• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د کندهار په میرویس روغتون کې د درملو او تجهیزاتو کمښت؛ ناروغان: یوازې مشورې راکول کېږي

۸صبح،کندهار ۸صبح،کندهار
۱۵ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791373140]

د کندهار په میرویس روغتون کې یو شمېر ناروغان او ناروغ لرونکي وایي چې دغه روغتون د روغتیايي امکاناتو او خدمتونو له کمښت سره مخ دی او ډاکټران یوازې هغوی ته مشورې ورکوي. د دوی په وینا، په روغتون کې درمل نشته او ناروغان اړ دي چې له اړینو درملو نیولې تر عادي درملو پورې هر څه په خپل شخصي لګښت له بازاره واخلي. له دې سره هممهاله، په دغه روغتون کې روغتیايي سرچینې هم تاییدوي چې د مالي ستونزو له امله روغتون نه شي کولای ناروغانو ته اړین او پر وخت خدمتونه وړاندې کړي. د دغو سرچینو په وینا، دوی دغه موضوع د هبت‌الله له دفتر سره هم شریکه کړې، خو تر اوسه یې د حل لپاره هېڅ اقدام نه دی شوی. دغه روغتون ۴۰۰ بستره لري.

حضرت شاه چې یو خپلوان یې په دغه روغتون کې بستر دی، وایي چې ناروغ یې له ۲۰ ورځو راهیسې په روغتون کې بستر دی، خو ان د سیروم عادي پایپ هم په روغتون کې نشته او دوی د ناروغ ټول اړین روغتیايي وسایل له بازاره په خپل شخصي لګښت اخلي. هغه زیاتوي چې د دغه روغتون امکانات نږدې تر صفره رسېدلي او له روغتیايي تجهیزاتو نیولې تر کارکوونکو پورې د روغتون ټولې برخې له کمښت سره مخ دي.

  د کندهار دغه اوسېدونکی زیاتوي: «هر څه پیسې غواړي او هېڅ شی وړیا نه دی. باور وکړئ، ان د سیروم عادي پایپ هم له بازاره په خپلو پیسو اخلو. دلته ډاکټران شته، خو یو ډاکټر دومره بوخت وي چې  ټولو ناروغانو ته رسېده‌ګي نه شي کولای.»

د کندهار پر ناروغانو سربېره، له هلمند، اروزګان، زابل او نیمروز ولایتونو هم ناروغان د درملنې لپاره دغه روغتون ته راځي.

  د اروزګان ولایت د ګېزاب ولسوالۍ یو عمر خوړلی اوسېدونکی حاجي محمدصادق د درملنې لپاره میرویس حوزوي روغتون ته راغلی دی. هغه وایي، یوازې له ګېزابه تر دغه روغتون پورې د تګ راتګ لګښت یې اووه زره او ۵۰۰ افغانۍ شوی او په دې هیله دغه روغتون ته راغلی چې دلته به یې وړیا درملنه شي، خو تر اوسه یې ان یو وړیا کپسول هم نه دی ترلاسه کړی.

محمدصادق ۶۶ کلن دی او له خپل مشر زوی سره پر تنفسي ناروغۍ د اخته له امله دغه روغتون ته راغلی دی. هغه وایي، روغتون ته له رسېدو وروسته یې د وړیا او مناسبې درملنې هیله له منځه تللې ده.

دغه سړی زیاتوي چې اته ورځې وړاندې په روغتون کې د ډاکټرانو له لوري بستر شوی، خو تر اوسه یې ان یو وړیا کپسول هم نه دی ترلاسه کړی او ټول درمل او د معایناتو لګښتونه یې له بازاره برابر کړي دي. هغه وایي، د درملو د اخیستو لپاره یې پیسې خلاصې شوې او کور ته د بېرته ستنېدو لګښت هم نه لري.

د ناروغانو یو شمېر پایوازان هم د دغه روغتون پر کمزورو خدمتونو نیوکه کوي او وایي چې سره له دې چې دغه روغتون په حوزه کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره فعالیت کوي، خو په دې مرکز کې روغتیايي خدمتونه په کافي اندازه نه وړاندې کېږي.

