• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱ تله ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

پر هرمز تنګي جګړه؛ ایا د ایران برلاسې وسیله په سوځېدو ده؟

کیومرث صمدي کیومرث صمدي
۲۲ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶ [t_time:1783956832]
AFP

AFP

د ایران او امریکا ترمنځ د هوکړې د لاسلیک رنګ لا نه دی وچ شوی چې دواړو یو ځل بیا پر یو بل د بریدونو لړۍ پیل کړې ده. البته، د هغو زیانونو او انساني تلفاتو په پام کې نیولو سره چې ایران ته اوښتي، غوره ده وویل شي چې جګړه په محدود او مدیریت شوي ډول بېرته پیل شوې ده. د تېرو څو شپو ورځو متقابلو بریدونو وښوده چې لا هم د تهران او واشنګټن ترمنځ بې‌باوري پر خپل ځای پاتې ده او تر اوسه د یوې هر اړخیزې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره د خبرو برخلیک په ابهام کې دی. د دغو وروستیو نښتو په رڼا کې بیا بنسټيزه پوښتنه دا ده: ایا د امریکا موخه د ډیپلوماسۍ پرېښودل دي، که غواړي لومړی د ایران تر ټولو مهم د چنې وهلو اهرمونه کمزوري کړي او وروسته له تهران سره د خبرو مېز ته کېني؟

هو، داسې ښکاري چې د امریکا لپاره په اوسني پړاو کې نه په ایران کې د «نظام بدلون» او نه هم د پراخې او هر اړخیزې جګړې له لارې د دغه هېواد د «چلند بدلون» لومړیتوب لري؛ بلکې اصلي ارزښت د هرمز تنګي د مدیریت څرنګوالي ته ورکوي؛ داسې ستراتیژیکه سمندري لار چې د اسلامي جمهوریت لپاره د چنې وهلو تر ټولو مهمه سرچینه او د فشار وسیله ګڼل کېږي او اوس د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅه کوي چې ستراتیژیک ارزښت یې راکم کړي. داسې برېښي چې اسلامي جمهوریت هم د هوس له مخې په هرمز تنګي کې بېړۍ نه په نښه کوي، بلکې له خپله انده یې، دا کار د هغو ایراني ترتیباتو د له پامه غورځولو په غبرګون کې کوي چې په دغې مهمې سمندري لار کې یې رامنځته کړي دي. همدې چارې تهران ته دا زمینه برابره کړې چې د سیمې او له سیمې هاخوا د انرژۍ د لېږد د امنیتي قواعدو په ټاکلو کې اغېزناک لوبغاړی واوسي. اوس اسلامي جمهوریت د بېړیو په نښه کولو له لارې غواړي امریکا ته دا پیغام ورکړي چې په هرمز تنګي کې هېڅ نوی نظم دې د تهران د ګټو او اندېښنو له پام کې نیولو پرته نه رامنځته کېږي.

په مقابل کې بیا داسې برېښي چې امریکا او ځینې عربي هېوادونه هڅه کوي معادله د ایران پر ضد واړوي: د ایران پر ضد د هرمز تنګي بدلول. د عمان له لارې د نوې لارې د پرانیستو او د نورو بدیلو لارو د پراختیا هڅې یوازې د بېړیو د تګ‌راتګ د خوندي کولو بېړني اقدامات نه دي، بلکې د یوې لویې پروژې برخه ده: په تدریجي ډول د ایران د فشار تر ټولو مهمې وسیلې په توګه د هرمز تنګي د جیوپولیټیک ارزښت کمول. له دغه لیدلوري، د امریکا لپاره د هرمز تنګي د اغېز کمول خورا ارزښت لري. څرګنده ده، څومره چې نړیوال بازار په هرمز تنګي کې د ایران له خوښې سره سم امنیتي ترتیباتو ته لږ اړ پاتې شي، هماغومره به امریکا ته د تهران د غوښتنو د له پامه غورځولو سیاسي او اقتصادي لګښت هم راکم شي. په دې سره به امریکا له داسې ایران سره د خبرو میز ته کېني چې د چنې وهلو مهمه دودیزه وسیله یې له لاسه ورکړې ده.

البته، په دې منځ کې هېڅ لوری هم نه غواړي له هرمز تنګي تېر شي؛ په دې مانا چې ټرمپ نه غواړي هرمز تنګی وتړل شي او د نړۍ د تیلو بازار بیا له ګډوډۍ سره مخ شي او ایران هم نه غواړي خبره تر «سمندري کلابندۍ» ورسېږي؛ داسې سناریو چې خپله ایراني چارواکو هم ترې د احتمالي خطرناک وضعیت یادونه کړې ده. له همدې کبله، ښکاري چې امریکا د هرمز تنګي د پرانېستل کېدو په بدل کې یوازې یو امتیاز ورکولو ته چمتو ده: پر ایران د سمندري کلابندۍ له لګولو ډډه کول او له پراخ کړکېچن وضعیت څخه مخنیوی. خو له دې هاخوا، نورو امتیازاتو ته چمتو نه ښکاري. کله چې داسې وي، مانا یې څرګنده ده: هزمز لا هم ارزښت لري، خو نور هغه نامحدود اهرم نه دی چې اسلامي جمهوریت وکړای شي پر مټ یې پراخ امتیازات ترلاسه کړي.

