۸صبح، کابل: لغمان کې ځايي طالب چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د ملي امنیت رییس په یوې ترافیکي پېښه کې وژل شوی دی.
لغمان کې د طالبانو د سرپرست حکومت د والي ویاند صلاحالدین زاهد ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، د لغمان د ملي امنیت رییس مولوي الفت هاشمي یوې ترافیکي پېښه کې وژل شوی دی.
د زاهد په خبره، دا پېښه چهارشنبه د مرغومي پر پنځلسمه د لغمان ښار د «تګري» سیمې اوړند کې رامنځته شوې.
د لغمان د والي ویاند زیاته کړې، چې دې پېښه کې د ملي امنیت رییس پنځه ساتونکي هم ټپيان شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د ملي امنیت رییس د موټرو کاروان د دغه ولایت په ښار کې روان و.