یو شمېر هېوادوال وايي طالبانو په ټولنیزو شبکو کې د نجونو په نومونو او عکسونو بېلابېل اکاونټونه جوړ کړي دي او د دغو اکاونټونو له لارې د دغې ډلې په ګټه تبلیغات او د هغوی له کړنو دفاع کوي. د هغوی په وینا، دا اکاونټونه ډېری وخت هغه مهال فعالېږي کله چې د طالبانو د ظلم، تېري، وژنې، فساد او نورو کړنو په تړاو راپورونه خپرېږي او د دغو اکونټونو کارونکي هڅه کوي دا موارد توجیه کړي یا د طالبانو منتقدان په نښه کړي. دا هېوادوال همداراز وايي د جعلي اکاونټونو پر جوړولو سربېره، د طالبانو استخباراتي او امنیتي ادارې د سلګونو یوټیوب کانالونو مالي ملاتړ هم کوي او په ځینو مواردو کې د دغو کانالونو پرمخ وړونکو ته موضوع ټاکي څو د طالبانو د نظر وړ لیدلوري منعکس کړي. په همدې حال کې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی معین وايي د مستعارو نومونو او جعلي اکاونټونو کارول د «دروغ ویلو او د خلکو د تېرایستلو» د دوام لپاره د طالبانو د هڅو یوه برخه ده. د هغه په وینا، دا طریقه له واقعیتونو د انکار، سانسور او له عامه افکارو سره د لوبې لپاره کارول کېږي.
د رسنیو فعال نعمتالله (مستعار نوم) وايي، پر طالبانو د نیوکو په مواردو کې په ځلونو له داسې اکاونټونو او ادرسونو سره مخ شوی دی چې د دغې ډلې په دفاع کې فعالیت کوي، خو ادبیات او د بیان طریقه یې طبیعي نه ښکاري او د جعلي یا دیکتې شویو متنونو نښې پکې لیدل کېږي.
د رسنیو دا فعال وايي: «ما شخصاً په ډېرو مواردو کې لیدلي چې د طالبانو په تړاو د یوې انتقادي موضوع په غبرګون کې د دغې ډلې دفاع کوونکي اکاونټونه او ادرسونه داسې ادبیات او د بیان سبک کاروي چې طبیعي او معمول نه وي. د هغوی له ژبې او د لیکنې له بڼې انسان پوهېدلی شي چې د دغو مطالبو ډېره برخه جعلي یا دیکتې شوې ده.»
د نعمتالله په وینا، د دغو اکاونټونو د پام وړ برخه د ښځینه نومونو او هویتونو په کارولو فعالیت کوي. هغه زیاتوي چې له دغو اکاونټونو ځینې یې د نجونو د نوم او عکس په کارولو له طالبانو دفاع کوي؛ حال دا چې په پاڼو کې یې داسې عکسونه خپرېږي چې د هغه په وینا، د ښځو لپاره د طالبانو له لوري له منل شویو محدودیتونو او معیارونو سره اړخ نه لګوي.
د رسنیو دا فعال وايي د دغو نومونو ډېری برخه ریښتینې نه ده او د دغو اکاونټونو فعالیت هم تر ډېره مقطعي وي. د هغه په وینا، دا اکاونټونه معمولاً هغه مهال فعالېږي کله چې له طالبانو سره اړونده یوه موضوع جنجالي یا د بحث وړ شي او د بحث له سړېدو وروسته، د هغوی فعالیت هم ودرېږي. هغه زیاتوي: «کله چې د هغوی پاڼو ته ورشئ، معمولاً مشخص او دوامدار فعالیت نه لیدل کېږي؛ مګر دا چې د هغه څه په اړه یې مطلب شریک کړی وي چې خپله یې د طالبانو لاسته راوړنې بولي.»
یو ځوان پرویز (مستعار نوم) وايي، طالبانو په ټولنیزو شبکو کې د نجونو په نومونو او عکسونو اکاونټونه جوړ کړي دي چې له دغې لارې د دغې ډلې په ملاتړ ادعاوې او تبلیغات خپرېږي.
