۸صبح، کابل: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې په دوحه کې له امریکايي لوري سره ددې ډلې خبرې اترې روانې دي او د دواړو خواوو استازی وخت ناوخت سره ګوري.
هغه شنبې د لړم په څوارلسمه په کابل کې د یوې ناستې پرمهال وویل چې له نړۍ سره د ديپلوماتیکو اړیکو ټینګول د طالبانو لپاره یوه اړتیا او هدف دی او غواړي له امریکا سره هم ښې اړیکې جوړې کړي.
مجاهد زیاته کړه: «هر وخت چې د امریکا استازی راغلی، موږ تل له هغوي سره د اړیکو د ټینګولو او پياوړتیا خبره کړې، موږ هیله من یو چې دوی راشي او کرار کرار ښې اړیکې ټینګې او د دوي اندېښنې لیرې شي.»
د هغه په وینا، کله هم د امریکا دولت نوي استازي دوحې ته راځي او د طالبانو استازی هم هلته ورځي او د بېلابېلو مسایلو او د افغانستان دوضعیت په اړه بحث او د دوی پوښتنو ته ځوابونه ورکول کېږي.
مجاهد په دې اړه چې د طالبانو حکومت تراوسه د امریکا په ګډون هېڅ هېواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی وویل چې له هېوادونو سره ددې ډلې تعامل رسمي او دوه اړخیز دی.
هغه وویل: «زموږ د په رسمیت پېژندلو موضوع په یوه هېواد پورې ډېره اړه نه لري، د ملګروملتونو سازمان دی او هلته امریکا له ځینو هېوادونو سره یو لړ نزاکتونه لري.»
هغه زیاته کړه: «په عمل کې موږ هدف ترلاسه کړی، له هېوادونو سره تعامل دوه اړخیز او رسمي دی. دا چې ځینې هېوادونه نه اعلانوي، بېل بحث دی.»
دا په داسې حال کې دي چې رسنیو په دې وروستیو کې د روسیې د امنیت شورا د منشي له قوله رپوټ ورکړی چې طالبان او داعش د امریکا له خوا جوړ شوي دي.
له بلې خوا، روسیې په هغه ناسته کې چې ټاکل شوې څو ورځې وروسته ترسره شي طالبانو ته پکې د ګډون بلنه نه ده ورکړې. د مسکو په تېره ناسته کې، د طالبانو استازي برخه لرله.