یو شمېر افغانان د درملو د بیو له لوړېدو او د هېواد په بازارونو کې د ځینو درملو له کمښته شکایت کوي. دوی وایي، له پاکستانه د درملو د وارداتو له درېدو وروسته په نږدې یوه کال کې د ځینو درملو بیې په بې ساري ډول لوړې شوې او د ناروغانو لپاره یې برابرول سخت شوي دي. د دوی په وینا، په دې موده کې یو شمېر اړین درمل هم په بازارونو کې کم موندل کېږي او ځینې نور په سختۍ پیدا کېږي.
دغه افغانان زیاتوي چې د پاکستاني درملو پر ځای د هندي، ترکي او د کورنیو درملو کارول د ټولو ناروغانو لپاره شوني نه دي او د ځینو بدیلو درملو کیفیت هم د ډاډ وړ نه دی. دوی ټینګار کوي چې د درملو د بیو لوړېدو او د اړینو درملو کمښت د درملنې لګښتونه زیات کړي او د ناروغانو کورنۍ یې له لا ډېرو ستونزو سره مخ کړې دي.
د غزني اوسېدونکې زرمینه وایي، د درملو د بیو د لوړېدو له امله یې د خپل زوی درملنه درولې ده. نوموړې زیاتوي چې په تېر یوه کال کې د اړینو درملو، په ځانګړې توګه د زړه او شکرې ناروغیو د درملو بیې لوړې شوې او اوس یې د پېرلو وس نه لري.
دا ښځه وایي: «د درملو بیې ډېرې لوړې شوې دي؛ له همدې امله لومړی اړه شوم چې د خپل زوی د درملو اندازه کمه کړم او وروسته مې د هغه درملنه په بشپړه توګه ودروله؛ ځکه د درملو د پېرلو وس نه لرم. هغه درمل چې مخکې یې بیه ۲۰ افغانۍ وه، اوس ۱۸۰ افغانیو ته رسېدلې ده. موږ بېوزله خلک په داسې شرایطو کې څه وکړو؟ ډاکټران سپارښتنه کوي چې د یوه ځانګړي پاکستاني شرکت درمل وکاروو او هندي او ترکي درمل یې ځای نه شي نیولای.»
د غزني یو بل اوسېدونکی سمیر وایي، د درملو د بیو لوړېدو او په بازار کې د ځینو درملو ټیټ کیفیت د ناروغانو د درملنې بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.
د غزني دغه اوسېدونکی وایي: «هغه درمل چې اوس په بازار کې شته، په ډېرو مواردو کې لازم اغېز نه لري. ډاکټر ته ورځو او هغه ډېر درمل راته لیکي، خو ناروغ نه ښه کېږي؛ ځکه د درملو کیفیت د پخوا په څېر نه دی او ځینې یې د درملنې پر بهیر چندان اغېز نه لري.»
د کابل اوسېدونکی حسن وایي، د پاکستاني درملو پر وارداتو او پلور محدودیتونو د ناروغانو لپاره د ځینو اړینو درملو ترلاسه کول سخت کړي دي. د هغه په وینا، سره له دې چې په بازار کې کورني، هندي او ترکي درمل پلورل کېږي، خو ځینې ناروغان چې پخوا یې د پاکستان د ځانګړو درملو کارولو ته دوام ورکړی، نه شي کولای په اسانۍ یې د بدیلو درملو په توګه وکاروي.
دا سړی وایي: «پاکستاني درمل یې په بشپړه توګه بند کړي او اوس یې ان له درملتونونو څ هم درمل راټولوي او درملتونونه تر څارنې لاندې نیسي. کورني، هندي او ترکي درمل هم په بازار کې شته او کیفیت یې بد نه دی، خو خلکو د پاکستان ځینې ځانګړي درمل کارول او اوس یې په اسانۍ نه شي موندلای. زما د مور درمل هم خلاص شوي وو او ما چې هر څومره ولټول، د خپلې استوګنې په سیمه کې مې پیدا نه کړل. ان د پروان هوټل ته هم ولاړم، هلته هم نه وو او په پای کې مې په باغ بالا کې پیدا کړل. دا ډول سرګردانۍ ډېرې شوې دي. له بلې خوا، د درملو بیې هم ډېرې لوړې شوې دي؛ د وینې د فشار هغه درمل چې مخکې مې په ۱۵۰ افغانیو پېرل، اوس یې په ۳۰۰ افغانیو اخلم. د شکرې هغه درمل چې بیه یې ۱۵۰ افغانۍ وه، اوس ۴۰۰ افغانیو ته رسېدلي او بل درمل چې مخکې مې په ۱۸۰ افغانیو پېرل، اوس یې په ۲۸۰ افغانیو اخلم.»
د کابل یوه بله اوسېدونکې سکینه (مستعار نوم) وایي، د درملو د بیو لوړېدو او د ځینو اړینو درملو نه پیدا کېدو د ناروغانو لپاره د اړتیا وړ درمل ترلاسه کول سخت کړي دي. د هغې په وینا، د ځینو هغو درملو بیې چې پخوا په ټیټه بیه ترلاسه کېدل، څو برابره لوړې شوې او برابرول یې هم سخت شوي دي.
