د کابل یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو له لوري د نیول شویو غلو له بېرته خوشې کېدو شکایت کوي. دوی وايي، نیول شوي کسان له لنډې مودې وروسته خوشې کېږي او بېرته خپلو جرمي فعالیتونو ته دوام ورکوي. د دوی په وینا، دا کسان طالبانو ته د پیسو د ورکړې په بدل کې خوشې کېږي او په ځینو مواردو کې ان په دغې ډلې پورې تړلي کسان هم په مستقیم یا غیرمستقیم ډول په غلاوو کې لاس لري.
اوسېدونکي زیاتوي، په ځلونو یې غله پخپله نیولي او د طالبانو ځواکونو ته یې سپارلي دي، خو دا کسان له لږ وخت وروسته بېرته خوشې شوي دي. د دوی په وینا، یو شمېر غلو له خوشې وروسته هغه کسان ګواښلي چې د هغوی په نیولو کې یې رول درلود او له هغوی سره یې شخصي دښمنۍ پیل کړې دي.
دا اوسېدونکي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، په ځینو مواردو کې غله د طالبانو په ملګرتیا په پلان شوي ډول د شتمنو خلکو کورونه په نښه کوي او غلا شوي توکي خپلو کې وېشي. د دوی په وینا، که د طالبانو چارواکي د غلا له عاملانو او د هغوی د خوشې کولو د زمینې له برابروونکو سره جدي او څرګند چلند ونه کړي، په پلازمېنه کې به د جرمونو کچه لا پسې لوړه او د خلکو ترمنځ به د ناامنۍ احساس ډېر شي.
د کابل اوسېدونکی حسن په لنډه موده کې د طالبانو له خوا د غلو د بېرته خوشې کېدو په تړاو اندېښنه څرګندوي. هغه وايي طالبان د خلکو د سر او مال مسوول دي، خو د امنیت د ټينګښت پر ځای پخپله په ځینو غلاو کې لاس لري. هغه ټینګار کوي د داسې ملاتړ د نشتوالي په صورت کې عام خلک نه شي کولای د طالب ځواکونو د ګزمو او د امنیتي کمرو له نصبولو سره سره، په اسانۍ سره غلاوې وکړي.
د کابل دا اوسېدونکی زیاتوي: «څو ورځې وړاندې زموږ د ګاونډي په کور کې غلا وشوه. د سیمې خلک وتوانېدل چې دوه غله ونیسي او طالبانو ته یې وسپاري، خو له دوو میاشتو په لږه موده کې دا کسان بېرته خوشې شول. له هغې وروسته، زموږ ګاونډی د هماغو غلو له خوا ګواښل کېده او مجبور شو د خپل ځان د ساتنې لپاره ایران ته لاړ شي. د غلا د دوسیو د څېړلو بهیر هم له ځنډ او ګډوډۍ سره مل دی او په ډېری مواردو کې څرګنده پایله نه ترلاسه کېږي.»
د کابل بل اوسېدونکی ساحل وايي، هغه هم د طالبانو له خوا د غلو له نیول کېدو وروسته د څو تنو د بېرته خوشې کېدو شاهد و. هغه زیاتوي معلومه نه ده چې دا نیول شوي کسان ولې په لنډه موده کې خوشې کېږي او غلاوو ته دوام ورکوي.
ساحل وايي: «موږ نه پوهېږو په حوزو کې څه روان دي؛ غل نیسي او بېرته یې خوشې کوي. زه د څپلۍ پلورلو کراچۍ لرم او هره ورځ له ۱۰ تر ۱۵ پورې کسان راځي او وايي چې غلو یې څپلۍ وړې دي. نن هم پنځه کسان راغلل چې څپلۍ ترې غلا شوې وې. که غلو ته فرصت ورکړل شي، بیا غلا کوي. ما پخپله لیدلي چې په حوزه کې یې غل ونیو خو بېرته یې خوشې کړ.»
د کابل بل اوسېدونکی عتیقالله ادعا کوي چې د طالبانو ځینې امنیتي حوزې په ځینو غلاوو کې لاس لري. هغه وايي غله د حوزو د دننه کسانو په همکارۍ د شتمنو خلکو کورونه په نښه کوي او غلا شوي مالونه په خپلو کې وېشي.
د کابل دا اوسېدونکی زیاتوي: «غله په بېلابېلو سیمو کې د شتمنو خلکو کورونه څاري او غلا ترې کوي. څه موده وړاندې یې د یو صراف کور ولوټه او په دې پېښه کې د طالبانو ځینې اړوند کسان هم شامل وو. صراف ته یې ګواښ وکړ که غږ پورته کړې، ماشوم دې وژنو. له همدې امله هغه خپل شخصي کور پرېښود او د استوګنې په یوه بلاک کې ژوند کوي څو خوندي پاتې شي.»
د کابل بل اوسېدونکی ګلآغا وايي په ښار کې غلاوې په بېساري ډول زیاتې شوې دي او خلکو خپله پخوانۍ ارامتیا له لاسه ورکړې ده. هغه زیاتوي طالبان دغو قضیو ته پوره پاملرنه نه کوي او د هېوادوالو شکایتونو ته لازم رسیدهګي نه کېږي.
د کابل دا اوسېدونکی زیاتوي: «په کابل کې خلک له غلاوو تر پوزې راغلي دي، په ځانګړې توګه په دشت برچي او نورو شیعه مېشتو سیمو کې. که دا بهیر دوام ومومي، ښايي ښار بشپړ چور او چپاول ته ورسېږي. ان د شپې مهال له اتو بجو وروسته څوک د ګرځېدو جرات نه کوي.»
طالبانو پر کابل له بیا واکمنېدو وروسته، په ځلونو په ټول افغانستان او په ځانګړې توګه په پلازمېنه کې د «تلپاتې امنیت» د ټينګولو خبرې کړې دي. خو په کابل کې د وسلهوالو غلاوو زیاتوالي دا ادعاوې تر پوښتنې لاندې راوستې دي.
د اوسېدونکو په وینا، په ډېری مواردو کې وسلهوال غله له خلکو وسایط لکه موټر، موټرسایکل او موبایلونه غلا کوي او د مقاومت په صورت کې قربانیان ټپيانوي او کله ناکله یې ان وژني.
خو طالبان په خپلو ویناوو او اعلامیو کې لا هم پر امنیت ټینګار کوي او د داسې پېښو رامنځته کېدل ردوي یا یې کماهمیته ښيي.
له دې سره هممهاله د «۲۰۲۵ کال د سولې د نړیوال شاخص» راپور هم د افغانستان د امنیتي وضعیت په تړاو اندېښمنوونکی تصویر وړاندې کوي. د دغه راپور پر بنسټ، افغانستان لا هم د نړۍ د تر ټولو ناکراره هېوادونو په ډله کې دی او په سویلي اسیا کې تر ټولو ناکراره او په نړۍ کې پنځم ناامنه هېواد پېژندل شوی دی. د خوندیتوب او امنیت په برخه کې افغانستان د ۱۶۳ ځای په خپلولو سره په نړۍ کې په تر ټولو وروستي ځای کې راغلی او په دغه هېواد کې د سولې کچه ۰.۲۸ سلنه کمه شوې ده. پر دې سربېره، افغانستان د کړکېچنو په شاخصونو کې هم تر ټولو بده نمره (له ۵ څخه ۵) تر لاسه کړې ده.


