د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، د افغان ژباړونکو د امنیت په اړه د اندېښنو له زیاتوالي وروسته طالبانو ډلې اعلام وکړ، چې دا ډله له ژباړونکو سره کار نه لري.
د طالبانو ډلې د هغی اعلامیې پر بنسټ چې د غبرګولي په ۱۷مه نېټه یې خپره کړې له هغو ژباړونکو چې د دې ډلې له وېرې هېواد پرېږدي غوښتي چې خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي. طالبانو زیاته کړې، په هغه صورت کې چې دا وګړي یو ځل بیا له بهرنیانو سره خپلو دندو ته دوام ورنه کړي د دوی له لوري ورته کوم خطر نشته.
طالبانو په ډاګه کړې، دغه وګړي به له هېڅ ډول ستونزې سره مخ نه شي او باید وېره ونه لري. طالبانو په دغه اعلامیه کې ویلي چې د بهرنیانو په راتګ سره ځینې وګړي دوکه شوي او د ژباړونکو، ساتونکو او په نورو برخو کې ددغو ځواکونو ترڅنګ درېدلي دي. طالبانو همدارنګه زیاته کړې چې دا ډول وګړي دې پر خپلو تېرو کړنو پښېماني وښيي او په راتلونکي کې دې دا ډول لاره چې له اسلام او هېواد سره خیانت بلل کېږي نه غوره کوي.
د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره هم مهاله د ژباړونکو د امنیت په اړه جدي اندېښنې راولاړې شوې دي. همداراز د ځینو رپوټونو له مخې، طالبانو هغه وګړي ګواښلي چې له بهرنیانو سره یې دندې ترسره کړې دي.