ولسمشر محمد اشرف غني د زمري په شلمه د دوشنبې په ماښام د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو فرمان لاسلیک کړ چې په دې کار سره ټاکل شوې ډېر زر په قطر کې بین الافغاني خبرې پيل شي.
د مهال وېش له مخې به د حکومت یوه تخنیکي ډلهپه راتلونکو ورځو کې قطر ته ولاړه شي ترڅو د بین الافغاني خبرو لپاره تیاری ونیسي. اخوا طالبانو هم ویلي چې دا ډله د بندیانو له خلاصون وروسته بین الافغاني خبرو ته حاضره ده.
افغان حکومت وايي د دایمي او جامع اوربند ټینګښت لومړنۍ موضوع ده چې په دغو خبرو کې به پرې بحث وشي. د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوي به په لومړۍ ناسته کې د خبرو د دوام لپاره د ځای پر ټاکلو هم بحث وکړي.
له دې مخکې د تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ایران، چین، روسیې، ترکیې، قطر، اندونیزیا، جاپان، ناروې او جرمني په ګډون دوولسو هېوادونو د بین الافغاني خبرو د کوربتوب لپاره تیاری ښودلی دی.
که څه هم تراوسه د بین الافغاني خبرو کره نېټه نه ده اعلان شوې خو ویل کېږی چې دغه خبرې به د زمري میاشتې په ۲۶مه پيل شي. له دې مخکې ولسمشر غني د مشورتی لویې جرګې غړو ته په وینا کې ویلي و چې طالبانو ډله د دوی د بندیانو د خوشي کولو بهیر له بشپړېدو یوازې درې ورځې وروسته خبرو ته حاضرېږي.
د طالبانو ډله هم د خبرو پر زرترزره پیلېدو ټینګار لري او وايي ددې ډلې مرکچي پلاوی د خبرو لپاره چمتو دی.
د طالبانو ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد زیاته کړې چې ددې ډلې د بندیانو له خوشي کېدو وروسته به د طالبانو مرکچي پلاوی په راتلونکو نږدې ورځو کې د خبرو پیلولو ته چمتو شي.
له دې مخکې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مسوولینو ویلي، دا ډله تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې خبرو ته چمتو ده.
اخوا د ملي مصالحې شورا یوه سرچینه وايي ټاکل شوې یو تخنیکي پلاوی دوحې ته ولاړ شي تر د بین الافغاني خبرو لپاره تیاری بشپړ کړي.
د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو په اړه د حکومت له اعلان سره په یو وخت د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د زمري په شلمه نېټه د خپل ټويټر پر پاڼه د سولې د مشورتي لویې جرګې له پرېکړې هرکلی وکړ. هغه هیله څرګنده کړې چې طالب بندیان زرترزره خوشي او بین الافغاني خبرې پیل شي. د نوموړي په وینا امریکا د یوه خپلواک، متحد، ډېموکراتیک او سوله ييز افغانستان غوښتونکې ده چې د نړۍ لپاره ګواښ نه وي.
له دې مخکې درې ځله د بین الافغاني خبرو لپاره وخت ټاکل شوی، خو د بندیانو د تبادلې پر سر د نظر اختلاف ددې لامل شوی چې دا بهیر وځنډېږي.
د امریکا د مهال وېش له مخې بین الافغاني خبرې باید په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې وروسته پیل شوې وای. دا موافقه د تېر کال د کب په لسمه نېټه د امریکا او طالبانو ډلې د استازو ترمنځ لاسلیک شوه.