د سخت دریځو او ترهګرو ډلو له خوا د مجازي فضا کارول کومه نوې ښکارنده نه ده. له هغه وخته چې انټرنېټ د خلکو ژوند ته راغلی، دغو ډلو پکې خپل فعاليتونه پيل کړي او د وخت په تېرېدو سره یې په دې کار کې خپل مهارت زیات کړی دی. په مجازي فضا کې فعالیت څو اړخونه لري، یو پر اوسني وضعیت نیوکې، په تېره بیا په وروسته پاتې هېوادونو کې چې له ګڼو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، دویم د خلکو په منځ کې د افراطي افکارو او ایډیالوژۍ خپرول، درېیم د هغو کسانو جلب او جذب چې د افکارو او تبلیغاتو تر اغېز لاندې راځي، څلورم له مخالفینو سره په جګړه کې د خپلو بریاوو تبلیغ او په دې برخه کې د هغو کسانو د دریځ د بدلولو لپاره د خپل زور او ځواک ښودل چې د ګټې پالنې په روحیې سره ځواکمنو لورو ته لېوالتیا پيدا کوي.
په مجازي فضا کې د سخت دریځو ډلو فعالیت له پام وړ بریاوو سره مل پاتې شوی؛ ځکه د نړۍ له ګوټ ګوټ نه په زرګونو احساساتي او کم تجربه ځوانان د دغو ډلو په مخلصو سرتېرو بدل شوي، ځینې د داعش له لیکو سره، ځینې د القاعدې له لیکو سره او ځینې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو له لیکو سره یوځای شول. که څه هم افراطي ډلې لا دومره پیاوړې نه دي چې وکړای شي نړیوال معادلات بدل کړي او لا هم ستر لوبغاړي لکه امریکا، اروپا، چین، روسیه او د هغو متحد دولتونه د نړۍ په بدلونونو کې تر ټولو ټاکونکی رول لري. خو د سخت دریځو ډلو مخ پر زیاتیدونکي وده نیاتي جګړې زیاتولای او د اصلي ځواکونو کار اسانه کولای شي. تردې مهمه خبره هغه رول دی چې دغه ډلې یې د خپلو هېوادونو په برخلیک کې لري، ځکه د جګړې د اور په پراخولو، د امنیت او ټيکاو د ګډوډولو او د فرقه ییزو او توکمیزو تفرقو په زیاتولو سره د دغو سیمو د پرمختګ او پرمختیا مخه ډب کوي او د خلکو ژوند تر پخوا ستونزمنوي. د وروسته پاتې والي، بې وزلۍ ، محرومیت او نالوستۍ یو لوی لامل هغه شرایط دي چې د ترهګریزو فعالیتونو په پایله کې رامنځته کیږي.
په دې لاره کې ترهګرې ډلې یوازې نه دي، بلکې د هغوی سټراټېژیک ملاتړي یو شمېر بنسټپالي کسان او ډلې دي چې په ظاهره ځانونه له طالبانو، القاعدې او داعش نه جلا ګڼي او کله ان ځانونه منتقدین ښيي، خو د هغو افکارو په تروېج سره چې د ترهګرو ډلو ایډیالوژیک بنسټ جوړوي، له نورو افکارو سره په یرغلیز چلند او د دین او مذهب پر بنسټ د اسلامي ټولنو په دوه قطبي کولو سره د هغوی د جلب او جذب ښه زمینه برابروي. څیړنې ښیي چې د دغو ډلو د پام وړ شمېر جنګیالي لومړی د اخوان المسلمین، حزب التحریر، سلفیت او داسې نوروډلو تر اغیز لاندې وو او له یو څه پړاوونو وروسته د داعش او طالبانو په څیر سخت دریځو ډلو ته جذب شوي دي.
هغه څه چې د ګواښ کچه لوړوي او د ترهګرۍ خطر نور هم جدي کوي، له افراطیت او ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د اغېزناکو پروګرامونو نشتوالی دی، ځکه چې د مجازی نړۍ ډیری تولیدات په دې برخه کې بې ګټې دي او د دغو ډلو د تبلیغاتو په شنډولو کولو کې رول نه لري. ډیری ځواکونه چې د ترهګرۍ او افراطیت پراختیا ته اندېښمن دي، سټراټېژیک لید نه لري او خپله وړتیا له قومي او توکمیزو بحثونو نیولې تر سیاسي ناندریو پورې د اړخونو په حاشیوي دعوو ضایع کوي او دغه کار له ترهګرۍ سره یو ډول غیر مستقیمه مرسته ده چې په غیر قصدي ډول ترسره کیږي. د افراطیت په پراختیا کې د مجازی فضا رول ته باید جدي پام وشي او له ترهګرۍ سره د مبارزې پر ستراټېژي باید په بنسټيزه توګه بیا کتنه وشي؛ کنه نو دا اور به زموږ د خلکو کلتور، ادب او ژوند له منځه یوسي.