پر افغانستان له د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د دې ډلې یو له مهمو وزارتونو دی چې مسوولانو یې د طالبانو د واکمنۍ د بنسټونو د ټینګولو او په خلکو کې د طالبانو د ایډیالوژۍ د خپرولو لپاره اقدامات په پام کې نیولي دي. د هغوی د کار تګلاره دا ده چې دغه وزارت د جمعې د لمانځه د خطبې متن چمتو کوي او د جمعې د لمانځه خطیب له هغه هاخوا د څه ویلو حق نه لري. دا متنونه په داسې ډول چمتو کیږي چې د طالبانو نظریه او دریځ پیاوړی کوي او ورځني مسایل د طالبانو له رسمي لید لوري سره سم بیانوي. دغه راز د جمعې د لمانځه په خطبو کې د «اسلامي امارت» د پایښت او بقا او د ملا هبت الله د ساتنې او بري لپاره دعاګانې کیږي، په ځینو نورو اسلامي هیوادونو کې ورته کار دود دی.
طالبان کلک هوډ لري چې د خپل نظام د بنسټ د ټینګولو او هغه ته د مشروعیت ورکولو لپاره له جوماتونو نه تر ټولو ډيره ګټه واخلي. هغوی هيڅکله چا ته اجازه نه ورکوي چې د جوماتونو له منبرونو نه پر شته وضعیت نيوکې وکړي او که څوک د دغه کار جرأت وکړي نو خامخا به له پرېکنده او پيښمانوونکي چلند سره مخ شي. طالبان د جوماتونو او منبرونو پر ارزښت پوهیږي او نه غواړي چې د جمهوري نظام تېروتنه تکرار کړي او خطیبانو ته اجازه ورکړي چې په ازاده توګه خپل نظر څرګند کړي. د جمهوریت په وخت کې، د جوماتونو خطیبانو سره له دې چې د خپل خطابت د کار په بدل کې له دولته پیسې اخیستي، په آزاد ډول یې د هغه مشروعیت له پوښتنې سره مخ کاوه او پر واکمن نظام یې تر ټولو سختې نیوکې کولې او په دې توګه یې د خلکو ذهنونه د جمهوریت پر ضد جوړول. له هغې مودې راهیسې چې طالبان واک ته رسیدلي نو هڅه یې کړې چې خپل مشهور ملايان او وتلي قوماندانان په بېلابېلو جوماتونو کې د خطیبانو په توګه وټاکي او پخواني ملايان له صحنې لېرې کړي. اوس د جوماتونو له دریځه د اختلاف غږ نه شي اورېدل کيدای.
په دې لړ کې هغه پېښې چې په دې ورځو کې د افغانستان په پلازمینه کې د لیدو وړ دي، د ښاري پرګنو پر وړاندې د طالبانو مقام په ښه توګه څرګندولای شي. له کله راهیسې چې طالبانو ملایان د خپل امیرالمؤمنین لپاره دعا کولو ته اړ کړي دي، د کابل ښار په جوماتونو کې د جمعې د لمانځه پر مهال د پخوا په پرتله ګڼه ګوڼه کمه شوې او په تېره بیا په دغو لمونځونو کې د ځوانانو حضور د پخوا په پرتله کم شوی دی. ظاهراً ځینې خلک د جمعې لمانځه ته په نه ورتګ سره له طالبانو او د هغوی له مشر نه خپله کرکه او نفرت بیانوي. خلک نه غواړي چې ملا هبت الله ته په دعا سره د جمعې د لمانځه معنویت زیانمن شي. ښکاره ده چې دا پریکونونه وضعیت نه بدلوي، خو خلک د یوه ظالم او بې رحمه حکومت پر وړاندې تر دې اخوا نور څه ترسره کولای شي. د دې احتمال شته چې طالبان زور ته مخه کړي او د قهریه ځواک په کارولو سره خلک د جمعې لمونځونو ته ورتګ ته اړ کړي.
