• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۶ تله ۱۴۰۵ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

«شریک‌آباد»؛ د پانګونې لپاره یوه لار که د حقوقي شخړو د رامنځته کېدو زمینه؟

آدرینا بهزاد آدرینا بهزاد
۲۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792320510]

په افغانستان کې د شراکت له لارې د ودانیو جوړولو یا د «شریک‌آباد» له پراختیا سره هممهاله، حقوق‌پوهان د رڼو تړنونو او معتبرو اسنادو د نشتوالي په صورت کې د دې بهیر د حقوقي پایلو په اړه خبرداری ورکوي. د دوی په باور، د شریکانو ترمنځ په هوکړو کې ابهام د ځمکې پر مالکیت، د پانګونې پر کچې، د ودانیزو چارو پر لګښتونو، د استوګنیزو واحدونو پر وېش او د ودانیو د پلور یا کرایې د عوایدو پر سر د شخړو د رامنځته کېدو لامل کېدای شي. له بلې خوا، د اقتصادي چارو کارپوهان خبرداری ورکوي چې د خلکو اقتصادي وس او واقعي اړتیاوو ته له پام پرته، پر لوکسو کورونو د ودانیزو پانګونو تمرکز د استوګنځایونو د عرضې او د خلکو د پېرلو د وړتیا ترمنځ واټن لا پراخولای شي.

د افغانستان د حقوق‌پوهانو د ټولنې مشر میر عبدالواحد سادات وايي، که د شراکت له لارې د ودانیو جوړولو پر مهال کره تړونونه او معتبر اسناد  نه وي، د ځمکې پر مالکیت، د پانګې پر ونډه، د ودانیزو چارو پر لګښتونو، د اپارتمانونو پر وېش او د پلور یا کرایې د عوایدو پر سر د اختلافونو د رامنځته کېدو امکان شته.

ښاغلی سادات وايي: «له حقوقي پلوه، د افغانستان د پخواني دولت مدني قانون د قراردادونو او ګډ مالکیت په برخه کې اصول ټاکلي دي. هېڅ شریک باید د نورو له هوکړې یا قانوني صلاحیت پرته د هغوی حقونه له پامه ونه غورځوي او د ګډ ملکیت په اړه پرېکړه ونه کړي. د شریکانو د حقونو او پانګې د خوندیتوب لپاره باید لیکلی او لاسلیک شوی قرارداد تنظیم شي او په هغه کې د هر شریک ونډه، د ځمکې ارزښت او نغدي پانګه، د اضافي لګښتونو مسوولیت، د پروژې د بشپړېدو وخت، د ودانیزو واحدونو د وېش څرنګوالی او د اختلافونو د حل لاره په روښانه ډول مشخصه شي. همدا راز، د ځمکې د مالکیت اسناد باید وڅېړل شي او ورکړل شوې پیسې باید په اسنادو کې ثبت شي.»

د اقتصادي چارو کارپوه بهزاد (مستعار نوم) وايي، په افغانستان کې د شراکت له لارې د ودانیزو چارو پراختیا د بېلابېلو عواملو، لکه د انفرادي پانګې د کمښت، د ډاډمنې پانګونې د فرصتونو د محدودیت او د استوګنځایونو د اړتیا د زیاتوالي پایله ده. د هغه په وینا، په داسې شرایطو کې چې ډېر کسان په یوازې سر د کور د پېرلو یا جوړولو وس نه لري، په ودانیزو پروژو کې شراکت د کوچنیو پانګو د راټولولو او دې برخې ته د ننوتلو پر یوه لاره بدل شوی دی.

دغه کارپوه وايي: «د ځمکې او ودانیزو توکو د بیو لوړوالی، د بې‌کارۍ پراختیا او د خلکو د پېرلو د وړتیا کمښت، استوګنځایونو ته د مخ پر زیاتېدونکې اړتیا ترڅنګ، د شراکت له لارې د پانګونې د پراختیا زمینه برابره کړې ده. دغه بهیر د کوچنیو پانګو د راټولولو، د ودانیزو کارګرانو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د اړوندو اقتصادي برخو د ودې له لارې د هېواد پر اقتصاد مثبت اغېز لرلای شي. خو که ودانیزې پروژې تر ډېره پر لوکسو کورونو متمرکزې وي او د بازار له واقعي اړتیاوو سره سمون ونه لري، ښايي د لوکسو کورونو عرضه زیاته شي، په داسې حال کې چې ټیټ عاید لرونکې کورنۍ به لا هم د کور د پېرلو وس ونه لري.»

ښاغلی بهزاد زیاتوي: «د شراکت له لارې د ودانیو جوړول هغه مهال د هېواد له اقتصادي ودې سره مرسته کولای شي چې د بازار د واقعي اړتیاوو، په قراردادونو کې د روڼتیا او د شریکانو ترمنځ د باور پر بنسټ پر مخ ولاړ شي. دغه راز، د لوکسو کورونو ترڅنګ باید د ارزانه او د ټیټ عاید لرونکو کورنیو له اقتصادي وس سره سم د استوګنځایونو جوړول هم لومړیتوب ولري، څو د دې بهیر ګټې د ټولنې پراخې برخې ته ورسېږي.»

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیررښتیا وايي، په افغانستان کې د شراکت له لارې د ودانیزو چارو د فعالیتونو زیاتوالی تر ډېره د هغو کسانو له وضعیت سره تړاو لري چې ځمکه لري، خو د پانګې د کمښت له امله په یوازې سر د ودانۍ جوړولو وس نه لري.

