• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د بدخشان د اسماعیلیانو ترخې کیسې؛ د جماعت‌خونو له تړل کېدو د مذهب د بدلولو لپاره تر فشارونو پورې

۸صبح ۸صبح
۱۷ زمری/اسد ۱۴۰۵ - ۸ اګست ۲۰۲۶ [t_time:1786194055]
wikipedia.org

wikipedia.org

 

د طالبانو تر واکمنېدو پنځه کاله وروسته، په بدخشان کې د اسماعیلي ټولنې غړي وایي چې له ګڼو مذهبي، ښوونیزو او ټولنیزو محدودیتونو سره مخ دي. د دې راپور د موندنو له مخې، د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې لږ تر لږه ۱۰ اسماعیلي جماعت‌خونې تړل شوې، د دروازونو په پنځو ولسوالیو کې له ۳۴۰ ډېر اسماعیلي ماشومان د طالبانو دیني مدرسو ته لېږل شوي او د دې ټولنې د غړو د مذهب د بدلولو لږ تر لږه اووه پېښې ثبت شوې دي. د بدخشان اسماعیلي اوسېدونکي هم د مذهب بدلولو لپاره د فشار، امنیتي ګواښونو، د کلتوري فعالیتونو د محدودېدو او د کورنیو د کډوالېدو د زیاتېدو په  تړاو اندېښنه څرګندوي. د دوی په وینا، یو شمېر کورنۍ ګاونډیو هېوادونو او کابل ته کډه شوې دي.

د طالبانو تر واکمنېدو پنځه کاله وروسته، په بدخشان کې د اسماعیلي ټولنې غړي وایي چې له پراخو مذهبي، ښوونیزو او ټولنیزو محدودیتونو سره مخ دي. د جماعت‌خونو تړل، د مذهب بدلولو لپاره فشار، د دیني زده‌کړو محدودول او د امنیتي اندېښنو زیاتېدل هغه موارد دي چې د دې سیمې اوسېدونکي یې په اړه اندېښنه څرګندوي.

پر اسماعیلیانو مذهبي او ټولنیز فشار

د دغه ولایت یو شمېر اسماعیلي اوسېدونکي وایي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته پر دې ټولنې فشارونه زیات شوي او مذهبي اوکلتوري ازادۍ یې په جدي ډول محدودې شوې دي. دوی ټینګار کوي چې اسماعیلي ټولنه د افغانستان د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې له تبعیض او محرومیت سره مخ شوې، خو اوسنی وضعیت د دوی د ژوند له تر ټولو سختو پړاوونو بولي.

د دوی په وینا، سره له دې چې په بدخشان کې د بېلابېلو مذهبونو پیروانو له کلونو راهیسې په سوله‌ییز ډول د یو بل ترڅنګ ژوند کړی او په ځینو مواردو کې د بېلابېلو مذهبونو ترمنځ ودونه هم شوي او ګډې کورنۍ یې جوړې کړې دي، خو د دغه ولایت په لېرې پرتو سیمو کې یو شمېر ملايان او د طالبانو غړي په جوماتونو او خطبو کې خلک له اسماعیلیانو سره له ټولنیزو اړیکو او له هغوی سره له واده کولو منع کوي. همداراز، یو شمېر اسماعیلیان وایي چې طالبان دغه مذهب د اسلام له هغو معیارونو سره برابر نه بولي چې دوی یې مني او کله ناکله یې د فشارونو او محدودیتونو له لارې د حنفي مذهب منلو ته اړ کوي.

د بدخشان د نهو ولسوالیو له یو شمېر اوسېدونکو او د اسماعیلي ټولنې له غړو سره د شویو مرکو او راټولو شویو معلوماتو له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې پر دې ټولنې مذهبي فشارونه د پام وړ زیات شوي دي.

جماعت‌خونې تړل شوې؛ مذهبي مراسم ودرول شول

د دغو کسانو په وینا، د دوی د استوګنې په سیمو کې د اسماعیلیانو مذهبي مراسم په بشپړه توګه درول شوي او دوی ادعا کوي چې د دغو مراسمو د ترسره کولو په صورت کې تر ۵۰ زرو افغانیو پورې جریمه کېږي. همداراز، هغه جماعت‌خونې چې په زیباک، اشکاشم، شغنان، دروازونو او واخان ولسوالیو کې یې د عبادت، کلتوري او ښوونیزو مرکزونو په توګه فعالیت کاوه، تړل شوې دي او د اوسېدونکو په وینا، طالبان د دغو مرکزونو د جوړولو، بشپړولو او پراختیا اجازه هم نه ورکوي.

