۸صبح، کندهار: سرچینې وایي، چې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ په سپین بولدک کې له نښتې وروسته د سپین بولدک سرحدي بندر تړل شوې ده.
د سرچینو د معلوماتو له مخې دغه نښته یکشنبه د لړم پر ۲۲ د ماسپښين د یوې بجې شاوخوا وشوه او له امله یې پوله د پاکستان له خوا د تګ راتګ پرمخ وتړل شوه.
پاکستاني رسنیو هم راپور ورکړی، چې د چمن – سپین بولدک په بندر کې له نښتې وروسته دغه بندر تړل شوی او زرګونه تنه له پولې اخوا بند پاتې شوي دي.
د دغو رسنیو د راپور له مخې پاکستاني چارواکو له هغې وروسته دا بندر وتړاه، چې د افغانستان له لورې یوې ډلې وسلهوالو پر پاکستاني ځواکونو ډزې وکړې.
ویل کېږي، چې نښتې یوه موده دوام لرلی او وروسته طالبانو، چې د پاکستان رسنۍ هغوی وسلهوال کسان بللي دي له سیمې تښتېدلي دي.
دغې نښتې مرګژوبله هم لرلې ده، خو تر اوسه یې په اړه کره شمېرې نشته.
دا څوم ځل دی، چې د سپین بولدک بندر په اړوند برخو کې د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتې راپور رارسېدلی دی.