  تر دې وړاندې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) د میرویس روغتون مالي ملاتړ کاوه، خو شاوخوا یو کال وړاندې دغه مرستې درول شوې دي.

طالبانو اعلان کړی و چې د دغه روغتون لپاره هره میاشت ۴۷ میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې کېږي، خو په روغتون کې سرچینې وایي چې دغه بودیجه د کارکوونکو د معاشونو د ورکړې او د دې مرکز د نورو اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي نه ده.

د کندهار میرویس حوزوي روغتون یوه روغتیايي سرچینه وایي چې په منځني ډول هره ورځ ۱۲۰۰ ناروغان دغه روغتون ته مراجعه کوي، په داسې حال کې چې دغه روغتون یوازې د شاوخوا ۴۰۰ ناروغانو د بستر کولو، منلو او خدمت وړاندې کولو ظرفیت لري. د هغه په باور، د طالبانو بې‌پامي او ناسم مدیریت د دې لامل شوي چې هم روغتیايي کارکوونکي او هم ناروغان له جدي ستونزو سره مخ شي.

دغه روغتیايي سرچینه وایي، هغه مهال چې د روغتون لګښتونه د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري ورکول کېدل، د روغتیايي کارکوونکو امتیازات او معاشونه ښه وو او د ناروغانو روغتیايي اړتیاوې هم په بشپړه توګه پوره کېدې؛ خو وروسته له هغه چې طالبانو د دغه روغتون د ادارې مسوولیت پر غاړه واخیست، د ډاکټرانو معاشونه له ۶۰ تر ۷۰ سلنې پورې کم شوي او ورسره د ناروغانو لپاره د درملو او روغتیايي تجهیزاتو کچه هم راټیټه شوې ده.

له دې سره  هممهاله، د دغه روغتون یو مسوول چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وایي چې په دغه روغتون کې هر کال شاوخوا ۴۵ زره جراحي عملیات ترسره کېږي او د بېلابېلو سیمو داسې ناروغان هم دغه مرکز ته مراجعه کوي چې ان د یوې افغانۍ د ورکړې توان نه لري.

هغه وایي چې دوی خپلې ټولې ستونزې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت، په کندهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست او ان د طالبانو له مشر هبت‌الله سره شریکې کړې دي، خو تر اوسه پر شته ستونزو غور نه دی شوی.

دغه روغتیايي سرچینه زیاتوي: «دلته هر څه زموږ له کنټروله وتلي دي. کله چې ډاکټر ناروغ ته وایي چې لاړ شه او درمل له بهره برابر کړه، د ډاکټر ډېر وخت ضایع کېږي؛ په داسې حال کې چې موږ د کارکوونکو له کمښت سره مخ یو او هر ناروغ لارښوونې ته اړتیا لري. په ټولو برخو کې ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي. موږ دغه ستونزې هبت‌الله او ټولو اړوندو ادارو ته رسولې دي، خو تر اوسه هېچا ورته پام نه دی کړی. فکر کوم یا دا ستونزې د هغوی له وسه پورته دي، یا یې د دې خلکو پر حال زړه نه سوځي.»

شفاخانه حوزه‌ای میرویس در سال ۱۳۵۳ هجری خورشیدی با حمایت مالی کشور چین ساخته شده است. این شفاخانه که به نام «شفاخانه چینی» نیز شناخته می‌شود، در پنج دهه گذشته خدمات صحی عمومی را برای باشنده‌گان ولایت‌های جنوبی افغانستان ارایه کرده است.

میرویس حوزوي روغتون په ۱۳۵۳ لمریز کال کې د چین هېواد په مالي ملاتړ جوړ شوی دی. دغه روغتون چې د «چینایي روغتون» په نوم هم پېژندل کېږي، په تېرو پنځو لسیزو کې د افغانستان د سوېلي ولایتونو اوسېدونکو ته عمومي روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پاکستان پر افغانستان په هوايي بریدونو کې د ۲۲ «ترهګرو» د وژل کېدو خبر ورکړ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.