په افغانستان کې یو شمېر خبریالان د خپلو مسلکي فعالیتونو پر وړاندې د محدودیتونو او ګواښونو پر زیاتوالي اندېښنه څرګندوي. دوی وايي، سانسور، نیول کېدل، ګواښونه او د خبریالانو د ملاتړ او د هغوی د شکایتونو د څېړلو لپاره د خپلواک بنسټ نشتوالی، د رسنیو کاري چاپېریال تر پخوا لا سخت کړی دی. د دوی په وینا، طالبانو د سانسور په لګولو او د وېرې او ګواښونو د فضا په رامنځته کولو سره د رسنیو د فعالیتونو لمنه محدوده کړې ده. دوی ټینګار کوي چې دا ډول چلند نه یوازې د رسنیزو فعالیتونو ازادي تر پښو لاندې کوي، بلکې د خبریالانو بنسټیز حقونه هم نقضوي.
خبریاله شهناز (مستعار نوم) د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د خبریالانو له سخت وضعیته شکایت کوي. د هغې په وینا، خبریالان له جدي ستونزو، لکه سانسور، نیول کېدو او ګواښونو سره مخ دي.
دغه خبریاله وايي: «په افغانستان کې خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ دي؛ له سانسور، ګواښونو او نیول کېدو نیولې، اطلاعاتو ته د لاسرسي تر محدودیتونو، امنیتي او اقتصادي فشارونو او د شکایتونو د څېړلو لپاره یې د خپلواکې مرجع تر نشتوالي پورې. خو ښځینه خبریالانې له لا سختو محدودیتونو او فشارونو سره مخ دي. په افغانستان کې خبریالان د حقیقت د ازاد بیانولو له حقه بېبرخې دي او اړ دي چې د طالبانو د غوښتنو او لارښوونو له مخې خبرې وکړي او راپورونه چمتو کړي.»
خبریال ناصر (مستعار نوم) وايي، په افغانستان کې خبریالان له ګڼو ستونزو او ننګونو، په ځانګړې توګه له اقتصادي ستونزو، اطلاعاتو ته د لاسرسي له محدودیتونو او د خبریالانو د حقونو د ملاتړ او دفاع لپاره د یوې مرجع له نشتوالي سره مخ دي.
دغه خبریال وايي: «د نړیوالو بنسټونو ملاتړ او همکاري کولای شي په افغانستان کې د خبریالانو د ستونزو په هواري په ځانګړې توګه د هغوی د حقونو په دفاع او د اقتصادي ستونزو په څېړلو کې اغېزناک رول ولوبوي. دغه بنسټونه کولای شي له حکومتونو سره په همکارۍ د ملاتړ د میکانېزمونو د رامنځته کولو او د خبریالۍ د ودې او پرمختګ لپاره د مناسب چاپېریال د برابرولو زمینه برابره کړي.»
خبریاله عایشه (مستعار نوم) وايي، په ځینو سیمو کې خبریالان د راپورونو د چمتو کولو پر مهال له اداري محدودیتونو او د طالبانو د امنیتي ادارو ترمنځ د همغږۍ له نشتوالي سره مخ دي. د هغې په وینا، خبریالان د پېښو د پوښښ او راپورونو د چمتو کولو لپاره اړ دي چې د طالبانو له هرې امنیتي حوزې جلا لیکلې اجازه ترلاسه کړي یا له مخکې ورسره همغږي وکړي؛ هغه څه چې د رسنیزو فعالیتونو بهیر ستونزمنوي.
دغه خبریاله وايي: «که څه هم ښايي په ځینو مواردو کې خبریالان له ګواښونو سره هم مخ شي، خو زما په اند، اوسمهال لویه ننګونه د طالبانو د امنیتي ادارو او خبریالانو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی دی. تر ټولو مهمه دا ده چې د خبریالانو د فعالیتونو لپاره قانون او روښانه چوکاټ نشته.»
خبریال احمد (مستعار نوم) وايي، طالبانو له خبریالانو د مایکروفونونو په اخیستو، د سانسور په لګولو او د وېرې او ګواښونو د فضا په رامنځته کولو سره د رسنیزو فعالیتونو پر وړاندې پراخ محدودیتونه لګولي دي؛ هغه وضعیت چې د ده په وینا، د خبریالانو د حقونو او ازادیو ښکاره نقض دی.
دغه خبریال وايي: «په افغانستان کې خبریالان هره شېبه د نیول کېدو، ګواښل کېدو او له خپلو مسلکي فعالیتونو څخه د محرومېدو له خطر سره مخ دي. د طالبانو له پوښتنو ګروېږنو او چلند څخه د وېرې له امله نه شو کولای د ډېرو پېښو او خبرونو پوښښ وکړو. مایکروفون د خبریال وسله ده؛ کله چې دا وسیله ترې واخیستل شي، نو بیا خبریال ته څه پاتې کېږي؟»
د رسنیو فعال امید (مستعار نوم) وايي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې خبریالان له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د هغه په وینا، د طالبانو له واکمنېدو او پر خصوصي بنسټونو، په ځانګړې توګه د رسنیو پر فعالیتونو د محدودیتونو له لګولو وروسته، د خبریالانو اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې خراب شوی دی. په دې لړ کې، ګڼې ښځینه خبریالانې په کور کېنول شوې دي او هغه لږ شمېر چې لا هم په رسنیو کې فعالیت کوي، اړ دي چې له بېلابېلو اندېښنو او محدودیتونو سره سره خپلو کارونو ته دوام ورکړي.
دغه د رسنیو فعال وايي: «د ګڼو خصوصي رسنیو د تړل کېدو یا په جبري ډول د فعالیتونو درولو له امله ډېر نارینه خبریالان هم بېکاره او په کور کېنول شوي دي. له بلې خوا، هغه خبریالان چې لا هم په رسنیو کې کار کوي، د میاشتنیو معاشونو په بدل کې چې ډېر لږ دي، خپلو دندو ته دوام ورکوي. له یوې خوا، د هغو رسنیو مالي سرچینې چې پخوا پر بهرنیو مرستو متکي وې، پرې شوې دي او له بلې خوا، ځینې هغه رسنۍ چې ښه مالي وضعیت لري، د خبریالانو له ستونزمن وضعیت او مجبورۍ په ګټې اخیستو، هغوی په خورا لږو معاشونو ګوماري.»
دا په داسې حال کې ده چې د بېپولو خبریالانو سازمان د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده د ۳۲ نورو کسانو او بنسټونو ترڅنګ د رسنیو د ازادۍ د «دښمنانو» په کلني نوملړ کې شامل کړی دی.
دغه سازمان د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د «رسنیو د ازادۍ د دښمنانو» تر سرلیک لاندې د ۳۳ کسانو او بنسټونو نوملړ خپور کړی دی.
د بېپولو خبریالانو سازمان دغه نوملړ په پنځو برخو، سیاسي، امنیتي، حقوقي، اقتصادي او ټولنیزو برخو وېشلی او د طالبانو مشر یې د دې نوملړ په سیاسي برخه کې شامل کړی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د دفتر مشرې رباب فاطمې هم د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د خبریالانو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده. فاطمې زیاته کړې چې د هغو خبریالانو امنیت، چې خپل ژوند یې د حقیقت موندلو ته ځانګړی کړی، باید په افغانستان او ټوله نړۍ کې لومړیتوب ولري.


