• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲ تله ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د ځانمرګو سوداګري؛ ۲۰۲۳ د پاکستان لپاره خونړی کال

فهیم ستوده فهیم ستوده
۵ مرغومی/جدی ۱۴۰۲ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۳ [t_time:1703582019]
AP

AP

پرون، د پاکستان د سولې مطالعاتو انسټیټیوټ یو راپور خپور کړ چې پکې د پاکستان امنیتي وضعیت او په ځانګړي توګه په ۲۰۲۳ کې په دغه هیواد کې د ځانمرګو بریدونو شمیر ارزول شوی دی. د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې ځانمرګي بریدونه ۹۳ سلنه زیات شوي او په همدې توګه مرګ ژوبله هم زیاته شوې ده. په ۲۰۲۲ کال کې چې ورته وضعیت یې تجربه کړی او په دغه ډول بریدونو کې زیاتوالی راغلی، ۱۵ ځانمرګي بریدونه شوي وو، خو په ۲۰۲۳ کال کې دا شمېر ۲۹ ته لوړ شوی دی. په راپور کې ویل شوي چې ۴۸ سلنه وژل شوي او ۵۸ سلنه ټپیان د پاکستان امنیتي ځواکونه دي. دغه راپور او د همدې ادارې د ۲۰۲۳ کال د مې د میاشتې د ۳۱ نیټې د راپور په ګډون څو نور راپورونه ښيي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کې ترهګریز فعالیتونه خورا زیات شوي دي. د مې میاشتې راپور په دغه هېواد کې د ځانمرګو بریدونو ۷۳ سلنه زیاتوالی ښوده، چې د ۲۰۲۳ کال تر پایه دغه بهیر دوام موندلی او په پاکستان کې د ځانمرګو بریدونو کچه ۹۳ سلنه لوړه شوې ده.

په پاکستان کې د ناامنیو او ځانمرګو بریدونو زیاتوالي د دغه هېواد د لنډمهالي حکومت لپاره یوه پلمه په لاس ورکړې چې له هغې نه په ګټه اخیستو افغان کډوال تر فشار لاندې راولي. د پاکستان د حکومت لخوا له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه د دغو کډوالو ملکیتونو اخیستل شوي او په ډله ییزه توګه اېستل شوي دي. د پاکستان لنډمهالي حکومت چې د امنیت په ټينګښت، د اقتصادي وضعیت په سمبالولو او پر خپل وخت د ټاکنو په ترسره کولو کې پاتې راغلی، له څو میاشتو راهیسې د عامه ذهنونو د اړولو لپاره د افغان کډوالو پر ضد په پراخه کچه تبیلغ کوي ​​څو د خلکو ذهنونه د کډوالو دا ډول اېستنې ته چمتو کړي. په همدې حال کې، هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې ژوند او کارکوي، یا هغه کسان چې له دې هیواده  لوېدیځو هیوادونو ته د کډوالېدو لپاره له دغه هېواده  د دهلیز په توګه کار اخلي، د پاکستان امنیت ته کوم ګواښ نه پېښوي. که کوم افغان په داسې پیښو کې لاس ولري، بې له شکه پخپله د پاکستان د حکومت محصول دی. دا ډول کسان په دوو کټګوریو شاملېږي: هغه کسان چې د دغه هیواد په دیني مدرسو کې زده کړې کوي (د ماین جوړولو او ځانمرګو بریدونو د روزنې په ګډون) او هغه کسان چې د پاکستان د پوځ او استخباراتو په پروګرامونو سره د طالبانو تر نامه لاندې روزل شوي.