د هغه په وینا، دا اکاونټونه تر ډېره هغه مهال فعالېږي کله چې د طالبانو د ظلم، تېري، وژنې، فساد یا نورو کړنو په تړاو راپورونه خپرېږي. هغه وايي د دغو اکاونټونو پرمخ وړونکي په داسې مواردو کې هڅه کوي د طالبانو کړنې توجیه کړي یا له دغې ډلې دفاع وکړي.
دا ځوان وايي: «کله چې زه شخصاً د ایکس، فېسبوک، انسټاګرام او ټیک ټاک په ګډون ټولنیزو شبکو ته سر ورښکاره کوم، له داسې اکاونټونو سره مخ کېږم چې د نجونو په نومونو او پروفایلونو جوړ شوي دي او جعلي تبلیغات، د امنیت د ټينګښت او د اقتصادي ودې اړوند ادعاوې خپروي. دا اکاونټونه ډېری هغه مهال فعالېږي کله چې یوه مهمه موضوع، لکه ظلم، تېری، وژنه یا یوه اقتصادي پروژه مطرح شي. تر هغو پوسټونو لاندې چې ازادې رسنۍ، خپلواک خبریالان او له افغانسانه بهر رسنۍ یې خپروي، حضور پیدا کوي او له طالبانو دفاع کوي یا د دغې ډلې کړنې توجیه کوي.»
د دغه ځوان په وینا، ان په افغانستان کې د ځینو مشهورو ښځینه یوټیوبرانو په نومونو هم په ټولنیزو شبکو کې اکاونټونه جوړ شوي او له دغو اکاونټونو د طالبانو په ادارو پورې اړوند ویدیوګانو او تبلیغاتي منځپانګې د خپرولو لپاره ګټه اخیستل کېږي.
پرویز زیاتوي: «دا کار د خلکو په سترګو کې د خاورو شیندلو لپاره دی. خلک نن د طالبانو د حکومت د لومړۍ دورې په څېر نه دي؛ د خلکو پوهه زیاته شوې او د دغې ډلې دروغجن تبلیغات او جعلي کړنې ښه تشخیصولای شي.»
یوه بله مېرمن شراره (مستعار نوم) وايي د ښځینه نوم او هویت په کارولو سره د جعلي اکاونټونو پر جوړولو سربېره، د طالبانو استخباراتي او امنیتي بنسټونه هم د انلاین تبلیغاتو په برخه کې فعالیت لري. د هغې په وینا، دا بنسټونه د سلګونو یوټیوب کانالونو مالي ملاتړ کوي او په ځینو مواردو کې د دغو کانالونو پرمخ وړونکو ته مشخصه تګلاره او لید لوری ورکوي څو د طالبانو د خوښې وړ مطالب او لیدلوري منعکس کړي.
دا مېرمن وايي: «دا سمه ده چې طالبانو د ښځینه نومونو او پروفایلونو په کارولو سلګونه کارونکي اکاونټونه جوړ کړي او له دې لارې هڅه کوي د ځان یوه بېله بڼه وښيي. زه خبره یم چې دا ډله له رسنیو، خبریالانو او هنر سره له مخالفت سره سره، په دې وروستیو کې د رسنیو پر اهمیت او اغېزناکتوب پوهېدلې ده. افغان ښځینه خبریالانې ان د طالبانو په ناستو کې د حضور اجازه نه لري، خو په مقابل کې د لوېدیځو رسنیو د خبریالانو هرکلی کوي او هغوی ته د پوښښ او حضور فرصت ورکوي.»
خبریاله نرګس (مستعار نوم) وايي، په ټولنیزو شبکو کې د ښځو په نوم او هویت یو شمېر جعلي اکاونټونه فعالیت کوي چې د هغې په وینا، د طالبانو له خوا اداره کېږي او د دغې ډلې لپاره د یوې تبلیغاتي وسیلې په توګه کارول کېږي.
