د هرات ولایت یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د تېلو د بیو له لوړېدو شکایت کوي. د دوی په وینا، د یو لېتر تېلو بیه شاوخوا ۷۶ افغانیو ته رسېدلې چې د تېرو ورځو پرتله نږدې ۱۳ افغانۍ زیاتوالی ښيي او پر خلکو یې سخت فشار راوستی دی.
د هرات اوسېدونکي وايي د تېلو د بیو په لوړېدو سره، ډېری خلک غوره ګڼي چې له شخصي موټرو کم کار واخلي او د لګښتونو د کمولو لپاره له لیني موټرو استفاده وکړي. دوی همداراز زیاتوي چې د تګ راتګ لپاره د موټرو موندل سخت شوي او ځینو چلوونکو کرایې ان تر دوو برابره پورې لوړې کړې دي.
له دې سره هممهاله ، د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان خبرداری ورکوي چې د تېلو او نورو سون توکو د بیو لوړېدل، په مستقیم ډول د لومړنیو توکو پر بیو او د ټرانسپورت پر لګښتونو اغېز کوي؛ هغه مسأله چې په پای کې د توکو د ګرانۍ او د خلکو د پېرلو ځواک د کمېدو لامل ګرځي.
د هرات اوسېدونکی جاوېد (مستعار نوم) په وروستیو ورځو کې د تېلو د بیو له لوړېدو شکایت کوي. هغه وايي: «د خلکو اقتصادي وضعیت خورا خراب دی او ډېری خلک بې روزګاره دي. اوس د یو لېټر تېلو بیه شاوخوا ۷۶ افغانیو ته رسېدلې چې پر خلکو یې فشار زیات کړی دی.» د هرات دا اوسېدونکی په دغه ولایت کې د طالبانو د نفت او ګازو د ادارې له مسوولانو غواړي چې د سون توکو د بیو د راټيټولو لپاره اقدام وکړي.
د هرات بله اوسېدونکې نرګس (مستعار نوم) وايي، شاوخوا درې ورځې کېږي چې د تېلو بیې لوړې شوې دي او د یو لېټر پټرولو بیه نږدې ۱۳ افغانیو ته ختلې ده. هغه وايي: «له کومې ورځې چې د تېلو بیې لوړې شوې دي، ډېری خلک غوره ګڼي چې یا له کوره لږ ووځي او یا له خپل شخصي موټره کار وانخلي. ډېری خلک داسې حسابوي چې د شخصي موټر پرتله په لیني موټرو کې تګ راتګ ورته ارزانه تمامېږي.»
د هغې په وینا، دې ګرانۍ د ښاریانو پر تګ راتګ هم اغېز کړی دی. د هرات دا اوسېدونکې زیاتوي: «سړی حیران پاتې کېږي؛ هرات تل ګڼه ګوڼه لرله، خو اوس هغه پخوانۍ ګڼه ګوڼه کمه شوې ده.»
نرګس د هیلې په څرګندولو سره وايي: «هیله لرو د تېلو بیې راټیټې شي، ځکه څومره چې د سون توکو بیې لوړېږي، په هماغه اندازه اقتصادي څرخ هم زیانمنېږي. کرایې لوړېږي او ان ځینې ټکسي چلوونکي خپل فعالیتونه کموي. دا یوه جدي ستونزه ده او د طالبانو مسوولان او هغه ادارې یا کسان چې په هرات کې د تېلو د بیو په لوړولو کې لاس لري، باید د دې ستونزې د هواري لپاره یوه لاره پیدا کړي.»
د هرات یوه بله اوسېدونکې نیما (مستعار نوم) وايي د تېلو د بیو له لوړېدو راهیسې، د تګ راتګ لپاره د موټر موندل هم ستونزمن شوي او ځینو چلوونکو کرایې تر دوو برابره پورې زیاتې کړې دي. هغه وايي: «څو ورځې کېږي چې د تېلو بیې لوړې شوې دي. کله چې دندې ته د تګ یا کور ته د بېرته راتګ لپاره د سړک غاړې ته د موټر په تمه ودرېږم، باید ډېر وخت صبر وکړم څو موټر پیدا شي، هغه هم په داسې کرایه چې ځینې چلوونکي یې دوه برابره اخلي.»
د هغې په وینا، د سون توکو ګرانۍ د دې لامل شوې چې یو شمېر چلوونکي خپل کارونه بند کړي.
د هرات دا اوسېدونکې وايي: «چلوونکي وايي د تېلو په دغې بیې سره، کار کول ورته هیڅ اقتصادي ګټه نه لري او له همدې امله یې خپل موټر په تمځایونو کې درولي دي.»
