طالبان: امریکایان دې د داعش په ګټه کمپاین بند کړي

۸صبح، کابل: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، په افغانستان کې د داعش ډلې جنګیالیو د شمېر په اړه د امریکایی چارواکو څرګندونې، له حقیقت سره سمون نه لري او امریکا باید په دې برخه کې کمپاین ودروي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا خبره نن جمعه (وری۴) په خپل ټویټر پاڼه لیکلې ده.
هغه وويل: «په دې مسئله کې د امريکايي چارواکو لېوالتيا او همدا راز د هغوى لاسوهنه، له داعش ډلې سره همکاري او د هغوى په ګټه کمپاين دی، چې بايد ودرول شي.»
مجاهد ادعا کړې، چې داعش تر پخوا ډېر «ټکیدلی» دی.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) مشر جنرال مایکل کوریلا ویلي و چې د داعش خراسان څانګه به په شپږو میاشتو کې، د امریکا په خاوره کې، د بریدونو د تنظیم او ترسره کولو وس ولري.
له بلې خوا، په افغانستان کې د داعش ډلې د خراسان څانګې لخوا، د بلخ د والي داوود مزمل په ګډون پر یو شمېر طالب چارواکو له وروستیو هدفي بریدونو وروسته، ملیټری ډاټ کام هم په یوه مقاله کې لیکلي، چې د مزمل وژنه په افغانستان کې د طالبانو په لیکو کې، د داعش د نفوذ پیاوړتیا، په ګوته کوي.