د جمعې د لمانځه ادا کول او د خطبې وړاندې کول ۱۴۰۰کاله لرغونتیا لري. د حضرت محمد له وخته تر نن ورځې پورې مسلمانان په دې ورځ راټولېږي او د امام له خطبې وروسته په ډېره پرتمینه توګه د جمعې لمونځ ادا کوي. په اسلام کې د جمعې د خطبې پر اهمیت ډېر ټینګار شوی دی. قرانکریم هغه خلک غندي چې د خدای د رسول د وینا پر مهال له جوماته وتلي وو او په سوداګرۍ او راکړه ورکړه بوخت شوي وو. خلفای راشدینو به خپلې مهمې خبرې د جمعې په خطبو کې له خلکو سره شريکولې. وروسته نورو واکمنانو هم د جمعې په لمانځه کې ګډون کاوه او معمولاً به واکمنانو په خپله وینا کوله او د خطبې پر مهال به يې خپلې تګلارې بيانولې او د جمعې امامت به يې کاوه. ښکاره خبره دا ده چې د جمعې لمونځ په پرلپسې توګه له سیاست سره کلک تړاو لرلی دی.
د جمعې د لمانځه له لویو غونډو نه د ټولنې د پرمختګ او اصلاح لپاره ګټه اخیستل کیدای شي. د جمعې مراسم یوه اونیزه غونډه ده، چې هره جمعه په هر ځای کې ترسره کیږي او پر ورځینو مسایلو د خبرو او په ټولو برخو کې د ټولنې د وضعیت د ښه کېدو لپاره د لنډ مهالو او اوږدمهالو تګلارو د طرحه کولو فرصت برابروي.
افغاني ټولنه هغه ټولنه ده چې دین یې د هویت یو بنسټ دی. له همدې امله مذهبي عبادات او مراسم په دې ټولنه کې ځانګړی اهمیت او ځای لري او له پامه غورځول کیدای نه شي. له دې ټولو سره سره، د دې لپاره چې دا مراسم د وخت له غوښتنې سره همغږي شي او ډیر اغېزناک وي، اړینه ده چې ځینې ټکي پکې پام کې ونیول شي.
یوه له هغو کمزورتیاوو چې د جمعې خطبو ته یې لاره پیدا کړې او یوه نامطلوب لوري ته یې بیولي، په هغو کې د سیاست شتوالی دی. په ټوله کې، ویناوال هڅه کوي چې له سیاسي ځواک سره همغږي وي او ورسره په ټکر کې رانه شي. همدا وجه ده چې پر منبرونو ناست علماء د ټولنې له ټپونو او دردونو سره نا اشنا دي او د هغوی انديښنې د هغو پر ګنو انديښنې نه دي چې د بې وزلۍ او ظلم تر کړاوونو لاندې شپې او ورځې تېروي. بې دلیله نه ده چې موږ وینو، هغه خبرې چې هغوی یې کوي، د ټولنې له واقعي ستونزو سره دومره تړاو نه لري. د جمعې د لمانځه خطبې د حکومت لخوا چمتو کیږي او ټولو خطیبانو ته د متحدالمال په توګه ورکول کیږي. کله چې د خطبې محتوا دولتي شي، طبیعي ده چې د خلکو د غوښتنو او هیلې څرک به پکې نه وي.
د جمعې د خطبو بله نیمګړتیا د محتوا کمزورتیا او کمښت دی. ډیری هغه کسان چې د جمعې د لمانځه امامت پر غاړه اخلي، هغه خلک دي چې په علمي توګه له دیني لارښوونو سره بلد نه دي او د دې کار لپاره د حکومتونو لخوا ټاکل شوي. پر دې سربېره ، دغه کسان د وخت له پرمختګونو نه خبر نه دي او د معاصر افکارو په تړاو پر څه نه پوهیږي. البته، تل د سرغړونې موردونه شته. له دود او نویتابه(مدرنیتې) دواړو سره نه بلدتیا کله ناکله د کرکې او زړه توروالي د صحنې د رامنځته کېدو لامل کیږي او د ټولنیزو شبکو کاروونکو ته د تفریح لپاره سوژه په لاس ورکوي.
