افغانستان کې د طالبانو بیاځلې واکمنۍ له راتګ وروسته، په ټول هېواد کې د لوستو او نالوستو ځوانانو لپاره کاري فرصتونه صفر شوي او ګڼ شمېر ځوانانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
زابل ميشتي ځوانان وايي چې د اقتصادي ستونزو او کار نشتوالي له امله اړ دي چې پر قاچاقي لارو بهرنيو هېوادونو په ځانګړي توګه ايران او پاکستان ته لاړ شي.
د زابل ولايت يو اوسيدونکی حميدالله چې له شاوخوا شپږ مياشتو راهیسې په کار روزګار پسې ايران ته تللی دی، ۸صبح ته يې وويل چې د اقتصادي ستونزو او کار نشتوالي له امله مجبور شوی چې دغه هېواد ته لاړ شي.
نوموړی وايي، وروسته له هغې چې طالبان په افغانستان کې واکمن شول ورسره کاري فرصتونه په ټپه ودرېدل او دی اړ شو چې د کار لپاره پر قاچاقي لاره ايران هېواد ته لاړ شي.
هغه وايي، له کوم وخت راهیسې چې ايران ته تللی دی له دغه ولايت څخه ګڼو نورو ځوانان هم له نوموړي سره اړيکي نيولي او ترې غوښتي یې دي چې ايران ته پر قاچاقي لارو د تګ په برخه کې ورسره مرستې وکړي.
د حميدالله په خبره، له زابل ولايت څخه هره ورځ لسګونه لوستي اونالوستي ځوانان د اقتصادي ستونزو له امله پر سختو لارو ايران هېواد ته ځي.
ده وويل: «زه په ايران کې ژوند کوم، يو نيم کال کېږي ايران ته راغلی یم، اوس غواړم چې ترکيې ته لاړ شم، ځکه په افغانستان کې د کار زمينه نه ده برابره، زما سره دغه اوس هم هره ورځ زموږ د ولايت ځوانان په ټیلفون کې خبرې کوي وايي چې موږ ته لار راوښیه ترڅو موږ هم هلته درشو، په افغانستان کې کار نه شته، که چېرې کار موجود وي نو بیا دا دومره ځوانان څه شي کوي چې ايران هېواد ته لاړ شي.»
زابل ميشتی ۲۶ کلن ځوان وحيدالله بیا تر ۱۲ ټولګۍ پورې زدهکړي کړي وایي که څه هم طالبان هره ورځ ژمنه کوي چې لوستو ځوانانو ته په ادارو کې دوی کاري فرصتونه برابروي، خو وايي چې يو کال يې د طالبانو بېبلابېلو ادارو ته د کار لپاره مراجعه کړې، خو هغو يې هېڅ مرسته ورسره نه ده کړې.
نوموړی وايي چې که څه هم يې تر دولسم ټولګي پورې یې زدهکړې بشپړې کړي، خو وايي چې طالبانو په هره اداره کې خپل ملایان په دنده ګمارلي او عام خلکو ته د کار کولو چانس په لاس نه ورکوي.
هغه وايي، ايران ته پر قاچاقي لارو له نورو ستونزو سره سره ۵۰ زره افغانۍ لګښت ورباندې راغلی او اوس مهال نوموړی په ايران کې پر کار بوخت دی.
وحيدالله:«ما تر ۱۲ ټولګۍ زده کړي کړي، ۹ مياشتي کېږي ايران ته راغلی يم، په کار اخته يمه ځکه راغلمه چې په افغانستان کې د کار زمينه نه وه برابره دلته که څه هم ستونزه شته خو کار کوو لږې لږې پيسې هم په لاس راځي، په افغانستان کې ټولې ادارې د طالبانو په لاس کې دي، يو چا چې مدرسه نه وي لوستي، هغه ته د کار کولو چانس په لاس نه ورځي، په اوس وخت کې تر ټولو مهم شی مدرسه ده چې باید هره ځوان مدرسه ووايي بیا به کار هم ورته پيدا شي.»
د زابل ولايت يو شمېر نور اوسيدونکي بیا وايي چې ډير ځوانان د کار د نشتوالي ترڅنګ د طالبانو د محدوديتونو له امله هم بهرنيو هېوادونو ته ځي.
د دغه ولایت يو بل اوسیدونکی چې مونږ ورته د امنیتي ستونزو له امله مستعار نوم سيدولي انتخاب کړی دی وايي چې د طالبانو د محدوديتونو او کاري فرصتونو د نشتوالي امله يې پرېکړه کړې چې په قاچاقي لارو بهرنيو هېوادونو ته لاړ شي.
نوموړی پر طالبانو د نیوکې تر څنګ زياتوي چې په ادارو کې ټولې ګمارني د واسطو او روابطو پر اساس روانې دي.
دی وايي، له شاوخوا يوې مياشتي راهيسي يې هڅې پیل کړي دي چې په غيري قانوني ډول پاکستان او ياهم ايران هېواد ته لاړ شي.
سيدولي: «زه چې واسطه نه لرم ماته کارنه پیدا کېږي، هر ډول چې اوسي زه باید کور ته نفقه برابره کړمه، که کار راته پیدا نه شي زه مجبوره یم چې خارج ته ايران او يا پاکستان ته لاړ شم، کاشکي يوازې زموږ سره د کار غم وای، په يوه او بل پلنه مو طالبانو ځوروي، نه پوهېږو چې موږ څه کړو، يو ځای مو نه پريږدي کله وايي ږيرې مو خريلي، کله وايي تاسو غله ياست، بس چې يو تور وي هغه په موږ پسي تړل کېږي.»
زابلي ځوانان په داسي مهال د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله شکايتونه کوي چې څه موده مخکې د طالبانو د اطلاعات کلتور وزارت د ځوانانو چارو معين يونس راشد زابل ته د سفر پرمهال ويلي وو چې په افغانستان کې له د ۴.۵ ميليونه لوستو ځوانانو له جملي ۳.۵ ميليونه لوستي ځوانان اوزګار دي او دوی يوازې يو ميليون کسانو ته په خپلو ادارو کې د کار کولو زمينه برابره کړې ده.
هغه د پاتې ۳.۵ ميليونه لوستو ځوانانو ته د کاري فرصتونو پیدا کولو په برخه کې خپله ناتواني څرګنده کړه او ویې ویل چې دوی دومره وس نه لري څو يادو کسانو ته دې د کار زمينه برابره کړي.
د زابل ترڅنګ د افغانستان د ګڼو نورو ولايتونو څخه هم هره ورځ لسګونه ځوانان د کاري فرصتونو او د طالبانو د محدوديتونو له امله پر ناقانونه او قاچاقي لارو نورو هېوادونو ته ځي.