• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په زابل کې د بشري مرستو په وېش کې د طالبانو لاسوهنه؛ اړمن کسان بې‌برخې پاتې کېږي

۸صبح، زابل ۸صبح، زابل
۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791468196]

د زابل ولایت یو شمېر کورنۍ وايي، طالبان د بشري مرستو د وېش په بهیر کې په پراخه کچه لاسوهنه کوي او دغه مرستې د خپلو کورنیو غړو او خپلو نږدې کسانو ته رسوي. د زابل ولایت د مرکز کلات د اوسېدونکو په وینا، هغه کسان چې د مرستو د وېش مسوولیت لري، د طالبانو له وېرې اړ کېږي چې له دې ډلې سره همغږي وکړي او مرستې د اړمنو کسانو پر ځای هغو کسانو ته ورسوي چې مستحق نه دي.

د کلات ښار اوسېدونکی شیرمحمد زابلی وايي، هغه مرستې چې د اړمنو کسانو په نوم دغه ولایت ته رارسېږي، په سمه توګه نه وېشل کېږي. هغه وايي، د دغو مرستو د وېش په بهیر کې د طالبانو له لوړپوړو غړو نیولې تر ټیټ پوړو کسانو پورې په بېلابېلو کچو لاسوهنه کېږي او د ځان او خپلو نږدې کسانو لپاره د بشري مرستو د ترلاسه کولو زمینه برابروي.

ښاغلی زابلی وايي، خپله یې لیدلي چې د مرستو د وېش پر مهال د بشري مرستندویه ادارو کارکوونکي او د اړوندو کمېټو غړي داسې کسان د مرستو د ترلاسه کولو لپاره ثبتوي چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري.

د زابل دغه اوسېدونکی زیاتوي: «هر څومره مرستې چې د اړمنو کسانو په نوم راځي، یوازې نیمايي یې اړمنو کسانو ته وېشل کېږي او پاتې نور هغو کسانو ته ورکول کېږي چې واسطه لري.»

د مرستو د وېش کمېټه

په همدې حال کې، د زابل ولایت د اقتصاد ریاست یوې سرچینې چې نه یې غوښتل هویت یې څرګند شي، ۸صبح ته وايي چې ټولې بشري مرستې د طالبانو له غړو د جوړې شوې یوې ځانګړې کمېټې له لارې وېشل کېږي او دغه کمېټه اړمنې کورنۍ په ګوته کوي. د سرچینې په وینا، هره هغه اداره چې په زابل ولایت کې له خلکو سره مرسته کوي، له سروې او د اړمنو کسانو له پېژندلو نیولې، خلکو ته د مرستو  تر رسولو پورې ټول بهیر د ټاکل شوې کمېټې تر څارنې لاندې ترسره کېږي.

دغه سرچینه زیاتوي چې په هغې کمېټه کې چې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره کسان ټاکي، د طالبانو د اقتصاد ریاست یو استازی، د طالبانو د استخباراتو ریاست یو استازی، د طالبانو د والي د دفتر یو استازی، د دې ډلې د سکتوري ریاست یو استازی او د مرستندویه ادارې دوه استازي غړیتوب لري.

د سرچینې په وینا، هغه کمېټه چې طالبانو د مرستو د وېش د بهیر د څارنې او پرمخ بېولو لپاره جوړه کړې، ۹۰ سلنه غړي یې له طالبانو سره تړلي کسان دي او له همدې امله، ټولې مرستې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د طالبانو پلویان دي.

دغه سرچینه وايي: «د موسسو د هر ډول مرستو ټول بهیر د طالبانو تر کنټرول لاندې دی. د وېش پر مهال طالبان ټول واک په خپل لاس کې اخلي او کسان د خپلې خوښې له مخې ثبتوي.»

د زابل ولایت د خلکو لپاره د مرستو د وېش د کمېټې یو غړی وايي، د دغې کمېټې ټول غړي هڅه کوي چې په پخواني جمهوري نظام کې د دندې لرونکو کسانو ته اجازه ورنه کړي چې مرستې ترلاسه کړي. هغه وايي، په کمېټه کې څو ځله پر دې موضوع شخړې او لفظي ناندرۍ شوې دي؛ ځکه مرستندویه اداره له تبعیض پرته سروې ترسره کوي، خو په کمېټه کې د طالبانو پلوي غړي داسې کسان د مرستو د ترلاسه کولو لپاره ثبتوي چې یا د طالبانو د کورنۍ غړي وي او یا له دې ډلې سره تړاو ولري.

په زابل کې د مرستو د وېش د کمېټې دغه غړی وايي: «په جوړه شوې کمېټه کې اکثریت طالبان دی. موږ په سیمه کې څو ځله پر دې موضوع له یو بل سره بحث او ناندرۍ کړې دي چې د طالبانو پلوي کسان دغه مرستې هغو کسانو ته ورکوي چې یا په بشپړه توګه طالبان وي او یا داسې کسان وي چې ظاهري بڼه یې د طالبانو په څېر وي. هغه کسان چې زموږ په کمېټو کې غړیتوب لري، ټول د ریاستونو د رییسانو له خوا ټاکل شوي دي. له همدې امله، هغه مرستې چې موږ یې په سیمه کې وېشو، همدغه کسان یې کنټرولوي او د رییسانو امرونه هم پکې منل کېږي.»