نوموړې زیاتوي چې ځینې پاکستاني درمل چې پخوا په درملتونونو کې په اسانۍ پیدا کېدل، اوس یوازې د ښار په ځینو سیمو کې په سختۍ ترلاسه کېږي. د سکینې په وینا، د کندهار د تولیداتو درمل هم د ځینو دغو درملو مناسب بدیل نه دي ګرځيدلي؛ ځکه د دغو محصولاتو بیې هم لوړې شوې دي.
سکینه وایي: «د درملو بیې ډېرې لوړې شوې دي او هر څوک چې د درملو پېرلو لپاره درملتون ته ځي، د بیو له لوړېدو شکایت کوي. همدا نن سهار زما پلار هم د درملو له ګرانۍ شکایت کاوه. هغه پاکستاني درمل چې مخکې یې بیه ۵۰ افغانۍ وه، اوس ۱۸۰ افغانیو ته رسېدلي او له دې سره سره په هر ځای کې نه پیدا کېږي؛ ان که د پروان په هوټل کې هم وي، په سختۍ ترلاسه کېږي. اوس یې پر ځای د کندهار ځینې تولیدي درمل کاروي چې بیې یې هم له ۱۸۰ تر ۱۹۰ افغانیو پورې دي؛ په داسې حال کې چې د ځینو دغو درملو بیې پخوا له ۳۰ تر ۵۰ افغانیو پورې وې. ډېری درمل په اسانۍ نه پیدا کېږي.»
د لغمان یو اوسېدونکی عصمت هم وایي، د ناقانونه وارداتي درملو د بیې لوړېدل د بیو د بې ثباته کېدو او د اړتیا وړ درملو ته د خلکو د لاسرسي د سختېدو لامل شوي دي. د هغه په وینا، په بېلابېلو درملتونونو کې د یو ډول درملو بیې توپیر لري او خلک نه شي کولای هغه په مشخصه او ثابته بیه واخلي.
دغه ځوان وایي: «د درملو بیې ډېرې لوړې شوې او قاچاق یې هم زیات شوی دی. څو ورځې مخکې طالبانو د درملو باروړونکي ۲۲ موټر درولي وو. که په هر موټر کې یو ټن درمل بار شوي وي، نو د دغو ټولو بارونو ټول وزن ۲۲ ټنو ته رسېږي. د بېلګې په توګه، د یو ډول ګولیو بیه چې زه یې د ژېړي ناروغۍ د درملنې لپاره کاروم، کله له ۹۰۰ تر زرو افغانیو پورې رسېږي او بل ځل له ۶۰۰ تر ۷۰۰ افغانیو پلورل کېږي؛ په داسې حال کې چې پخوا یې بیه ۶۵۰ افغانۍ وه. کله چې درمل په قاچاقي ډول بازار ته راوړل کېږي، بیې یې هم ثابتې نه وي. ډېری شته درمل د چابهار بندر له لارې له هنده هېواد ته واردېږي، خو د لوړې بیې له امله یې په کافي اندازه واردات نه کېږي. له بلې خوا، د پاکستاني درملو لپاره هم په اسانۍ بدیل نه موندل کېږي او له نورو هېوادونو وارد شوي درمل او کورني تولیدات د بازار ټولې اړتیاوې نه شي پوره کولای.»
افغانستان تر دې وړاندې د خپلو اړتیا وړ درملو لویه برخه له پاکستانه واردوله. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د هېواد تر ۷۰ سلنې ډېر اړین درمل له پاکستانه برابرېدل؛ خو له دغه هېواده د وارداتو په درولو سره د یو شمېر درملو په برابرولو کې ستونزې رامنځته شوې دي.
په وروستیو میاشتو کې، افغانان په بازارونو کې د درملو د بیو له لوړېدو او د ځینو اړینو درملو له کمښته شکایت کوي. پاناډول، بروفین، اګمنټین، اموکسيسیلین، انسولین، د وینې د فشار درمل، سیرومونه، د ماشومانو د انټيبیوټیک شربتونه، د سالنډۍ سپرې او د زړه ناروغیو درمل هغه توکي دي چې د خلکو په وینا، ترلاسه کول یې سخت شوي دي.
دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو په وینا، د افغانستان شاوخوا ۹۵ سلنه مصرفي درمل له بهر څخه واردېږي او سره له دې چې په هېواد کې د درملو جوړولو یو شمېر شرکتونه فعالیت کوي، کورني تولیدات لا هم د بازار د اړتیاوو یوازې یوه کوچنۍ برخه پوره کوي.
په همدې حال کې، په بازار کې د شته درملو د کیفیت په اړه هم اندېښنې مطرح شوې دي. د طالبانو د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست عبدالباري عمر تر دې مخکې ویلي وو چې دغه اداره د بېکیفیته درملو د پلور د کنټرول لپاره د یوه ډیجیټلي سیسټم جوړول او د یوې نوې کړنلارې تدوین په خپل کاري لومړیتوبونو کې لري.


