۸صبح، کندهار: په کندهار کې سرچینې وايي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر مامورانو په دغه ولایت کې ښځې د غاښونو له کلینیکونو څخه اېستلې دي.
سرچینو چهارشنبه د تلې پر ۲مه، وویل چې طالبانو کلینیکونو ته امر کړی چې نور دې نارینه ډاکټران د ښځو درملنه نه کوي.
سرچینو زیاته کړې چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ماموران د غاښونو پر کلینیکونو او مراجعه کوونکو ښځو څارنه کوي او د ناروغانو د درملنې بهیر د هغوی تر کنټرول لاندې دی.
تر دې وړاندې هم، د ښځو پر روغتونونو، کلینیکونو او روغتیايي مرکزونو ته د لاسرسي په تړاو د محدودیتونو راپورونه خپاره شوي وو او اوس دا محدودیتونه د غاښونو د درملنې څانګې ته هم غځېدلي دي.


