اسلام‌اباد کې د طالبانو سفارت: د کراچۍ له زندانونو ۵۲۴ افغان پناه‌غوښتونکي ازاد شول

۸صبح، کابل: پاکستان کې د طالبانو سفارت د کراچۍ له زندانونو د ۵۴ ښځو او ۹۷ ماشومانو په ګډون د ۵۲۴ افغان پناه‌غوښتونکو د ازادۍ خبر ورکړی دی.

دغه سفارت شنبه د مرغومي پر اوولسمه د یوه ټویټ په خپرولو لیکلي، چې دغه پناه‌غوښتونکي نن افغانستان ته روان شوي دي.

د ویلو ده، چې په وروستیو ورځو کې پاکستان ګڼ شمېر افغان پناه‌غوښتونکي د اقامت اسنادو د نه لرلو له امله نیولي او زنداني کړي دي.

په وروستي مورد کې سرچینو شنبه د مرغومي پر اوولسمه ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې د پاکستان پولیسو د اسدالله سلطاني په نوم یو افغان خبریال نیولی دی.

د سرچینو په وینا سلطاني په حیدراباد ښار کې د پاکستاني پولیسو د پلټنې په تمځای کې نیول شوی دی.

ورته لیکنې

Back to top button