ځانمرګی برید چې په افغانستان کې یې د کولو نوښت د طالبانو په لاس کې دی او دغه ډله رسمي ځانمرګی بریدګر لري، له پاکستانه افغانستان ته راوړل شوی دی. هغو طالبانو چې ځانمرګی برید کوي او یا یې ځان مرګي بریدونه کړي دي، تر ډېره  د ماینونو جوړول او د هغو د کارولو لارې چارې د پاکستان په دیني مدرسو کې زده کړې دي. په دغو مدرسو کې د دوی ماغزه وینځل شوي، چې ځانونه او نور بې ګناه خلک ووژني. اوس هم د طالبانو په کمپونو کې شپه او ورځ تر کنټرول لاندې دي، څو د اړتیا پر مهال  وژل کېدو ته ولېږل شي او له هر یوه سره یو شمېر کسان ووژني. له همدې امله په پاکستان کې د ځانمرګو بریدونو او ناامنیو زیاتوالی د دغه هېواد د حکومت د تګلارو محصول دی. دا له هیچا پټه نه ده چې د افغان طالبانو تحریک (د پاکستاني طالبانو د تحریک اصلي ملاتړی) د پاکستان د حکومت او پوځ له خوا جوړشو، وروزل شو او میدان ته راواستول شو. کله چې دغې ډلې ماتې وخوړه، نو د پاکستان قبایلي سیمو ته یې پناه یوړه. همالته د پاکستان د حکومت په لاسوهنې او مدیریت سره بیا راژوندۍ او تجهیز شوه او د افغانستان خونړي میدان ته راواستول شوه. اوس چې د افغان طالبانو یوه غړي د پاکستان په دېره اسماعیل خان کې ځان ته چاودنه ورکړې یا ټي ټي پي د افغانستان خاوره او د افغان طالبان ځواکونه د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د بریدونو لپاره کاروي، باید د پاکستان پالیسي جوړوونکي او سیاستوال دې فکر ته وهڅوي چې د افغانستان او سیمې پر وړاندې خپل چلند بدل کړي. د پاکستان د سولې د مطالعاتو د انسټیټیوټ نوی راپورهم ښيي چې تر ټولو زیات بریدونه په خیبر پښتونخوا ایالت او ورپسې په بلوچستان ایالت شوي دي. په دغو دوو سیمو کې افغان طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنېدو مخکې مرکزونه او پټنځایونه لرل. د بلوچستان په مرکز کې د کوټې شورا او په خیبر پښتونخوا کې د پېښور شورا د طالبانو د مشرتابه اصلي مرکزونه وو.

که پاکستان خپلو اوسنیو امنیتي تګلارو ته دوام ورکړي، نو دا هیواد به تر دې هم ناامنه شي او نور راپورنه به هم د  ځانمرګو بریدونو او چاودنو د زیاتوالي خبره کوي. په قبایلي سیمو کې د حکومت له کنټروله بهر د مدرسو د جوړولو او د ترهګرۍ د ملاتړ په تګلارې سره د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه نه کیږي. دا مدرسې چې په ښکاره ډول ځانمرګي او غیر ځانمرګي جنګیالي روزي، د زده کونکو ماغزه وینځي او د ماینونو جوړولو او کارولو لارې چارې ورزده کوي، باید تر څارنې او کنټرول لاندې ونیول شي یا په بشپړه توګه وتړل شي. د پاکستان حکومت باید د ترهګرۍ او ځانمرګو کاروبار پای ته ورسوي. په تېرو دوو لسيزو کې چې کله طالبانو په پاکستان کې خپلې ځانمرګي ډلې روزلې او ساتلې، وخت ناوخته د ترهګرو ډلو ترمنځ د ځانمرګو بريدګرو د پېر او پلور په تړاو خبرې کېدې. اوس هم چې د ځانمرګو ځواکونو کمپونه په افغانستان کې دي او د طالبانو د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو له خوا مدیریت کیږي، د دغو ځانمرګو ځواکونو پېر او پلور ممکن دی. له همدې امله، تر څو چې په پاکستان کې د ځانمرګو مدرسې په ازاده توګه فعاليت ولري او په افغانستان کې د ځانمرګو کمپونه په رسمي ډول موجود وي، د «ځانمرګي» ناوړه ښکارنده به له منځه ولاړه نه شي. دا انسان وژونکې ښکارنده پر خپلې شاوخوا برید کوي او ځینې وختونه خپل څښتن ته هم زیان رسوي.

زموږ په سیمه کې د ترهګرۍ په کاروبار کې ډېر هېوادونه او ډلې ښکېلې دي. د ایران د سپاه پاسداران له خوا د افغان طالبانو د ځانمرګو بریدګرو د استخدام په تړاو هم راپورونه ورکړل شوي دي، چې که سم وي، د دې کاروبار لمن به پراخه کړي. د ځانمرګو د سوداګرۍ پراخول پخپله د سوداګرو لپاره هم غیر ارادې پایلې لري. اسلام اباد او تهران ته په ۲۰۲۳ کال کې د ځانمرګي بریدګر رسیدل، د دغه کارو بار یوه غیر ارادې پایله کېدای شي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ځمکې د مالکیت پر سر شخړه؛ په کابل کې د طالبانو یوه جنګیالي دوه وروڼه ووژل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لوګر کې یو قومي مشر په وسله‌وال برید کې ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.