ښاغلی رښتیا وايي: «د استوګنځایونو لپاره د تقاضا زیاتوالي د ودانیزو چارو د پراختیا زمینه برابره کړې ده. د ودانیزې برخې وده په هر هېواد کې د اقتصادي فعالیتونو د خوځښت له مهمو عواملو ګڼل کېږي؛ ځکه دا برخه د اقتصاد د محرکو صنعتونو په توګه له ګڼو نورو برخو، لکه د ودانیزو توکو له تولید او عرضې، د کور اړوندو صنعتونو او د کور لپاره د اړینو وسایلو له برابرولو سره مستقیمې اړیکې لري. له همدې امله، که ودانیز فعالیتونه په سمه توګه مدیریت شي او په دې برخه کې پانګونې په اغېزناک ډول رهبري شي، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د اقتصادي فعالیتونو په زیاتوالي او د هېواد د اقتصاد په وده کې مهم رول لوبولای شي.»

حکمت (مستعار نوم) وايي، د طالبانو د رییس‌الوزرا له خوا د لوړپوړیزو ودانیو د جوړولو د جوازونو صادرول او له ایران او پاکستانه د کډوالو بې‌سارې راستنېدنې په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د شراکت له لارې د ودانیزو چارو د پراختیا له اغېزناکو عواملو څ دي. د هغه په وینا، پر کابل د ګڼو راستنو شویو کډوالو تمرکز د استوګنځایونو غوښتنه زیاته کړې او د کرایي او پلورل کېدونکو کورونو پر بازار یې فشار زیات کړی دی.

او می‌افزاید: «با افزایش نیاز به مسکن و ضرورت اعمار خانه‌های رهایشی جدید، شماری از افراد به راه‌اندازی پروژه‌های ساختمانی شراکتی روی آورده‌اند. از این‌رو، می‌توان گفت که تغییرات اجتماعی و افزایش جمعیت ناشی از بازگشت مهاجران، از عوامل مهم گسترش این نوع سرمایه‌گذاری‌ها بوده است. این تحولات، افزون بر تاثیرگذاری بر بازار مسکن، زمینه‌ شکل‌گیری وضعیت اقتصادی متفاوتی را نیز فراهم کرده است.»

هغه زیاتوي: «د استوګنځایونو د اړتیا له زیاتوالي او د نویو استوګنیزو کورونو د جوړولو له اړتیا سره، یو شمېر کسانو د شراکت له لارې د ودانیزو پروژو پیلولو ته مخه کړې ده. له همدې امله، ویلای شو چې ټولنیز بدلونونه او د کډوالو د راستنېدو له امله د نفوس زیاتوالی د دې ډول پانګونو د پراختیا له مهمو عواملو دي. دغو بدلونونو نه یوازې د استوګنځایونو پر بازار اغېز کړی، بلکې د یوه متفاوت اقتصادي وضعیت د رامنځته کېدو زمینه یې هم برابره کړې ده.»

د کابل اوسېدونکی جبار (مستعار نوم) چې د شراکت له لارې په ودانیزو چارو کې فعالیت کوي، وايي د خپلې شخصي پانګې د محدودیت او په یوازې سر د ودانیزو پروژو د تمویل د ناتوانۍ له امله یې پرېکړه کړې چې له دوو نورو کسانو سره ګډه پانګونه وکړي.

هغه وايي: «موږ درې کسان په ګډه کار کوو او تر اوسه توانېدلي یو چې دوه ودانۍ جوړې او وپلورو چې له دې لارې مو ښه ګټه هم ترلاسه کړې ده. د استوګنځایونو لپاره د تقاضا زیاتوالي زموږ د دې فعالیت د دوام لپاره مناسبه زمینه برابره کړې ده. خو طالبان د کارونو د پرمخ وړلو پر مهال ډېرې پلمې جوړوي او له موږ پیسې اخلي؛ سره له دې ستونزو، موږ خپل فعالیت ته دوام ورکوو. د هرې پروژې تر پیل مخکې له یو بل سره قرارداد کوو او خپل فعالیتونه د هوکړو او ترتیب شویو اسنادو پر بنسټ پر مخ وړو.»

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې یو شمېر هېوادوالو د ودانیزو چارو په بهیر کې له شته ستونزو شکایت کړی و. هغوی له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي وو چې د ودانیو جوړولو بهیر له ګڼو جوړښتي او اداري ستونزو، لکه اداري فساد، بډو اخیستو او په د طالبانو په ادارو کې له د بېروکراسۍ له اوږېدو سره مخ دی. د دوی په وینا، د جوازونو له ترلاسه کولو د پروژې تر پلي کېدو پورې لګښتونه او د ودانیزو چارو د بشپړېدو موده په پراخه کچه زیاته شوې ده.

په داسې حال کې چې ځینې کورونه د سړکونو د جوړولو لپاره د ښاري نقشو په مسیر کې راځي، او له بلې خوا د کورونو کرایې لوړېدل شوي، له ایران او پاکستانه د کډوالو راستنېدوهېوادوال له بې‌سارو ستونزو سره مخ کړي دي.

دغه وضعیت نه یوازې د استوګنځایونو پر بازار فشار زیات کړی، بلکې ډېرې کورنۍ یې د مناسبې سرپناه موندلو له جدي ستونزو سره هم مخ کړې دي. له دې سره هممهاله، د منظم ښاري پلان نشتوالي او د اړینو خدمتونو کمښت د خلکو اندېښنې زیاتې کړې او د ورځني ژوند ستونزې یې لا پسې سختې کړې دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینو په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ اړوند سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • هغه سیاست چې په میراث راپاتې دی؛ د افغانستان د سیاسي فرهنګ بیاکتنه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: په برکي برک کې د طالبانو ولسوال له هټیوالو د سړک د سور د کمولو په بدل کې بډې اخلي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د اسلامي همکاریو سازمان له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټینګار وکړ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.