• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۵ لړم ۱۴۰۵ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د بدخشان په لرو پرتو ولسوالیو کې د روغتیايي خدمتونو کمښت؛ ناروغان له درملنې بې‌برخې دي

آدرینا بهزاد آدرینا بهزاد
۵ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1793094431]

د بدخشان ولایت د سرحدي سیمو یو شمېر اوسېدونکي د روغتیايي مرکزونو له کمښت، د متخصصو ډاکټرانو له نشتوالي او درملو ته له محدود لاسرسي شکایت کوي. هغوی وایي چې د درملنې د اسانتیاوو د کمښت له امله، ځینې ناروغان اړ دي چې د درملو د ترلاسه کولو او روغتیايي خدمتونو لپاره د درنو لګښتونو په منلو سره تاجکستان ته سفر وکړي. د دغو اوسېدونکو په وینا، د تګ راتګ ستونزې، د لارو اوږدوالی او د ناروغانو د لېږد لپاره د اړینو اسانتیاوو نشتوالی د درملنې خدمتونو ته د لاسرسي بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی او په ځینو مواردو کې ناروغان روغتیايي مرکزونو ته تر رسېدو مخکې خپل ژوند له لاسه ورکوي. هغوی همداراز ټینګار کوي چې د بدخشان په لرو پرتو سیمو کې د تګ راتګ د لارو ستونزې، له روغتیایي مرکزونو ډېر واټن او د درملنې د لګښتونو د ورکړې لپاره د کورنیو اقتصادي بې وسي هغه مهم لاملونه دي چې روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی محدودوي.

د بدخشان ولایت اوسېدونکی رازق (مستعار نوم) وایي چې د دغه ولایت ډېری ولسوالۍ د درملو له کمښت او د درملنې د مرکزونو له نشتوالي سره مخ دي او د ډېرو سیمو اوسېدونکي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري. د هغه په وینا، د سړکونو نشتوالي او ناوړه اقتصادي وضعیت د خلکو ستونزې دوه برابره کړې دي.

د بدخشان دغه اوسېدونکی وایي: «بدخشان د افغانستان له لرو پرتو او د سختو لارو لرونکو ولایتونو دی او ۲۸ ولسوالۍ لري. ډېری دغه ولسوالۍ  د درملو له کمښت سره مخ دي او اوسېدونکي یې روغتون ته لاسرسی نه لري. د بېلګې په توګه، د درواز پنځه‌ګونې ولسوالۍ د مناسبو سړکونو له نشتوالي سره مخ دي او په ځینو سیمو کې یوازې یو روغتیايي مرکز شته چې یو نرس او یو ډاکټر پکې کار کوي، خو ان درمل هم نه لري. د دغو سیمو اوسېدونکي له کلونو راهیسې له روغتیايي ستونزو مخ دي او میندې او ماشومان د درملنې د اسانتیاوو د نشتوالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. دوه کاله وړاندې په کران او منجان ولسوالۍ کې ۱۷ میندې روغتون، درملو او مناسبو سړکونو ته د لاسرسي د نشتوالي له امله مړې شوې.»

رازق زیاتوي: «د روغتیايي اسانتیاوو کمښت، په ځانګړې توګه ښځې زیانمنې کړې دی. هغه ناروغۍ چې په لومړیو پړاوونو کې یې درملنه کېدای شي، پر وخت د نه پاملرنې له امله سختېږي او ناروغان اړ کېږي چې د درملنې لپاره کابل یا نورو هېوادونو ته ولاړ شي. د درملنې لوړ لګښتونه کورنۍ اړ باسي چې خپلې ځمکې او څاروي وپلوري. هغه کورنۍ چې مالي توان نه لري، له درملنې بې‌برخې پاتې کېږي او یو شمېر ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي یا کلونه کلونه له ناروغۍ سره ژوند کوي. سره له دې چې د سیمو اوسېدونکو په وار وار په لرو پرتو سیمو کې د درملنې د مرکزونو د جوړولو او د باکیفیته درملو د برابرولو غوښتنه کړې، خو لا هم دغو ستونزو ته لازمه پاملرنه نه ده شوې. زیباک، درواز، راغ او ارګو له هغو ولسوالیو دي چې د روغتیايي خدمتونو له سخت کمښت سره مخ دي.»

د بدخشان ولایت بله اوسېدونکې عایشه (مستعار نوم) د دغه ولایت په لرو پرتو سیمو کې د خلکو د ژوند د وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي او وایي چې د حفظ‌الصحې د وسایلو او روغتیايي خدمتونو نشتوالی یوه جدي ستونزه ده چې د ډېرو کورنیو پر ژوند یې اغېز کړی دی. د هغې په وینا، د بدخشان په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې د تګ راتګ د لارو ستونزې، روغتیايي مرکزونو ته اوږد واټن، د کورنیو ناوړه اقتصادي وضعیت او د درملنې د اسانتیاوو کمښت لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

د بدخشان دغه اوسېدونکې وایي: «دا وضعیت په ځانګړې توګه  د ښځو، نجونو، ماشومانو او ټیټ عاید لرونکو کورنیو لپاره د اندېښنې وړ دی. ښځې او نجونې د حفظ‌الصحې اړینو وسایلو، په ځانګړې توګه د شخصي حفظ‌الصحې او میاشتني عادت د دورې د پاکوالي محصولاتو ته کافي لاسرسی نه لري. همداراز، هغه ناروغان چې د لومړنیو روغتیایي خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره هم پر اوږدو لارو مزل کولو ته اړ دي، د تګ راتګ او درملنې له درنو لګښتونو سره مخ کېږي چې دا چاره پر کورنیو اقتصادي فشار نور هم زیاتوي.»

