۸صبح، کابل: خبرې سرچینې په کابل کې ولسي جرګې تلوېزیون د ۴۶ کارکوونکو د ګوښه کولو خبر ورکوي.
یوې خبرې سرچینې شنبې د زمري په پنځلسمه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې طالبانو د ولسي جرګې تلوېزیون له ۵۶ کارکوکو، ۴۶ یې ګوښه کړي او پر ځای یې خپل کسان ګمارلي دي.
د سرچینې په وینا، دا کسان د طالبانو د چارو ادارې د مطبوعاتو رییس مولوي ریحان په حکم ګوښه شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې په تازه مورد کې طالبانو د ولسي جرګې آمر احمد سیرظاهر له دندې ګوښه او پر ځای یې محمد عارف عزیزي چې د دوولسم ټولګي فارغ دی، ګمارلی دی.
سرچینه وايي، محمد عارف عزیزي له دې مخکې ددې ټلویزیون په پینځم بست کې دنده لرله او ددې شبکې له کارکوونکو سره په ناوړه چلند هم تورن دی.
طالبانو تراوسه ددغو ادعاوو په هکله څه نه دي ویلي.
د ویلو ده چې پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره دې ډلې د مرکز او ولایتونو په یو شمېر ادارو کې د رییسانو او مدیرانو په ګډون یو شمېر کارکوونکي ګوښه او پر ځای یې نوي کسان ګمارلي دي.