۸صبح، هرات: هرات کې سیمهییزې سرچینې د طالبانو د الفاروق قولاردو د ډاکترانو پر یوه کاسټر موټر د ناپېژانده وسلهوالو له برید څخه خبر ورکوي.
دغه برید پنجشنبه سهار د لړم پر پنځمه نېټه د هرات ښار په «خیمهدوزان» سیمه کې د طالبانو د الفاروق قولاردو د ډاکترانو پر یوه کاسټر موټر شوی دی.
هرات کې ځایي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې تر اوسه د څلورو تنو وژل کېدل او د ۱۸ تنو ټپي کېدل تایید شوي دي.
د سرچینو په وینا دا شمېرې لومړنۍ دي او ښایي د قربانیانو شمېر زیاتوالی ومومي.
هرات کې طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
هرات کې د طالبانو د الفاروق قولاردو پر موټر برید بې مخینې نه دی؛ له دې مخکې داعش درې ځله هرات کې د دغې قولاردو پر کارکوونکو برید کړی دی، چې په هر برید کې تلفات اوښتي دي.