دا خبریاله وايي: «دا اکاونټونه کولای شي له طالبانو د ټولنیز ملاتړ د کچې د یوه غیرواقعي تصویر د رامنځته کولو وسیله وي. داسې فعالیتونه کېدای شي د دې لامل شي چې یو شمېر مخاطبان داسې فکر وکړي ښځې او نجونې په پراخه کچه د طالبانو له پالیسیو او کړنو ملاتړ کوي؛ حال دا چې دا اکاونټونه د ټولنې د ریښتیني لیدلوري منعکسوونکي نه دي.»
نرګس زیاتوي: «موږ پوهېږو چې د طالبانو له خوا محدودیتونه، د ښځو ځپل او د ټولنیزو فعالیتونو محدودېدل تر کومې اندازې پراخ دي. د منتقدانو پر وړاندې د بریدونو، په مجازي فضا کې د طالبانو د مخالفینو د ځپلو او د ازادې مباحثې د محدودولو لپاره د داسې اکاونټونو کارول کولای شي د کاروونکو په منځ کې د وېرې فضأ خپره کړي. د نن ورځې په معلوماتي فضا کې د روایت کنټرولول او په ټولنیزو شبکو کې عامه افکارو ته بڼه ورکول د سیاسي بهیرونو په یوې مهمې وسیلې بدل شوي دي.»
په همدې حال کې د پخواني حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین عبدالمنان شیوای شرق وايي د مستعارو نومونو او جعلي اکاونټونو کارول د هغه څه د دوام لپاره د طالبانو د هڅو یوه برخه ده چې دی یې «دروغ ویل او د خلکو تېر اېستل» بولي. د هغه په وینا، دا بڼه او کړنلاره د واقعیتونو د انکار، سانسور او له عامه افکارو سره د لوبې لپاره کارول کېږي.
ښاغلی شرق زیاتوي: «د افغان ولس پر وړاندې د طالبانو افسون او چل ول نوې موضوع نه ده. دا ډله د خپلو موخو د پرمخ وړلو لپاره له بېلابېلو لارو چارو او چل وله ګټه اخلي. دا عمل له عامه افکارو سره لوبه ده. افغان ولس په ځلونو ښودلې چې د طالبانو له کړنو ناخوښه دی او کله نا کله د دغه انحصارګر رژیم د ړنګېدو په تمه وي. هغه څه چې طالبانو د ټولنې د واقعیتونو د پټولو لپاره د نقاب په توګه کارولي، له جعل او دروغو پرته بل څه نه دي او په افغانستان کې له شته واقعیت سره هیڅ اړخ نه لګوي.»
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د دغې ډلې د ارتباطي ستراټیژۍ ماهیت په بنسټیز ډول بدلون موندلی دی. طالبان چې پخوا پر ترځمکې لاندې رسنیو او مذهبي خطبو متکي وو، اوس یې یوه ډیجیټلي تبلیغاتي دستګاه فعاله کړې ده چې په سټراټیژیک ډول له ټولنیزو پليټ فارمونو، په ځانګړي توګه له ایکسه ګټه اخلي.
تر دې وړاندې ۸صبح ورځپاڼې د یوې څېړنې پر بنسټ راپور خپور کړی و چې په هغه کې د طالبانو د انلاین نفوذ له ستراتیژۍ سره له اړوندو ۱۲۰ لومړنیو مشکوکو روباټونو ۷۸ اکاونټونه څېړل شوي وو. دغې څېړنې د ژبنیو الګوګانو، هویتی تناقضاتو، د چلند له مخې د معلوماتو او د هممهالو فعالیتونو په تحلیل سره، د روایتي فضا د کنټرول په ځانګړي توګه د طالبانو پر وړاندې له منفي تبلیغاتو سره د مقابلې په برخه کې د یوه همغږي کمپاین له شتوالي پرده پورته کړې وه.


