۸صبح، کابل: هلمند کې ځايي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې یوه مېرمن د خپلو وروڼو په لاس وژل شوې ده.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، دا پېښه پنجشنبه د غبرګولي پر ۵ وشوه.
سرچینې وايي، دا مېرمن له هغې وروسته د خپلو وروڼو له لوري ووژل شوه، چې د میراث حق یې وغوښت.
هلمند کې ځايي مسوولان وايي، چې د پېښې عاملان یې نیولي دي.