نیما زیاتوي: «هرات تل یو د ګڼې ګوڼې ښار و، خو په څو وروستیو ورځو کې هغه پخوانۍ ګڼه ګوڼه کمه شوې ده. له یوې خوا وزګارتیا او اقتصادي ستونزو خلک تر فشار لاندې راوستي او له بلې خوا، د تېلو ګرانۍ دا ستونزې لا پسې ډېرې کړې دي. طالبان هم د خلکو دې ستونزې ته چندان پام نه کوي. هیله لرو چې ژر تر ژره د دې ستونزې د حل لپاره ګام پورته شي.»
د هرات بله اوسېدونکې نورا (مستعار نوم) وايي په دغه ولایت کې د تېلو بیو لوړېدو د ډېری خلکو ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی. د هغې په وینا، د نفتي توکو په ګرانېدو سره د ټکسي او نورو نقلیه وسایطو موندل سخت شوي او کرایې هم لوړې شوې دي؛ هغه مسأله چې د لږ عاید لرونکو کورنیو پر اقتصاد یې دروند فشار راوستی دی. هغه زیاتوي: «ډېری خلک دندې، روغتون، بازار یا د ورځنیو کارونو د ترسره کولو لپاره د تګ پر مهال له ستونزو سره مخ دي. هیڅ اداره په سمه توګه پر بیو څارنه نه کوي او هره ورځ د دې پر ځای چې ستونزې کمې شي، لا پسې ډېرېږي.»
نورا د طالبانو له مسوولانو غواړي چې د تېلو د ګرانۍ د لاملونو په څېړلو سره، د بازار د کنټرول او د هرات د اوسېدونکو د فشار د کمولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي څو خلک تر دې زیات زیانمن نه شي.
له دې سره هممهاله، د اقتصادي چارو کارپوه شمسالدین (مستعار نوم) وايي په افغانستان کې د لومړنیو توکو سوداګري تل تر ډېره د محدودو ډلو او مافیایي شبکو په انحصار کې پاتې شوې ده. هغه زیاتوي: «په پولو کې ستونزې، د ایران په لاره کې ترانزیټي خطرونه، د وارداتو درېدل یا ټکني کېدل، د تېلو د سټنډرډ او کیفیت په برخه کې سختګیرۍ او دغه راز په نړیوالو بازارونو کې د تېلو د بیو لوړېدل په افغانستان کې د سون توکو د ګرانۍ تر ټولو مهم لاملونه ګڼل کېږي.»
د هغه په وینا، د تېلو او سون توکو د بیو لوړېدل د نورو لومړنیو توکو له بیو سره مستقیمه اړیکه لري؛ ځکه د ټرانسپورټي لګښتونو په زیاتېدو سره کرایې هم لوړېږي او په پایله کې د توکو بیې لوړېږي او د خلکو د پېرلو ځواک کمېږي.
دا اقتصادي کارپوه وايي: «طالبان د تېلو د بیو د کنټرول لپاره محدودې لارې لري؛ ځکه د حیرتان له لارې د وارداتو مسیر اوږد او ګران دی او په بازار کې د سیالۍ نشتوالي او حاکم انحصار، د بیو د مدیریت او کنټرول لپاره د دغې ډلې وړتیا کمه کړې ده.»
د اقتصادي چارو بل کارپوه سیر قریشي وايي په هرات کې د تېلو د بیو د لوړېدو اصلي لامل، د نفتي توکو په وارداتو پورې د افغانستان تړاو او د سیمې او نړۍ په بازارونو کې د تېلو د بیو لوړېدل دي. هغه زیاتوي: «پر دغو لاملونو سربېره، د ټرانسپورټ د لګښتونو زیاتوالی، د ډالر د بیې بدلون او کله ناکله په بازار کې د عرضې کموالی هم پر بیو فشار راولي.»
دا اقتصادي کارپوه خبرداری ورکوي چې د دغه بهیر دوام به د لومړنیو توکو د بیو د لوړېدو، د لېږد رالېږد د کرایو د لوړېدو او د خلکو د پېرلو د ځواک د کمېدو لامل شي. هغه زیاتوي: «طالبان په عمل کې نه شي کولای د تېلو بیې په بشپړ ډول کنټرول کړي؛ ځکه افغانستان د تېلو واردوونکی هېواد دی، نه تولیدونکی. له همین امله، بیې تر هر څه وړاندې د نړیوالو بازارونو او د تېلو د صادرونکو هېوادونو د بدلونونو تر اغېز لاندې دی.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې په کابل کې هم یو شمېر چلوونکو په دغه ښار کې د تېلو او ګازو د بیو له ورځ تر بلې لوړېدو شکایت کړی و. دوی له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي وو چې په منځني ختیځ کې وروستیو ناورینونو په کابل کې د تېلو او ګازو د بیو د لوړېدو لامل شوي او دې مسألې د دوی پر ورځني عاید منفي اغېز کړی دی. دوی زیاته کړې وه چې د هر لېتر تېلو او هر کيلو ګاز بیه له ۱۰ تر ۱۲ افغانیو پورې لوړه شوې او احتمال شته چې تر دې هم لوړه شي.


