• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د څېرو څارنه، پر فکر محدودیتونه؛ طالبان څنګه پوهنتونونه له علمي رسالته لېرې کوي؟

نیما نیما
۲۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791801179]
social media

social media

یو شمېر محصلان په پوهنتونونو کې د طالبانو د محتسبانو، د دعوت او ارشاد کمېټو او د دې ډلې د فرمانونو او حکمونو د پلي کېدو د څارنې د کمېټو له ورځ تر بلې زیاتېدونکو فشارونو شکایت کوي. دوی وايي، په هممهالي توګه د طالبانو درې بېلابېلې برخې د محصلانو او استادانو پر څېرو او جامو څارنه کوي. د دوی په وینا، د دې وضعیت دوام پوهنتونونه له علمي چاپېریالونو د طالبانو پر جهادي مدرسو بدل کړي دي. دغه محصلان همداراز وايي چې د اسلامي ثقافت مضمون د تدریس ساعتونه د پخوا پرتله زیات شوي او د دې مضمون ډېره برخه د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون او د حنفي فقهې پر بنسټ اسلامي عقاید جوړوي.

د بېلابېلو پوهنتونونو یو شمېر محصلان د طالبانو له سخت‌ګیرۍ او هغو پراخو فشارونو تر پوزې راغلي چې پر جامو، څېرو او د تدریس پر څرنګوالي یې راوستي دي. دوی وايي، د دې وضعیت دوام به پوهنتونونه د طالبانو د ایډیالوژیکو سرتېرو د جلب او جذب پر مرکزونو بدل کړي. د دوی په وینا، د لوړو زده‌کړو په بنسټونو کې د دعوت او ارشاد کمېټو، د فرمانونو او حکمونو د پلي کېدو د څارنې د مسوولانو او د طالبانو د محتسبانو حضور او پر استادانو او محصلانو د هغوی څارنې دغو بنسټونو ته سخت زیان رسولی دی.

دغه محصلان زیاتوي چې ان د دوی خوندیتوب او انساني کرامت هم تر پوښتنې لاندې راغلی دی. د دوی په وینا، د طالبانو محتسبان او جنګیالي هر کله چې کوم محصل د دوی د خوښې خلاف چلند وکړي یا یې څېره د هغوی خوښه نه شي، په بېلابېلو لارو یې سپکوي او توهینوي. دوی ټینګار کوي چې دې وضعیت د ډېرو محصلانو لېوالتیا کمه کړې او ان ځینې یې دې ته اړ کړي چې پوهنتون پرېږدي.

د کابل پولي‌تخنیک پوهنتون محصل احمد (مستعار نوم) وايي: «پخوا مو د اسلامي ثقافت دوه مضمونونه لوستل، خو اوس څلور مضمونونه لولو. د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت دا امر کړی دی. پخوا مو یوازې اسلامي سیاسي نظام او اداري نظام لوستل، خو اوس د قانون او عقایدو بحثونه هم زیات شوي دي. د قانون په برخه کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون تدریسېږي او د عقایدو په برخه کې یوازې د حنفي مذهب په اړه خبرې کېږي، بس.»
دغه محصل وايي، د طالبانو محتسبان هم وخت ناوخته، له مخکېني خبرتیا پرته، د رسمي درسي ساعتونو پر مهال ټولګیو ته ننوځي، د تدریس بهیر دروي او د محصلانو د ږېرو، وېښتانو او جامو په اړه خبرې کوي.

احمد زیاتوي: «د پوهنتون په انګړ کې هم د دوی څارنیز تدابیر سخت دي. که کوم محصل خولۍ ونه لري، د هویت کارت یې اخلي او که د هویت کارت ونه لري، موبایل یې ترې اخلي. بیا ورته وايي چې د پوهنتون ریاست ته ورشي او ژمنه وکړي چې له دې وروسته به له خولۍ پرته نه ګرځي.» د هغه په وینا، د طالبانو د محتسبانو ترڅنګ، د هبت‌الله د فرمانونو او حکمونو د پلي کېدو د څارنې او د دعوت او ارشاد د کمېټو غړي هم محصلان او استادان تلاشي کوي او په دوامداره توګه یې څاري. دوی ټولګیو ته ننوځي او د پوهنتون په انګړ کې هم د محصلانو ږیرې، وېښتان او جامې ګوري.

