید لویه برخه د تېلو او ګازو پر پېرلو لګول کېږي. د سون توکو د بیو له لوړېدو سره سره، باید د موټر کرایه، د کور کرایه او د ژوند نور لګښتونه هم ورکړو، په داسې حال کې چې کافي کار او عاید نشته. اوس یو لېټر تېل د ۷۵ او ۸۰ افغانیو ترمنځ بیه لري او زموږ لپاره د دغو لګښتونو پوره کول خورا سخت شوي دي.»
د بدخشان ولایت اوسېدونکی نوید (مستعار نوم) وايي چې په وروستیو اوونیو کې په دغه ولایت کې د سون توکو بیې لا هم د لوړېدو په حال کې دي. د هغه په وینا، یو لېټر تېل ۷۰ افغانیو ته رسېدلي او یو کیلوګرام ګاز ۶۰ افغانیو ته پورته شوي دي، چې پر کورنیو یې لا زیات اقتصادي فشار راوستی دی. هغه وايي: «د تېلو او ګازو بیې د ډېرو خلکو له وسه وتلې دي. د سون توکو د بیو له لوړېدو سره سم، د موټرو کرایې هم پورته شوې دي او دغه وضعیت د خلکو ستونزې دوه برابره کړې دي.
د بدخشان دا اوسېدونکی زیاتوي: «په بدخشان ولایت کې ډېری خلک له ښه اقتصادي وضعیته برخمن نه دي او د کار فرصتونه هم خورا محدود دي. ډېری کورنۍ له بېکارۍ او بېوزلۍ سره مخ دي او د سون توکو د بیو لوړوالي د هغوی اقتصادي ستونزې زیاتې کړې دی. له بلې خوا، د هوا په ګرمېدو سره د ډېرو کورنیو لپاره شرایط ستونزمن شوي دي.»
د ننګرهار ولایت اوسېدونکی عمر (مستعار نوم) وايي چې په وروستیو اوونیو کې په دغه ولایت کې هم د سون توکو بیې لوړې شوې دي او ورسره هممهاله له نوسانونو سره هم مل وې. د هغه په وینا، یو لېټر پټرول تېل ۷۵ افغانیو، یو لېټر ډیزل تېل ۷۰ افغانیو او یو کیلوګرام ګاز ۶۴ افغانیو ته رسېدلي دي. هغه زیاتوي چې دا بیې ثابت نه دي او کله ناکله یو یا دوه افغانۍ کمېږي یا زیاتېږي.
عمر وايي: «د سون توکو د بیو لوړېدو چلوونکي له جدي ستونزو سره مخ کړي دي. د تېلو د لګښت له زیاتېدو سره سره، طالبان چلوونکو ته اجازه نه ورکوي چې د مسافر وړونکو موټرو کرایې د لګښتونو د لوړېدو په تناسب زیاتې کړي. په پایله کې، هغه لږ عاید چې دوی یې ترلاسه کوي، په سختۍ سره د تېلو لګښت او د دوی د کورنیو مصارف پوره کوي.»
د ننګرهار دا اوسېدونکی زیاتوي: «د هوا په لا ګرمېدو سره، په ننګرهار کې د برېښنا پرچاوۍ هم زیاتې شوې دي.» د هغه په وینا، پخوا ډېرو کورنیو د تېلو د ارزانتیا له امله له جنراتور ګټه اخیستله، خو اوس د سون توکو د بیو په لوړېدو سره، ګڼې کورنۍ د جنراتور د کارولو وړتیا نه لري او اړ دي چې شپې په تروږمۍ او سختې ګرمۍ کې تېرې کړي.
د کندهار یو اوسېدونکی فردوس (مستعار نوم) وايي چې په دغه ولایت کې د تېلو بیه په بېساري ډول لوړه شوې ده او د یو لېټر تېلو بیه اوس ۸۰ تر ۸۲ افغانیو ته رسېدلې ده. هغه وايي: «په کندهار کې د تېلو بیه د کابل پرتله په هر لېتر کې نږدې دوه تر درې افغانۍ لوړه ده. په نړیوالو بازارونو کې د تېلو د بیو لوړېدل، له وارداتو او ټرانسپورټي لګښتونو سره یو ځای د دغو بیو د لوړېدو له اصلي لاملونو ګڼل کېږي.»