په دې منځ کې بیا عمان له ستونزمن وضعیت سره مخ شوی دی. البته د تهران ډېره اندېښنه هم له همدې ځایه سرچینه اخلي. راپورونه ښيي چې عمان د امریکا له هغې غوښتنې سره مخالفت نه دی کړی چې د خپلو ساحلونو په اوږدو کې د بېړیو د تګ ‌راتګ لپاره نوې لارې او ترتیبات رامنځته کړي. د اسلامي جمهوریت له انده، دا یوازې د سمندري سوداګرۍ د خوندیتوب لپاره تخنیکي پرېکړه نه ده، بلکې داسې ګام دی چې ښايي په هرمز تنګي کې د ایران له خوښې سره سم امنیتي ترتیباتو ته د نړۍ اړتیا کمه او په پایله کې د دغه هېواد تر ټولو مهم جیوپولیټیک اهرم کم اثره کړي. مسقط ته د ایراني چارواکو پرلپسې سفرونه دې هم په همدغه چوکاټ کې وارزول شي. اسلامي جمهوریت هڅه کوي عمان قانع کړي څو هغو ترتیباتو ته غاړه کېنږدي چې په هرمز تنګي کې د ایران ستراتېژيک موقعیت کمزوری کوي. مساله دا ده چې عمان که څه هم د ایران له نږدې عربي شریکانو څخه دی او له لوېدیځ سره د تهران د اړیکو مهم چینل دی، نه شي کولی په اسانۍ د امریکا غوښتنې له پامه وغورځوي. همدارنګه، د امریکا د متحدو عربي هېوادونو غوښتنې هم. دغه راز، مسقط له امنیتي – اقتصادي پلوه هم تر ډېره د امریکا د پام وړ نړیوال نظم سره تړلی چې دې چارې یې هم محدودیتونه زیات کړي دي. سربېره پر دې، مسقط ښه پوهېږي چې پر عمان د امریکا د فشار وړتیا د ایران پرتله څو برابره ډېره ده. له ټولو مهمه دا چې ډونالډ ټرمپ د کړکېچونو د اوج پر مهال عمان هم له خپلو سختو او ګواښوونکو پیغامونو بې‌برخې نه و پرېیښی؛ داسې پیغامونه چې د مسقط واکمنو جدي ګڼلي دي.

له همدې امله، عمان نن تر بل هر مهاله زیات په داسې وضعیت کې راګیر دی چې اړ دی له تهران سره د دودیزو اړیکو د خوندیتوب او د امریکا د ځواک له امله د رامنځته شویو ستراتیژیکو ملاحظاتو ترمنځ توازن وساتي. له دغه اړخه، هغه څه چې ایران یې اندېښمن کړی، یوازې د هرمز تنګي د اغېز د کمېدو شونتیا نه ده، بلکې وېرېږي چې په سیمه کې د دغه نوي ستراتیژیک نظم په بهیر کې به په عربي نړۍ کې خپل مهم ملګری او منځګړی هم په تدریجي ډول له لاسه ورکړي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

ځايي سرچینې: په تخار کې د خلکو او طالبانو د سرو زرو کان کیندونکو ترمنځ په نښته کې څلور کسان وژل شوي دي
خبرونه

په تخار کې په یوه ترافیکي پېښه کې اته کسان مړه شوي

۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790152824]
په افغانستان کې د سړو خونو کمښت؛ سوداګر: مېوې بازار ته له رسېدو مخکې خوسا کېږي
راپورونه

په افغانستان کې د سړو خونو کمښت؛ سوداګر: مېوې بازار ته له رسېدو مخکې خوسا کېږي

۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790148971]
ټرمپ: د امریکا د توغندیو د زېرمو د کمېدو راپورونه ناسم دي
بهرني خبرونه

ټرمپ: که له ایران سره هوکړې ته ونه رسېږو، د ايران اسلامي جمهوریت به «له منځه یوسم»

۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790147926]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لوګر کې یو قومي مشر په وسله‌وال برید کې ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ځمکې د مالکیت پر سر شخړه؛ په کابل کې د طالبانو یوه جنګیالي دوه وروڼه ووژل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کندهار کې سرچینې: هبت‌الله له ژمنې سره سره د ترکیې د استخباراتو له رییس سره ونه کتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.