• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۲ تله ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په هرات کې د غلاوو زیاتوالی؛ هېوادوال د سر او مال د امنیت له نشتوالي شکایت کوي

ګندم ګندم
۲۳ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶ [t_time:1784035483]

د هرات یو شمېر اوسېدونکي په دغه ښار کې د غلاوو له زیاتېدو شکایت کوي. دوی وايي چې د مالونو پر غلا کېدو سربېره، د خلکو د سر خوندیتوب هم له سخت ګواښ سره مخ شوی دی. د دوی په وینا، دغه وضعیت د دغه ولایت په اوسېدونکو کې پراخې اندېښنې رامنځته کړې دي، په ځانګړې توګه کله چې د کور او کارځای ترمنځ تګ راتګ کوي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په ځلونو ادعا کړې چې په افغانستان کې یې بشپړ امنیت ټینګ کړی او جنايي جرمونه یې د پام وړ کم کړي دي.

 په هرات ښار کې د یوه رسټورانټ کارکوونکی احمد (مستعار نوم) چې په دې وروستیو کې یې موټرسایکل غلا شوی، وايي: «ما په ډېرې خوارۍ کار کړی و څو دا موټرسایکل واخلم، خو په څو شېبو کې مې له لاسه ووت. اوس کار ته په تګ راتګ کې له ستونزو سره مخ یم او مجبور یم اضافي لګښت ورکړم. هغه څه چې ما ډېر اندېښمن کوي، دا دي چې سړی نه پوهېږي په دغه ښار کې یې شتمني په کوم ځای کې خوندي ده. کله چې داسې پېښې کېږي، خلک نور نه د امنیت پر ادعاوو باور لري او نه د سر او مال د امنیت احساس کوي.»

د هرات ښار د اوومې ناحیې اوسېدونکی مهراد (مستعار نوم) هم وايي چې څو ورځې وړاندې غلو د هغه موټر د ده د سترګو پر وړاندې یووړ. هغه وايي چې دا پېښه په ډېره لږه موده کې وشوه او ده ونه شوای کړای د هغې مخه ونیسي.

د هرات دغه اوسېدونکی وايي: «کله چې سړی د خپلې شتمنۍ له لاسه وتل په خپلو سترګو ویني او څه یې له دسه نه کېږي، نو د ناامنۍ احساس کوي. اوس ان په هغه سیمه کې چې ژوند کوم، د پخوا په څېر د ارامۍ احساس نه لرم.»

مهراد زیاتوي چې د داسې پېښو دوام د دې لامل شوی چې خلک د پخوا  پرتله د امنیت احساس له لاسه ورکړي او په پوره ډاډه زړه په ښار کې تګ راتګ ونه کړای شي.

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په تر ټولو وروستۍ پېښه کې وسله‌والو کسانو د هرات ښار د درب ملک په سیمه کې پر «بهار مارکېټ» برید کړی، د دغه مارکېټ ساتونکی یې وژلی، زوی یې ټپي کړی او د شپږو دوکانونو مالونه یې له ځان سره وړي دي. د راپورونو له مخې، غلو چې ملکي جامې یې اغوستې وې، په پیل کې ځانونه د طالبانو د استخباراتو ځواکونه معرفي کړي وو.

دغه راز په وروستیو ورځو کې یوه کس چې چاقو یې په لاس کې و، د هرات ښار کې د یوې مېرمنې ځیرک ټلیفون غلا کړی دی. دې پېښې ګڼې اندېښنې راپارولې او په ټولنیزو شبکو کې یې ډېر غبرګونونه راوپارول.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په ځلونو ادعا کړې چې په افغانستان کې یې امنیت ټینګ کړی او د جنايي جرمونو رامنځته کېدو لارې چارې یې له منځه وړې دي؛ خو هېوادوال د جنايي جرمونو او وسله‌والو غلاوو زیاتېدو ته سخت اندېښمن دي او وايي چې سر او مال یې خوندي نه دي.

یو شمېر هېوادوال د غلاو او جنايي جرمونو پر پراخېدو د اندېښنې په څرګندولو سره ټینګار کوي چې د کاري فرصتونو نشتوالی، سخته بېوزلي، دوامداره بېکاري او د طالبانو تر کنټرول لاندې دولتي ادارو کې د وړتیا نشتوالی د غلاوو د زیاتېدو اصلي لاملونه دي. د دوی په وینا، طالبان په دولتي ادارو کې یوازې هغه کسان پر دندو ګوماري چې په دغې ډلې پورې تړلي وي او په خصوصي سکتور کې هم کاري فرصتونه له ګڼو محدودیتونو سره مخ دي.

بلخوا، د دوی په وینا، د ښځو پراخې بېکارۍ د بېوزلۍ او لوږې ستونزه لا پسې زیاته کړې او په ټولنه کې د اقتصادي ستونزو د ډېرېدو لامل شوې ده. اخوا، دوی ادعا کوي چې په طالبانو پورې ځینې تړلي کسان په دغو غلاوو کې لاس لري، د غلو ملاتړ کوي او یا پخپله په مستقیمه توګه په وسله‌والو غلاوو لاس پورې کوي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغان کډوالو د اېستلو دوام؛ پرون نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.