د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي سرچینې ادعا کوي چې د طالبانو یو شمېر چارواکي او غړي، سره له دې چې په درسي ټولګیو کې نه حاضرېږي، د ځینو استادانو له خوا حاضر ګڼل کېږي او په پای کې له دغه پوهنځي په لوړو نمرو فارغېږي. د سرچینو په وینا، د ماسترۍ په دوره کې له طالب چارواکو او غړو سره د حاضرۍ په ثبتولو او بې له کوم قید او شرطه د هغوی په کامیابولو کې د دغه پوهنځي د ځینو استادانو همکارۍ د دې پوهنځي ښوونیزه او تحصیلي فضا له تبعیض او بېعدالتۍ سره مخ کړې ده. د سرچینو په وینا، طالبانو د روژې په میاشت کې د دغې ډلې غړو ته اجازه ورکړې وه چې په اعکتاف کې کېني او ورسره هممهاله په درسي ټولګیو کې هم حاضر وګڼل شي.
سرچینې ټینګار کوي چې د طالبانو یو شمېر چارواکي په منظمه توګه په ټولګیو کې نه حاضرېږي، خو د ځینو استادانو له خوا د ۱۶ درسي اوونیو لپاره حاضر لیکل کېږي. د دوی په وینا، هغه استادان چې له دغه بهیر سره مخالفت یا د هغه پر وړاندې مقاومت کوي، د پوهنځي د ریاست له خوا تر فشار لاندې راځي څو د طالبانو غړي حاضر حساب کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې نور محصلان، چې ډېری یې پر دندو هم بوخت دي، ټینګار کوي چې له ګڼو ستونزو سره سره په درسي ټولګیو کې حاضرېږي، خو کله ناکله د لږ ځنډ له امله غیرحاضر کېږي او ان په ازموینه کې له ګډونه محرومېږي. د دغو محصلانو په وینا، د ماسترۍ په کچه کې د محصلانو ترمنځ دغه دوه ګونی چلند د دوی تحصیلي وضعیت له ستونزو سره مخ کړی دی.
یوه سرچینه وايي: «دا چې یو څوک ان یوه ورځ هم په ټولګي کې حاضر نه وي، خو په لوړو نمرو بریالی شي، دا ګومان پیاوړی کوي چې د ازموینې پوښتنې هم له وړاندې له هغه سره شریکې شوې دي. په داسې حال کې چې یو غیرطالب محصل باید په هر مضمون کې لږ تر لږه ۱۶ اوونۍ حاضري ورکړي، کورنۍ دندې ترسره کړي او ازموینې ورکړي څو بریالی شي.»
سرچینې فرید ستانکزی، سعید ابرار هاشمي او مولوي عبدالرقیب د طالبانو د هغو غړو په توګه یادوي چې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د فارسي څانګې د ماسترۍ په کچه کې په درسي ټولګیو کې له پرلهپسې غیر حاضریو سره سره، حاضر نیول کېږي.
یوه سرچینه وايي: «مولوي عبدالرقیب د دویم سمسټر د روژې په میاشت کې له میدانوردګ ولایته راته، خو د هغه پخپله خبره پر عبادت بوخت و او په اعتکاف کې یې وخت تېراوه. هغه په ډېری وختونو کې په درسونو کې نه حاضرېدو او که راغلی هم و، پر عبادت بوخت و. له دې سره سره، هغه حاضر ګڼل کېده او عالي نمرې یې اخیستې.» د دغې سرچینې په وینا، د طالبانو تر کنټرول لاندې د کابل پوهنتون ریاست د دغې ډلې غړو ته اجازه ورکړې وه چې په اعتکاف کې پاتې شي او په عین وخت کې په درسي ټولګیو کې غیرحاضر ونه ګڼل شي.
د ادبیاتو پوهنځي محصلان د دې وضعیت د دوام په تړاو سخته اندېښنه څرګندوي او وايي چې طالبان له دغو تحصیلي فرصتونو په ګټې اخیستنې، په تحصیلي بنسټونو کې خپل دایمي حضور ته لاره هواروي او د دغې ډلې د سقوط په صورت کې به دا کسان په اکاډمیکو دندو کې پاتې شي. هغوی همداراز ټینګار کوي چې ځینې استادان د شته فشارونو او د بست د کمېدو یا منفک کېدو له وېرې د دغو فشارونو پر وړاندې تسلیمېږي او د طالبانو غړي کامیابوي.
دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې تر دې وړاندې د کابل پوهنتون یو شمېر استادانو ویلي وو چې د کابل پوهنتون لپاره د طالبانو له خوا ګومارل شوی رییس اسامه عزیز سخت قومي تمایلات لري او د فارسي ژبو استادانو د لېرې کولو په هڅه کې دی. د سرچینو په وینا، هغه په پوهنتون کې ټیم جوړ کړی او د حقاني شبکې تر ملاتړ لاندې دی او ټولې چارې د قومي نشنلیستۍ د لیدلوري پر بنسټ پر مخ وړي. سرچینو دغه راز ویلي وو چې هغه ټول هغه اسناد، لايحې او مکتوبونه چې پخوا پر فارسي ژبه وو، پښتو ته اړولي دي.
تر دې وړاندې سرچینو ویلي وو چې طالبانو د هېواد د تحصیلي نصاب د «اسلامي کولو» بهیر د خپل ځانګړي لیدلوري پر بنسټ پیل کړی دی. د سرچینو په وینا، د دغې ډلې مشر هبتالله اخوندزاده د ۱۴۰۱ کال په زمري میاشت کې د تحصیلي نصاب د بیاکتنې د ریاست د جوړولو امر کړی و.
همداراز د ۸صبح ورځپاڼې د یو راپور موندنې ښيي چې طالبانو د دیني مدرسو ملايانو ته د ماسترۍ اسناد وېشلي او هغوی د هېواد په پوهنتونونو کې د استادانو په توګه ګوماري. د دغه راپور پر بنسټ، طالبانو د «جامعه عبدالله بن مسعود» په نوم یو بنسټ جوړ کړی او له دې لارې د مدرسو ملایان جذبوي او د هېواد په پوهنتونونو کې یې د استادانو په توګه پر دندو ګوماري. دا بنسټ د طالبانو د «جامعه تخصصات» د ریاست د یوې فرعي برخې په توګه فعالیت کوي.
تر دې وړاندې د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم په خپلو څرګندونو کې د علمي رتبې د تثبیت لپاره د طالبانو له غړو د ازموینې اخیستل «د علماوو بېاحترامي» بللې وه. هغه ویلي وو چې د یو «طالب مجاهد علمي درجه» باید د هغه له خوا د خښ کړای شویو ماینونو د شمېر پر بنسټ محاسبه شي.
تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) په خپلو رسمي راپورونو او اعلامیو کېد طالبانو له خوا د «اکاډمیکې تصفیې»، د ښځو پر زدهکړو د بندیز او د زدهکړو په برخه کې د هغوی پر تبعیضي سیاستونو نیوکه او اعتراض کړی دی.


