۸صبح، کابل: له یوه امریکایي پوځي سره د افغانې کورنۍ له درې نیم کلنۍ دعوا وروسته، چې ویل کېږي د هغوی ماشوم یې تښتولی دی اوس محکمې د دغه ماشومان د ساتلو مسوولیت د دې امریکایي سرتېري کورنۍ ته سپارلی دی.
آرمي ټایمز د اسوشیټډپرس له قوله دوشنبه د مرغومي پر دوولسمه نېټه راپور ورکړی، چې امریکا کې یوې محکمې ویلي درې نیم کلن افغان ماشومان چې په ۲۰۱۹ کال کې وروسته له هغې چې د امریکایي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې یې کورنۍ له منځه ولاړه اوسمهال له امریکایي سرتېري سره چې د هغه د ساتلو مسوولیت یې پرغاړه اخیستی پاتې کېږي.
خو افغانه کورنۍ چې د دغه ماشوم خپلوان دي د محکمې له پرېکړې خوښ نه دي او وایي، چې هغه د امریکایي سرتېري له خوا تښتول شوی دی.
د محکمې له خوا د ماشوم ګټو ته د پاملرنې لپاره ټاکل شوی وکیل سامانتا فریډ وایي: «موږ ټول یوازې د دغې دوسیې هواری غواړو، هر څه چې وي، ترڅو د هغه ماشومتوب له ناڅرګند برخلیک سره مخ نه شي.»
د امریکا د سمندري ځواکونو د سرتېري جاشوا ماست کورنۍ د اسنادو په وړاندې کولو ادعا کړې چې د دغه افغان ماشوم سرپرستي یې په قانوني ډول اخیستې ده.
د ماست د کورنۍ په وینا د دغه ماشوم د تښتولو په اړه د افغانې کورنۍ تورونه «ظالمانه» او «بې ارزښتنه» دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم په نومبر میاشت کې په یوه اعلامیه کې د امریکایي پوځي له خوا د یوه افغان ماشوم تښتول غندلي او د هغه د بېرته راګرځولو غوښته یې وکړه.
دا افغان ماشوم د هلمند ولایت د یوې کورنۍ اړوند دی چې د امریکا پوځ په ځانګړو عملیاتوو کې ټول ووژل شول او له هغې وروسته د ده د پلار یوه خپلوان د یاد ماشوم د ساتلو مسوولیت پرغاړه واخیست.
د ویلو ده، چې امریکایي سرتېري د دغې کورنۍ له لېږدولو وروسته په هوایي ډګر کې ماشوم واخیست او تراوسه یې بېرته هغوی ته نه دی ورکړی.