۸صبح، کابل: له هغې وروسته چې د طالبانو مشر خپلو کسانو ته د ځیرک مبایلونو او انټرنټ د کارولو د کمونې لارښونه وکړه، د لوېدیځ زون قول اردو خپلو کسانو ته امر کړی، چې له دې وروسته دې سمارټ مبایلونه نه کاروي.
د ۲۰۷ الفاروق قول اردو له لوري په رسمي لیک کې چې نن جمعه د غبرګولي پر ۶ رسنیو ته رسېدلې راغلي، له شنبې وروسته په کنډکونو کې هېڅ طالب نه شي کولای، ځیرک مبایل وکاروي.
په دغه لیک راغلي، د اړتیا پر مهال طالب ځواکونه کولای شي، له خپل قوماندان څخه له اجازې وروسته ځیرک مبایل وکاروي.
تر دې مخکې د طالبانو مشر خپلو کسانو ته د ځیرک مبایلونو او انټرنټ د کمې کارونې لارښوونه کړې وه.