د کندهار دا اوسېدونکی زیاتوي: «له کومه وخته چې د تېلو بیه لوړه شوې ده، د کابل–کندهار او کندهار–کابل په لارو کې د مسافر وړونکو موټرو کرایې هم لوړې شوې دي. دغه راز، د دواړو ولایتونو ترمنځ د توکو د لېږد لګښت هم زیات شوی دی؛ داسې چې که پخوا د یوه بار لېږدولو نږدې اووه زره افغانۍ لګښت درلود، اوس شاوخوا نهه زره افغانیو ته رسېدلی دی. دغه وضعیت د خلکو لپاره ګڼې ستونزې رامنځته کړې دي.»
د پنجشېر ولایت اوسېدونکی احمد (مستعار نوم) هم په دغه ولایت کې د سون توکو د بیو له لوړېدو شکایت کوي. د هغه په وینا، د تېلو د بیې لوړېدو پر خلکو لا زیات اقتصادي فشار راوستی او د تګ راتګ او د توکو د لېږد لګښتونه یې لوړ کړي دي. هغه وايي: «د تېلو د بیې لوړېدو د خلکو لپاره ډېرې ستونزې رامنځته کړې دي. د موټرو د کرایو او د توکو د لېږد د لګښت په لوړېدو سره، هغه کورنۍ چې لږ عاید لري، تر ټولو زیاتې زیانمنې شوې دي. موږ د طالبانو له مسوولانو غواړو چې د بیو د کنټرول او پر خلکو د اقتصادي فشار د کمولو لپاره ګامونه پورته کړي.»
د پروان ولایت اوسېدونکې وايي چې په وروستیو ورځو کې په دغه ولایت کې د سون توکو بیې لوړې شوې دي او دې موضوع هېوادوالو ته ګڼې ستونزې راولاړې کړې دي. هغه وايي: «د یو لېټر پټرول تېلو بیه ۷۵ افغانیو ته رسېدلې او د ډیزل تېلو بیه هم ۶۵ افغانیو ته لوړه شوې ده. د سون توکو په ګرانېدو سره، ډېری خلک نور د خپلو شخصي موټرو د کارولو توان نه لري. له بلې خوا، د ښاري ټکسي موټرو کارول هم د کرایو د زیاتېدو له امله د ډېرو کورنیو لپاره ستونزمن شوي دي او چلوونکي هم وايي چې د تېلو د لګښتونو له لوړېدو سره سره، په سختۍ سره کولای شي د موټر لګښتونه او د خپل ژوند مصارف پوره کړي.»
د هرات ولایت اوسېدونکی بلال (مستعار نوم) وايي چې په وروستیو ورځو کې په دغه ولایت کې د سون توکو بیې لوړې شوې دي. د هغه په وینا، د یو لېټر ډیزل تېلو بیه نږدې ۷۷ تر ۸۰ افغانیو، د یو لېټر پټرول تېلو بیه شاوخوا ۸۰ افغانیو او د یو کیلوګرام ګازو بیه نږدې ۶۰ تر ۶۳ افغانیو ته رسېدلې ده.
د هرات دا اوسېدونکی وايي: «د تېلو د بیې لوړېدو په هرات کې د ډېرو خلکو ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. د سون توکو په ګرانېدو سره د تګ راتګ لګښت زیات شوی او د ډېرو هېوادوالو لپاره د ټرانسپورټي وسایطو موندل سخت شوي دي. د کرایو لوړوالي پر هغو کورنیو اقتصادي فشار زیات کړی چې محدود عاید لري.»
د یادولو ده چې افغانستان د خپلې اړتیا وړ سون توکو لویه برخه له ایران، ترکمنستان، روسیې، ازبکستان او قرغزستان هېوادونو واردوي.
د سیمهییزو ترینګلتیاوو زیاتېدل؛ د اسراییلو او ایران ترمنځ د جګړې او دغه راز د روسیې او اوکراین د جګړې دوام په افغانستان کې د سون توکو د بیو د لوړېدو مهم لاملونه بلل کېږي.


