۸صبح، کابل: د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې یا سیګار په خپل نوي راپور کې د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې په پای کې د افغانستان د پوځ د سقوط ریښې ارزولې دي. دغه راپور ښيي چې مخکینی ولسمشر محمداشرف غني د افغانستان پر اردو او امریکا شکمن شوی و.
د سیګار راپور چې چهارشنبه د غويي پر ۲۸ خپور شو، د اشرف غني د حکومت په وروستیو ورځو کې د دسیسو او بدګومانۍ په اړه خبرې کړې دي.
په دې راپور کې د افغانستان او امریکا د پخوانیو چارواکو له قوله راغلي، چې پلازمېنې ته د طالبانو په رانږدې کېدو سره غني وېره لرله، چې خپل پوځ به یې پر خلاف راپورته شي او شکمن و، چې امریکا له واکه د هغه د لرې کولو لپاره د پلانونې په حال کې ده.
د دغه راپور له مخې، غني همداراز خپل زیات شمېر لوړپوړي امنیتي چارواکي او مهم قوماندانان ګوښه کړل او باوري و، چې ورته ژمن نه دي. دغه کار د افغانستان د امنیتي ځواکونو روحیه لا کمزورې کړه او د جګړې په مدیریت کې يې لالهاندي جوړه او ورسره نظام وپرځېد.
په دغه راپور کې راغلي: «له افغانستانه د پوځیانو او د دوی د همکارانو د وتلو لپاره د امریکا تصمیم، له دوی په ملاتړ کې د افغان ځواکونو له بې وسۍ سره سره، د دغه هېواد په سقوط کې مهم عامل و.»
سیګار ویلي، چې د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې د دوحې هوکړه لیک، د جګړې په ډګر کې د طالبانو پرمختګ ته په پام سره، د ډېری افغانانو له خوا د وضعیت د بدلون لپاره یوه روښانه نښه وبلل شوه.
د امریکا او طالبانو له هوکړې وروسته، غني د امریکا له خوا د هغه د ګوښه کېدو لپاره له دسیسې وېره لرله او د پوځ په قوماندانۍ کې یې بدلونونو ته مخه کړه.
جنرال سمیع سادات چې د محمداشرف غني د حکومت په وروستیو ورځو کې د کابل ښار د امنیت د ټینګښت مسوولیت درلود، سیګار ته ویلي، چې غني یو پارانویید ولسمشر و او له خپلو هېوادوالو یې وېره لرله.
که څه هم د اشرف غني حکومت پر سقوط اته میاشتې اوړي، د دې پېښې پټ اړخونه لا نه دي روښانه شوي او وخت ناوخت د دولت د سقوط پټ رازونه په ډاګه کېږي.