شپږاویاکلن روشنیالی

لیکوال: دستګیر روشنیالی

یادونه:
نن د یوه داسې چا زوکړې ورځ ده، چې فکر او شخصیت یې، د تېره نیمه پيړۍ په سوزنده او دردونکو پېښو، اړودوړونو، ناورینونو او روح‌سوزونکو پېښو او بدلونو کې لوبېدلی، بیا بیا لوېدلی، خو د خوشحال‌خان د شعر د نهنګ په څېر بېرته را پورته شوی او نن ورځ، د پریمانه تجربو او زده‌کړو له فکري پانګې سره، نوي نسل او حاضر نسل ته، روڼ پیغام لري. ورځپاڼې ورنه وغوښتل، چې د مرکې پرځای، د خپلو تجربو قیمتي ګاڼه، هغه هم پخپل قلم له ټولو سره شریکه کړي.

اداره.

چې رښتیا شي، زه نن شپږ اويا کلن شوم.

دنيا ته د راتګ د ورځي نمانځل، ځان ته ارزښت ورکول او پر ځان باور درلودل دي. او دا يو شخصیت جوړونکی احساس دی. دا د ژوند تاريخي لحظه ده او موږ هر يو په ژوند کې دا ډول لحظه لرو. همدا لحظه يادوو او همدا لحظه نمانځو؛ نه د مرګ لحظه او نه د فزیکي نشتوالي لحظه! هغه څه چې له انسان پاتي کیږي د هغه فزيکي حضور ته ضرورت نه لري.

په دي عمر کې ډېر پرون ته په سفر ځي او زه هم کله کله په پرون کې سفر کوم. په وياړونو او بريو پسي ګرځم، خو په کمزوریو او تيروتنو اوړم. دا ژوند له څومره تيروتنو او کمزوريو ډک دي او يو شمېر یې تراژیکي ځانګړتياوي لري. هغه کارونه چې نه بايد شوي وای؛ کم نه دي. او دا بې‌تاثیره تاريخ نه دی. زه خپل پرون ته ددې له پاره نه ورګرځم چې هغه بدل کړم او يا تېروتنې پاکې کړم. ددې له پاره ورګرځم چې بيا داسې تېروتنې ونکړم. او د ځوان او راتلونکو نسلونو ذهن ته يي هم ور انتقال کړم.

پرون زه د يوي مهرې او يا د ماشين د يوي پرزې په شان وم. ما په حالاتو او پريکړو تاثير نه درلود، خو حالاتو او پريکړو په زياته اندازه متاثير کولم. هڅه مې کوله له دې حالته ځان را وباسم، هڅه مې کوله په دواړو حالاتو او پريکړو تاثير ولرم؛ خو هر ځلي له غره سره مخامخ کېدم. هري خوا ته چې تلم او هره دروازه مې چې ټکوله، تحمیلونو، ديکتو، دستورونو، فرمانونو… د پيروۍ او تقلید غوښتنه کوله. سندري، سرودونه ، شعرونه او شعارونه احساسات پارونکي، عملونه ډارونکي، فکرونه ويشونکي او بیګانه پالونکي ول.

هدف دا و چې زه د فوتوکاپۍ د ماشین په شان چلند وکړم او د طوطي په شان د دوی خبرې او حکمونه تکرار کړم او له همدې امله د ما برخلیک یوازې د ما د فهم او د ما ارادې پايله نه؛ بلکې د دیکتو او تحمیلونو پايله هم وه. او زه په دې انتخابونو کې د خپل نیمګړي فهم له امله بخښنه غواړم.

زه بیا دې او هغې ډلې ته تعهد نه سپارم. فکري خپلواکي له لاسه نه ورکوم. خپله فکري خپلواکي په هيڅ شي نه بدلوم. دا د ما د ژوند تر ټولو لويه لاس ته راوړنه ده او هيڅکله پر فردي فکري خپلواکي معامله نه‌کړم. ددې ډلې او هغه مقام وياند نه کېږم. زه د تا ویاند، د هر انسان ویاند یم.

د ما لويه تيروتنه دا وه چې د چمتوالي په نشتوالی کې مې لویې پريکړې وکړې، نه په لحظه او نه په امکاناتو پسې ګرځيدم او نه مې پايلې سنجولې. دې چلند له واقعيتونو سره د ما اړيکې پرې کړې. ډېر څه او ډېر فرصتونه مې له لاسه ورکړل. ما همېشه سخت انتخاب کړی او يوازې پاتې شوی یم. کله کله مې فکر کاوه، چې د لسګونو وګړو په منځ کې ولاړ يم او نور ما ته د دوښمن په شان ګوري.

ما له ده او هغه جمعیت او ډلې سره د ځان يو رنګ کولو لويه بيه پرې کړې. يو رنګ کېدل، شخصیت او فکري خپلواکي ته ګواښ دی. له يوه رنګۍ د راوتلو پايلې، د شخصیت او هویت خپلواکي او فکري پرانیستوب دی.  زه تاريخ ته له خپل فردي هويت سره ورځم، کوم چې د ما د کار او د ما د انديښني (پوهې-ګروهې) محصول دی.

زه يوې داسې فکري استراتژۍ ته کار کوم چې پایې یې د سیاست انساني کول، د فرد ازادي او د افرادو برابر دي. سره ددې چې په دي لاره کې خنډونه لوی او درانه دي او د بيا او بيا ناکامې احتمال شته دی؛ خو زه په يوه ښه سبا باور لرم. همدا استراتژي او همدا باور ما ته د ليکلو انګیزه او د ځواني احساس راکوي.

ورته لیکنې

Back to top button