۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي چې تېر کال یې په هېواد کې د ۷۱۵ زرو پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو درملنه کړې ده.
یونیسف دا څرګندونې چهارشنبه د کب پر ۱۶مه په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق زیاتوي چې تېر کال یې په افغانستان کې له ۹۰ میلیونو بستو ډېر خوراکي توکي پر اړمنو کسانو وېشلي دي.
تر دې مخکې د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي و چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ۲.۳ میلیونه امیندواره مېرمنې پر خوارځواکۍ اخته دي.
په افغانستان کې د طالبانو بیاځلې واکمنۍ او د مالي مرستو له کمېدو وروسته بېوزلي او لوږه ډېره شوې ده.
د ملګرو ملتونو د وروستیو معلوماتو پر بنسټ، د هېواد یو د درېیمې برخې ډېر کسان د خوړو له کمښت سره مخ دي.