ډېرو خلکو ته د جمعې خطبې په زړه پورې نه دي او دوی یې یوازې د خپل دیني مکلفیت له امله اورېدل واجب ګڼي. په دې کلونو کې مې له لسګونو کسانو نه پوښتلي دي چې آیا ستاسو لپاره د جمعې په لمانځه کې د علماوو د خطبو اورېدل په زړه پورې او جالب دي؟ مطلق اکثریتو هغوی د خطبو له منځپانګې شکایت درلود او له هغو یې د بېزارۍ خبره کوله. په دې ورځو کې د جمعې د لمانځه خطبې د مکرراتو په تکرار او هغو خبرو پورې محدودې شوې چې په منسوخې نړۍ پورې اړوند دي او په معاصرې ټولنې پورې تړاو نه لري.
دلته په زړه پورې خبره دا ده چې پر منبرو ناست کسان د دوی د خبرو اورېدو ته د خلکو اهمیت نه ورکول، د خلکو د اخلاص نشتوالی او نه لېوالتیا ګڼي او ټولنه په انحراف، ګمراهۍ او په ګناهونو اخته کېدو تورنوي. حال دا چې هغه لامل چې تر نورو عواملو او لاملونو ډير د جمعې د لمانځه له خطبو د خلکو د مخ اړولو لامل کیږي، د خطیبانو ناسم فعالیت دی.
په خطبو کې بله ستونزه دا ده چې ځینې خطیبان په خورا ډیرو احساساتو سره خبرې کوي او دا جذبه د خطبې پر محتوا اغېز کوي او د عوامیتوب رنګ ورکوي. هغوی هوډ لري چې په داسې ډول خبرې وکړي چې هم واکمنان خوښ کړي اوهم عام خلک ترې نه ناراضه نه شي. دغه کار پر رسۍ تګ ته ورته دی چې ډيری مهال له ماتې سره مل وي. خطیب باید دا ټکی په پام کې وساتي، چې د هغه د وینا اورېدونکي د بېلابېلو فکري او معیشتي برخو خلک دي. د اوریدونکو پیژندل د وینا وال لپاره یو اصلي لومړیتوب دی. نو باید مناسبه ژبه او بیان او مناسبه موضوع وټاکل شي.
په دې ورځو کې هغه خبرې چې د مکي د جامع جومات امام مولوي عبدالحمید یې د جمعې د لمانځه په خطبه کې کوي، ډېر اورېدونکي لري. هغه د دغه منبره په استفادې سره وتوانید چې په ایران کې له وروستي غورځنګ سره ملګری شي او د دغه غورځنګ د ځینو پلویانو ویاند ورګرځي. که څه هم پر مولوي عبدالحمید د طالبانو د بیا واکمنېدو په لومړیو ورځو کې له دې ډلې نه د پراخ ملاتړ له امله نیوکې وشوې، خو هغه نیوکې چې وروسته یې د طالبانو د ښوونیزې او تحصیلي تګلارې په اړه وکړې دا په ډاګه کوي چې هغه که چېري پر خپلو تېروتنو پوه شي، پر خپلو پخوانیو دریځونو بیا کتنې ته چمتو دی.
د مولوي عبدالحمید بېلګه دا ثابتوي چې د جوماتونو منبر هم په مثبت او هم په منفي اړخونو کې کارېدلی شي. د مولوي عبدالحمید په څېر خلک ورنه د خلکو د حقونو د تامین او د مظلوم د دفاع لپاره کار اخلي او بله ډله دنیوي انعامونو ته ترجیح ورکوي او د دیکتاتورانو او استبدادي نظامونو خدمت کوي.د افغانستان اکثره ملایان اوس په دويمه کټګورۍ کې دي. مسأله هغه وخت زیاتیږي کله چې دې موضوع ته پام وکړو، چې د خدای دین چې عام تصور دا دی چې د خلکو د دردونو او رنځونو د کمولو لپاره رالیږل شوی، د فشار، ځپلو او د وېرې د خورولو وسيله ګرځي. دا هغه څه دي چې د خلکو په منځ کې د دین حیثیت ته د زیان رسېدو او د خلکو د باور د کمزورې کېدو لامل کيږي.