• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د طالبانو غچ‌اخیستنه؛ له هېواده بهر منتقدین افغانستان ته د راتګ پر مهال نیول کېږي

نیما نیما
۲۱ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1789198700]
AFP + Pexels

AFP + Pexels

ځینې هغه محصلان چې له ایرانه افغانستان ته راستانه شوي، وايي چې طالبانو دوی د دې ډلې پر ضد د تبلیغ په تور نیولي او بندیان کړي دي او یو شمېر یې لا هم د طالبانو په زندانونو کې دي. د نیول شویو کسانو شمېر معلوم نه دی، ځکه طالبان له هغو کسانو چې له زندانونو خوشې کوي، لیکلې ژمنه اخلي چې په دې اړه به څه نه لیکي او له رسنیو سره به هم خبرې نه کوي. له دې سره سره، یو هغه محصل چې د دې ډلې پر ضد د تبلیغ په تور افغانستان ته د سفر پر مهال څلور میاشتې بندي شوی، تاییدوي چې له څو نورو محصلانو سره یوځای بندي و.

طالبان په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې تل د هېوادوالو له لوري په غچ‌اخیستنه تورن شوي دي. دغه ډله هغه کسان نیسي، بندیانوي او شکنجه کوي چې د طالبانو پر حکومت نیوکه کوي. طالبانو په رسمي ډول هم اعلان کړی چې د دوی پر واکمنۍ نیوکه جرم ګڼل کېږي او د هېوادوالو د هر ډول مدني او سیاسي فعالیت مخه یې نیولې ده. دې ډلې خبرداری ورکړی چې هېڅوک په افغانستان کې د سیاسي او ټولنیز فعالیت حق نه لري.

یو له دغو محصلانو حسن (مستعار نوم) وايي چې د روان کال په پسرلي کې د اسلام‌ کلا په پوله کې د طالبانو د استخباراتو له لوري ونیول شو. هغه زیاتوي چې د طالبانو د استخباراتو ځواکونو لومړی هغه وځوراوه او شکنجه یې کړ او وروسته یې د دې ډلې محکمې ته ور وپېژانده. هغه ټینګار کوي چې د طالبانو محکمې د دې ډلې پر ضد د تبلیغ په تور هغه پر څلور میاشتې بند محکوم کړ او هغه ټوله موده یې په زندان کې تېره کړه.

دغه محصل زیاتوي چې طالبان په ټولنیزو شبکو کې د فعالو او د دې ډلې پر ضد د نیوکو کوونکو کسانو پر وړاندې سخت چلند کوي. د هغه په وینا، هغه کسان چې له هېواده بهر هم په ټولنیزو شبکو کې د طالبانو پر ضد فعالیت کوي، افغانستان ته د راتګ پر مهال پېژندل کېږي، نیول کېږي او شکنجه کېږي.

حسن وايي چې له ده سره هممهاله په زندان کې نور محصلان هم وو چې د دې ډلې پر ضد د تبلیغ په تور نیول شوي او بندیان شوي وو او تر اوسه خوشې شوي نه دي. د هغه په وینا، طالبان له ټولو هغو کسانو چې په دې تور یې نیسي، له خوشې کېدو وروسته ژمنه اخلي چې په دې اړه به څه نه لیکي او له رسنیو سره به خبرې نه کوي.

دغه محصل له هغو کسانو چې د طالبانو پر ضد لیکنې کوي، غواړي چې افغانستان ته بېرته راستانه نه شي؛ ځکه د هغه په وینا، شرایط ورته مناسب نه دي. هغه زیاتوي: «هغو کسانو ته چې افغانستان ته د راتلو هوډ لري، خبر ورکړئ چې هېڅکله دې نه راځي، ځکه نیول کېږي.» د هغه په وینا، طالبان له هر هغه چا غچ اخلي چې د دې ډلې پر وړاندې یې څه لیکلي وي.

دغه ځوان همداراز ټینګار کوي چې اوس مهال د طالبانو په حکومت کې د لوستو او تحصیل کړو کسانو لپاره هېڅ کاري زمینه نشته. د هغه په وینا، دغه ډله یوازې هغه کسان په دولتي ادارو کې جذبوي چې د جګړې او پوځي فعالیتونو مخینه ولري.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان تر دې وړاندې راپور ورکړی و چې طالبانو د دې ډلې د چارواکو پر وړاندې د رسنیو د نیوکو غږ چوپ کړی دی. د دغه سازمان په وینا، د طالبانو لارښوونو د هغو کسانو د مجازاتو زمینه برابره کړې ده، چې د دې ډلې مشرانو ته په سپکاوي تورنېږي؛ هغه سزاوې چې کېدای شي پکې په دُرو وهل یا بند شامل وي. دغه سازمان زیاته کړې چې طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې له ۲۰ ډېر داسې فرمانونه او لارښوونې صادرې کړې دي چې رسنۍ په جدي ډول محدودوي او ځپي. د بې‌پولې خبریالانو د سازمان په وینا، یو شمېر دغه لارښوونې د طالبانو د ادارو له لوري په شفاهي ډول رسنیو ته ابلاغېږي.

د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي ویلي چې د دې ډلې تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې سیاسي ګوندونو ته د فعالیت اجازه نشته او ان د ګوند د شتوالي یادونه هم جرم ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په غور کې سرچینو ویلي وو چې طالبانو د جمعې د لمانځه پر مهال د دغه ولایت اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې په ټولنیزو شبکو کې د خپل نظر د څرګندولو یا د دې ډلې د مخالفو مطالبو د خوښولو حق نه لري. طالبانو د غور هغو اوسېدونکو ته چې له هېواده بهر اوسېږي، هم خبرداری ورکړی چې که د دې ډلې د مخالفانو مطالب «لایک» کړي او «کامېنټ» پرې وکړي، خپلوان او د کورنۍ غړي به یې ونیول شي او بندیان به شي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ارغند ورور: د طالبانو ښاروالۍ د «ارغند واټ» لیکدړه لرې کړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.