عایشه زیاتوي: «د بدخشان په غرنیو سیمو کې د واورې ورېدل او د لارو بندېدل هم روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی لا ستونزمنوي؛ دا وضعیت د امیندوارو ښځو او ماشومانو لپاره جدي پایلې لرلای شي. زموږ غوښتنه دا ده چې د بدخشان په لرو پرتو سیمو کې د خلکو روغتیايي وضعیت ته تر دې ډېر پام وشي. د حفظ‌الصحې د اړینو وسایلو برابرول، د اړتیا وړ درملو وېش، د روغتیايي مرکزونو سمبالول، د متخصصو روغتیايي کارکوونکو لېږل، د څښاک د پاکو اوبو برابرول او د ټیټ عاید لرونکو کورنیو ملاتړ باید د مرستندویه پروګرامونو په لومړیتوبونو کې شامل شي.»

د بدخشان ولایت اوسېدونکې نازنین (مستعار نوم) د دغه ولایت په ډېری ولسوالیو کې د ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو د کمښت په اړه اندېښنه څرګندوي او وایي چې د درملنې د اسانتیاوو د نشتوالي او روغتیايي مرکزونو ته د ناروغانو د لېږد د ستونزو له امله، یو شمېر ناروغان روغتون ته تر رسېدو مخکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د بدخشان دغه اوسېدونکې وایي: «د اقتصادي ستونزو له امله، ډېری ناروغان د خپلو ناروغیو د درملنې بهیر ته له دوام ورکولو ډډه کوي. په کلیو کې ښځې د زېږون پر مهال له جدي خطرونو سره مخ وي، ځکه د روغتون او متخصصو روغتیايي کارکوونکو د نشتوالي له امله ان لومړنۍ مرستې هم نه ورسره کېږي. په داسې شرایطو کې، د مناسبو لارو د نشتوالي او روغتیایي مرکزونو ته د اوږده واټن له امله  یو شمېر میندې روغتون ته تر رسېدو مخکې مري. دا ستونزه یوازې په لرو پرتو ولسوالیو پورې محدوده نه ده، بلکې د بدخشان ولایت په مرکز فیض‌آباد ښار کې هم خلک د ډاکټرانو، په ځانګړې توګه د ښځینه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دي. د هغې په وینا، د یو شمېر ډاکټرانو استعفا او پر ځای یې د کمې تجربې لرونکو ډاکټرانو ګومارنې روغتیايي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت هم د بدخشان یو شمېر اوسېدونکو په دغه ولایت کې روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د خراب وضعیت په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړې وه. هغوی زیاته کړې وه چې شاوخوا یو کال کېږي، د «سنایي پراختیايي سازمان» په نوم یوې مؤسسې په دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو د برابرولو مسوولیت پر غاړه اخیستی، خو خپلې دندې په سمه توګه نه ترسره کوي.

بلخوا، په دغه ولایت کې سرچینو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې په بدخشان کې د دغې مؤسسې له امکاناتو د ناوړه ګټې اخیستنې او له طالبانو سره د دې مؤسسې د اړیکو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه. هغوی د دغې مؤسسې مشر او ځینې غړي په  ناوړه ګټه اخیستنې تورن کړي او ویلي یې وو چې د طالبانو د عامې روغتیا رییس له دې بنسټه ځکه ملاتړ کوي چې خپل درې موټر یې دغې مؤسسې ته په کرایه ورکړي دي. باوري سرچینو ادعا کړې وه چې د دغې مؤسسې مشر او هغه ته ځینې نږدې غړي د یو شمېر زیان‌ ګالونکو روغتیايي کارکوونکو له وضعیته جنسي ناوړه ګټه اخلي.

تر دې وړاندې هم د بدخشان اوسېدونکو د اندېښنې په څرګندولو ویلي وو چې په دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول نږدې صفر ته رسېدلي او د بدخشان ولایتي روغتون هم د فلج کېدو په درشل کې دی. د هغوی په وینا، ځینې پلي کوونکې مؤسسې د لګښتونو د زیاتولو او له بودیجې د ډېرو پیسو د اخیستو په لټه کې دي چې له امله یې هم د خدمتونو کیفیت او دغه راز د کاري بهیر کچه راټیټه شوې ده.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبان: د افغانستان او ایران ترمنځ د ترانزیټي موټرو تګ راتګ ۲۴ ساعته شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د پاکستان په لیلام کې د افغان سوداګرو پانګه؛ د طالبانو د سیاستونو بیه څوک پرې کوي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.