سدیس (مستعار نوم) چې یو بل محصل دی او په پوهنتونونو کې د طالبانو د فشارونو په اړه اندېښنه لري، وايي چې د دې وضعیت دوام به پوهنتونونه ان تر اوسني حالت هم خراب کړي او په بشپړه توګه به د طالبانو پر جهادي او عقیدتي مرکزونو بدل شي. د هغه په وینا، له محصلانو او استادانو سره اوسنی چلند د څېړنې ازادي او د تخصصي څانګو تدریس هم تر پوښتنې لاندې راوستی دی. هغه وايي، استادان هم له اوسني وضعیت ناهیلي شوي او ډېری یې د خپل ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره اړ شوي چې پر ځان سانسور ولګوي، دا شرایط وزغمي او چوپ پاتې شي.

دغه محصل زیاتوي: «تاسو وینئ چې په نړۍ کې مصنوعي ځیرکتیا په څومره چټکۍ پرمختګ کوي او د نړۍ په پوهنتونونو کې څه روان دي؛ خو موږ ساعتونه د طالبانو د محتسبانو تر لښکر لاندې کېنو او د هغو مسایلو په اړه خبرې کوو چې له ماشومتوبه مو زده کړي دي. هر مسلمان پوهېږي چې څنګه اودس وکړي او خپل لمونځونه ادا کړي. موږ رښتیا هم له اوسني وضعیت څخه تر پوزې راغلي یو. که خپلې خبرې لنډې کړم، ویلای شم چې په افغانستان کې د پوهنتونونوکمبله ټوله شوې ده او که د طالبانو دا ډول فشارونه دوام وکړي، دا ځایونه به نور د علم لپاره ګټور نه وي.»

د تخار پوهنتون محصل شمس (مستعار نوم) وايي، محصلان په پوهنتون او لیلیه کې د طالبانو د محتسبانو او د دعوت او ارشاد کمېټې د غړو له چلند او کړنو ستړي شوي دي. د هغه په وینا، د حاکم وضعیت له امله محصلان نه د ورځې په پوهنتون کې او نه هم د شپې په لیلیه کې ارام لري او ډېری یې له زده‌کړو ناهیلي شوي دي.

دغه محصل وايي: «د طالبانو د دعوت او ارشاد مسوول مولوي مفکر نږدې هره شپه د محصلانو د خونو دروازې ټکوي او هغوی ځوروي. لیلیه د ارام، درس او مطالعې ځای دی، خو اوس د وېرې، فشار او ځورونې پر ځای بدله شوې ده.»

تر دې وړاندې هم محصلانو او استادانو د سپکوونکو چلندونو، د طالبانو له لوري د هغوی پر څېرو او جامو د دوامدارې څارنې او د دې ډلې د عقیدتي درسونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه. د دوی په وینا، د طالبانو تر واک لاندې پوهنتونونه د څېړنې د زمینې برابرولو او د انتقادي فکر د پیاوړتیا پر ځای پر داسې چاپېریالونو بدل شوي چې د دې ډلې د محتسبانو اطاعت پکې پر علمي فعالیتونو سیوری غوړولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ۸صبح ورځپاڼې د یوه پخواني راپور موندنې ښيي چې د کابل پوهنتون د درسي نصاب د جوړولو لپاره د طالبانو د علماوو وروستۍ کمېټې د دغه پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو له ښوونیزو پروګرامونو د درسي کتابونو او درسي رسالو ۹۶ سرلیکونه لېرې کړي وو. د دغه لېست یوه کاپي چې د ۸صبح ورځپاڼې لاسته رسیدلې وه، د دې ښودنه کوله چې د کتابونو دغه پراخ حذف تر ډېره د بشري علومو پوهنځي او په ځانګړي ډول د ټولنیزو علومو، حقوقو او سیاسي علومو او ښکلو هنرونو پوهنځي په نښه کړي وو.

د فلسفې او لوېدیځو نظریو، معاصرو ټولنیزو علومو، سیاسي او رسنیزو شننو، ټولنیزو نیوکو، سینمایي او هنري سرچینو، انګلیسي کتابونو او بهرنیو پوهنتوني سرچینو اړوند مضمونونه له درسي نصابه ایستل شوي وو. له دې سره همممهاله، طالبانو د ۱۹۴عنوانه کتابونه د اصلاح او بیا کتنې په شرط تایید کړي وو.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.