په همدې حال کې، هغه کورنۍ چې اوس مهال په زابل ولایت کې ژوند کوي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، د بشري مرستو د وېش په بهیر کې د طالبانو پر لاسوهنې هم نیوکه کوي او وايي، لیدلي یې دي چې طالبان د اړمنو کسانو مرستې د خپلو خپلوانو او هغو کسانو ترمنځ وېشي چې د مرستو مستحق نه دي.

د کلات ښار اوسېدونکې بي‌بي زهرا چې د خپلو څلورو ماشومانو د ساتنې او د ژوند د لګښتونو د برابرولو مسوولیت پر غاړه لري، وايي په سخته بېوزلۍ کې ژوند کوي او د خپلو ماشومانو د مړولو لپاره کلیوال ورته وچه ډوډۍ ورکوي. هغه وايي، هغه مرستې چې د اړمنو کسانو په نوم دغه ولایت ته رارسېږي، د هغې په څېر د بېوزلو کسانو پر ځای د طالبانو د خپلوانو او نږدې کسانو ترمنځ وېشل کېږي.

دغه ښځه په افغانستان کې پر نړیوالو مرستندویو بنسټونو سخته نیوکه کوي او وايي، دغه بنسټونه خلکو ته د مرستو د رسولو پر بهیر کنټرول نه لري او ټول بهیر د طالبانو په واک کې دی.

هغه زیاتوي: «بېوزلو ته هېڅ شی نه رسېږي. درې میاشتې کېږي چې زما ژوند د ګاونډیانو په وچه ډوډۍ تېرېږي. کلیوال هره شپه ماته ډوډۍ راوړي، خو څه موده مخکې سره صلیب دلته مرستې وېشلې؛ زموږ د هېڅ یوه یې نوم ثبت نه کړ. زموږ په کلي کې یې داسې کسان ثبت کړل چې هېڅ یو یې د مرستو مستحق نه و.»

د زابل ولایت د شاه‌جوی ولسوالۍ اوسېدونکې ګل اختر وايي، په دې ولسوالۍ کې هم کله ناکله د طالبانو او بشري مرستندویه ادارو له خوا مرستې وېشل کېږي، خو د هغې په وینا، ټاکل شوې کمېټې دغه مرستې هغو کسانو ته ورکوي چې د طالبانو خوښ وي. هغه وايي، په ولسوالیو کې د ولایتونو د مرکزونو پرتله فساد ډېر دی؛ ځکه د طالبانو ولسوالان په مستقیم ډول د دغو مرستو په وېش کې لاسوهنه کوي او خپله ونډه ترې اخلي.

د شاه‌جوی دغه اوسېدونکې وايي: «هر ځای چې مرسته وېشل کېږي، که څوک شتمن وي او که بېوزلی، لومړی خپله برخه په پام کې نیسي. په ولسوالیو کې هر څه د طالبانو ولسولان اخلي. هغه کسان چې د بېوزلو د پېژندلو او ثبت لپاره راځي، هېڅ واک نه لري؛ ځکه ټول مسوولیت ترې اخیستل کېږي.

په زابل ولایت کې د یوې مرستندویه ادارې یو کارکوونکی هم ۸صبح ته تاییدوي چې په ډېرو مواردو کې مرستې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د هغوی پرتله په ټولنه کې ډېرې بېوزلې او اړمنې کورنۍ شته.

دغه کارکوونکی وايي، د کورنیو او بهرنیو موسسو هغه کارکوونکي چې اوسمهال په افغانستان، په ځانګړي ډول په زابل ولایت کې فعالیت کوي، د خپلو چارو د پرمخ بېولو لپاره اړ دي چې د طالبانو ډېرې غوښتنې ومني او د مرستو د رسولو بهیر د دې ډلې په واک کې ورکړي. هغه وايي، هر څومره چې د مرستو د وېش په بهیر کې د طالبانو لاسوهنه زیاته وي، په هماغه کچه د فساد احتمال هم لوړېږي.

هغه زیاتوي: «هره موسسه هڅه کوي هغه پروژه چې ترلاسه کړې یې ده، په سیمه کې په بریالیتوب پلې کړي. دې موخې ته د رسېدو لپاره هره موسسه خپل ټول واکونه د طالبانو سیمه‌ییزې ادارې ته سپاري. که داسې ونه کړي، بله ورځ د موسسې فعالیتونه له خنډ او ځنډ سره مخ کېږي. هر څومره چې له طالبانو سره تړلي بنسټونه په دې بهیر کې له موږ سره شریک شي، فساد هم ډېرېږي.»

په افغانستان کې د بشري چارو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو دفتر (اوچا) تر دې وړاندې ویلي وو چې د بشري مرستو د وېش په بهیر کې یې د لاسوهنې ۳۰ موارد ثبت کړي دي. دغه سازمان ویلي چې د روان کال له جولای تر سپټمبر پورې د بشري مرستو د وړاندې کولو په بهیر کې د لاسوهنې ۳۰ موارد ثبت شوي چې ۱۶ یې د پروګرامونو په پلي کولو کې د لاسوهنې، ۱۲ یې د کارکوونکو او تاسیساتو پر وړاندې د تاوتریخوالي او دوه نور یې د کارکوونکو د تګ راتګ او د توکو د لېږد د مخنیوي اړوند وو.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ارغند ورور: د طالبانو ښاروالۍ د «ارغند واټ» لیکدړه لرې کړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.