۸صبح، کابل: کابل کې د طالبانو والي ویلي، چې له دغې ډلې سره مخالفت حرام دی او مخالفان يې واجب القتل دي.
په کابل کې د طالبانو والي مولوي ندامحمد ندیم په یوه ویډیو کې چې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي، د نظام مخالفان په مرګ ګواښلي دي.
هغه د مقاومت جبهې فعالیتونو ته په اشارې سره وايي، چې له دې جبهې سره مقابله طالبانو ته «فریضه» ده.
تر اوسه مشخصه نه ده، چې کابل کې د طالبانو والي دا څرګندونې څه وخت کړې؛ خو طالبانو له څو میاشتو راهیسې د خپلو مخالفانو پر وړاندې پراخ اقدامات کړي دي. دغې ډلې د خپلو مخالفانو له نیولو، ربړولو او تر سر پرې کولو پورې له اقداماتو مخ نه دی اړولی.





