د ملګروملتونو سازمان اوولس پراختیايي اهداف چې له یو بل سره تړاو لري؛ دا اهداف په ۲۰۱۵ کال کې ددغه سازمان د عمومي اسمبلې له خوا وټاکل شول او باید تر ۲۰۳۰ کال پورې ترلاسه شي. د ملګروملتونو سازمان اووم هدف، ټولو ته د برېښنا د خوندي رسولو په اړه ډاډمنېدل دي. په اوسني وخت کې، په افغانستان کې د ډاډ وړ برېښنا ته لاسرسی ۳۳ سلنه دی چې د ګاونډیو هېوادونو په پرتله دا کچه ډېره ټیټه ده. د افغانستان د برېښنا رسولو ملي شبکه او د برېښنا وېشل په تېرو نولسو کلونو کې د نړیوالې ټولنې په پراخو مرستو رامنځته شوې چې له کورنیو او بهرنیو سرچینو برابره شوې برېښنا خلکو ته ورکړل شي. د افغانستان د برېښنا د ملي شبکې ډېره برخه برېښنا د هېواد له شمال څخه نورو سیمو ته رسېږي. دغه شبکه د ازبکستان او تاجکستان وارداتي برېښنا د هېواد مرکز او سویلي ولایتونو ته لېږدوي. د افغانستان د برېښنا ملي شبکه په سلګونه ستنې لري چې له سالنګ څخه په تېرېدو کابل ښار ته رارسېږي.
په تېرو پینځو کلونو کې د برېښنا د ستنو چاودول او ویجاړول د افغان دولت یوه اصلي ستونزه ده او په تېر یوه کال کې دا چاره ډېره زیاته شوې ده. د افغانستان د برېښنا د ملي شبکې مدیریت د هېواد د برېښنا د دولتي شرکت له خوا کېږي. د افغانستان کابو ۷۹ سلنه برېښنا وارداتي ده چې له تاجکستان، ازبکستان، ایران او ترکمنستان څخه واردېږي. د انرژۍ برخې د امنیت ساتل په دې اړه یوه مهمه مسله ګڼل کېږي او له یوې، بلې سیمې ته د برېښنا خوندي لېږد د انرژۍ په تولید، لېږد، وېش او تجارت کې یوه اصلي موضوع ده. په تېرو څلوېښتو کلونو کې د افغانستان جنګي وضعیت ته په پام سره، د برېښنا د امنیت خوندیتوب د هېواد په ښارونو او کلیوالو سیمو کې د برېښنا رسولو او انرژۍ د وېشلو په وړاندې اصلي ننګونې ګڼل کېږي.
د نورو لګښتونو ترڅنګ، د برېښنا د ویجاړو شویو ستنو د رغولو لګښت د افغانستان د برېښنا د ملي شرکت یوه لویه ستونزه ده چې دغه بنسټ یې تر مالي ستونزو پورې رسولی دی. د زورواکو، دولتي ادارو او تولیدي شرکتونو له خوا د برېښنا د لګښت پیسو نه ورکول او د صادروونکو هېوادونو له لوري د برېښنا د بیې زیاتوالی د افغانستان د برېښنا شرکت په وړاندې نورې ننګونې دي.
په وروستیو میاشتو کې د برېښنا د ستنو د ویجاړېدو زیاتوالی او دا چې په دې کار کې څوک لاس لري، هغه پوښتنه ده چې تراوسه ځواب نه دی ورکړ شوی. دولت او لوړپوړي حکومتي چارواکي د دولت مخالف وسله وال په تېره بیا طالبان ددې کار مسوول بولي؛ دا په داسې حال کې دي چې طالبانو تل د برېښنا د ستنو له نړولو انکار کړی دی.
د کابل په شمال کې د برېښنا د ستنو ویجاړول په تېره بیا په تکراري او آن په اونۍ کې څو ځله بې مخینې عمل او د اندېښنې وړ دی. د پروان ولایت او د کابل د شمالي ولسوالیو اوسېدونکو تل د دولتي بنسټونو د امنیت په ساتلو کې همکاري کړې او پخوا په دې برخه کې ورانکاري فعالیتونه موجود نه وو. تراوسه دغې پوښتنې ته دقیق او ځانګړی ځواب نه دی ورکړ شوی چې څوک په دې کار کې لاس لري؛ خو داسې ګمان کېږي چې سیمه ییز باج اخیستونکي، د تېلو مافیا او د دولت مخالف وسله وال به ددغو ورانکاریو مسوول وي.
