طالبانو په کونړ کې یو مخکینی پوځي وواژه

۸صبح، کونړ: کونړ ولایت کې سیمه‌ییزې سرچینې په دغه ولایت کې د طالبانو له خوا د یوه مخکیني پوځي د وژل کېدو خبر ورکوي.

سرچینې سه‌شنبه د لړم پر څلورویشتمه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې طالبانو د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې یو ځایي پولیس لومړی ربړولی او وروسته یې وژلی دی.

سرچینې زیاتوي، چې دغه مخکینی پوځي محب نومېده او د طالبانو له خوا خبرواترو ته بلل شوی و.

ویل کېږي، چې د دغه مخکیني پوځي مړی په جلال‌اباد ښار کې موندل شوی دی.

د ویلو ده، چې په تېره یوه میاشت کې دا د مخکیني حکومت درېیم پوځي دی، چې د طالبانو له خوا په خاص کونړ ولسوالۍ کې وژل کېږي.

ورته لیکنې

Back to top button