ښايي باج اخیستونکي او سیمه ییز زورواکي د هېواد د برېښنا د ستنو په ویجاوړلو کې لاس ولري چې په دې کار سره غواړي له حکومت په تېره له برېښنا شرکته پیسې ترلاسه کړي. ویل کېږي چې ورانکارې کړنې تل د برېښنا شرکت له خوا د سیمه ییزو باج اخیستونکو د غوښتنو له ردولو وروسته ترسره کېږي.
د دولت مخالفې وسلې والې ډلې هم ښايي ددغو ورانکاره فعالیتونو د پردې ترشا عوامل وي. طالبانو ډله به په دې کار سره د دولت ناکامي خلکو ته ښيي او د دولت د کمزورتیا په ښودلو سره به خلک د دولت پرخلاف راپاروي.
دا احتمال هم شته چې حکومت له سیمه ییزو مافیايي ډلو سره په همکارۍ هڅه کوي چې د دولت د مخالفو وسله والو د نوم بدي کولو په موخه دا کار وکړي. دا کار د دې لامل کېږي چې طالبان د سولې په بهیر کې غیرصادق او په خلکو کې کرکجنه ډله وښيي.
د تېلو مافیا هم ښايي ددغې ورانکارۍ د پردې ترشا بل لوری وي. د برېښنا په سراسري بندولو سره، ډېری هېوادوال، د کاروبار خاوندان او دولتي بنسټونه دې ته اړ کېږي چې د ډیزلي او پټرولي جنراتورونو په کارولو سره د خپلې اړتیا وړ برېښنا برابره کړي. دا کار د تېلو د مصرف د زیاتوالي او همداراز په بازاروانو کې د تېلو د بیو د لوړېدو لامل کېږي.
حل لاره څه ده؟
ددې ستونزې د اواري لپاره، بېلابېلې لنډې او اوږدمهاله لارې شته. په اوږده موده کې د تلپاتې سولې او امنیت په ټینګښت سره د تل لپاره دا ستونزه اوارېږي. خو له بلې خوا، په لنډمهال کې څو حل لارې موجودې دي:
۱ـ د برېښنا د ستنو د ساتونکو په توګه په لږ لګښت سره د سیمې له خلکو استفاده په لنډ وخت کې دا ستونزه اوارولی شي. د پینځو تر اوه زره افغانیو په بدل کې د هغو وګړو ګمارل چې د برېښنا ستنې یې له ځمکو او ملکیتونو تېرې شوې دي، د برېښنا د ستنو د امنیت د ساتلو لپاره ارزانه او چټکه حل لاره ده. د سیمې خلک ورانکاره وګړي ښه پېژني او د برېښنا د ستنو په ساتلو کې اغېزناک رول لوبولی شي. دا کار د برېښنا د ستنو د وخت ناوخت رغولو په پرتله ډېر ارزنه دی چې ویل کېږي د هرې ستنې رغول کابو سل زره ډالر لګښت لري.
۲ـ د امنیتي ځواکونو په تېره بیا د عامه ساتنې پوځیانو ګمارل بله لاره ده. د وسله والو ځواکونو ګمارل به د برېښنا د امنیت د خوندیتوب لامل شي.
۳ـ د امنیتي کامرو لګول بله حل لاره ده، امنیتي کامرې په لمریزې برېښنا کار کوي او د مجرمینو په موندلو کې رغنده رول لرلی شي.
۴ـ د اغزن مزي غځول او له برېښنا سره یې نښلول بله حل لاره ده. دا کار ددې لامل کېږي چې ورانکاره وګړي د برېښنا ستنو ته د نږدې کېدو جراات ونه کړي.
۵ـ له سیمه ییزو امنیتي ځواکونو ګټه اخیستل هم ښه حل لاره کېدای شي. د سیمه ییزو امنیتي ځواکونو هڅې او کارندوالی د دوی تر واک لاندې سیمو کې د دغه راز پېښو د کمښت لامل کېدای شي.
۶ـ د ورانکارو وګړو په پېژندلو کې او د دوی پرخلاف د اقدام کولو لپاره د خلکو د همکارۍ جلبول بله حل لاره ده. برېښنا شرکت او سیمه ییز حکومتي بنسټونه له دې لارې ورانکاره کسان په ګوته او سزا ورکولی شي.
۷ـ د ورانکارو پرخلاف د عدلي او قضايي بنسټونو چټک او رڼه اقدامات بله حل لاره ده. تل په دغو بنسټونو کې فساد په هېواد کې د جرمونو د زیاتوالي اصلي لاملونه بلل شوي دي. کله چې فساد کم شي، بې له شکه چې ورانکاره وګړي به په ګوته او محاکمه شي.