د دغو سیمو اوسېدونکي ټینګار کوي چې د جماعت‌خونو نیمه‌کاره ودانۍ، چې مخکې یې د جوړېدو چارې روانې وې، پرېښودل شوې او په تدریجي ډول د نړېدو په حال کې دي. د دوی په وینا، دغه وضعیت د اسماعیلي ټولنې مذهبي او ټولنیز هویت له جدي ګواښ سره مخ کوي. دوی همداراز وایي چې ډېرې کورنۍ د طالبانو د کسانو د ګواښونو له امله اړې شوې چې خپل ماشومان د دې ډلې دیني مدرسو ته ولېږي.

له ۳۴۰ ډېر اسماعیلي ماشومان دیني مدرسو ته تللي

د دې راپور موندنې ښيي چې په ځینو سیمو، په تېره بیا د دروازنو په ولسوالیو کې د ښوونکو په ګډون د طالبانو په رژیم پورې د اړوند ادارو یو شمېر کارکوونکو کورنۍ اړې کړې دي چې خپل ماشومان په دیني مدرسو کې شامل کړي.

د دې راپور د موندنو له مخې، یوازې د دروازنو په پنځو ولسوالیو کې له ۳۴۰ ډېر اسماعیلي ماشومان چې عمرونه یې له ۹ تر ۱۶ کلونو پورې دي، د طالبانو د واکمنۍ په پنځو کلونو کې په دیني مدرسو کې ثبت شوي دي.  دغه ماشومان د نسي ولسوالۍ د اوبغن، پرید، راون، ارون، سه‌ده، پرخیخ او زینګ کلیو؛ د مایمی ولسوالۍ د غمي، آومرن او ورو سیمو او د شکي ولسوالۍ د زنګریا، ده‌خواه او خدرې کلیو دي.

د دغو ماشومانو کورنۍ وایي چې د دغو دیني مدرسو ښوونیز پروګرامونه د اسماعیلیانو له مذهبي باورونو او لارښوونو سره بنسټیز توپیر لري؛ په داسې حال کې چې اسماعیلي ټولنه خپل ځانګړی مذهبي ښوونیز نظام لري چې د اسماعیلیانو د مرکز له خوا یې ملاتړ کېږي.

د مذهب بدلولو لپاره فشار؛ لږ تر لږه اووه پېښې ثبت شوې دي

له مرکه شویو کسانو ترلاسه شوي معلومات ښيي چې د امنیتي، ټولنیزو او اقتصادي فشارونو په پایله کې د اسماعیلي ټولنې د غړو په منځ کې د مذهب د بدلولو ځینې پېښې هم رامنځته شوې دي. خو د دوی په وینا، د طالبانو له خوا د لګېدلو محدودیتونو، د پېښو د مستندولو د امکاناتو د نشتوالي او د خلکو له وېرې چې دا ډول پېښې افشا نه شي، د دغو مواردو کره شمېر معلوم نه دی.

د دې راپور د موندنو له مخې، لږ تر لږه د مذهب د بدلولو اووه پېښې مستندې شوې دي. د راټولو شویو معلوماتو له مخې، د دروازو د نسي ولسوالۍ په دوو پړاوونو کې ۳۶ کسانو په ډله‌ییز ډول خپل مذهب بدل کړی دی. همداراز، دوه نورې پېښې، چې په هغو کې د پوهنې یو کارکوونکی هم شامل دی، په شکي ولسوالۍ کې او څلور نورې په اشکاشم، جرم او شغنان ولسوالیو کې ثبت شوې دي چې په ټولیز ډول ۱۳ کسان پکې شامل دي. مرکه شوي کسان وایي چې دغه بدلونونه د فشار او ګواښ په فضا کې رامنځته شوي دي.

د دغو کورنیو یو شمېر غړي وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر کسان هغه کورنۍ چې د مذهب بدلولو ته حاضرې نه دي، د نغدي جریمې په ورکولو ګواښي. دوی زیاتوي چې د بېوزلۍ او د دغو جریمو د ورکولو لپاره د اقتصادي توان د نشتوالي له امله یو شمېر کورنۍ اړې شوې چې د دې ډلې غوښتنه ومني.

د اسماعیلیانو د وژنې او تاوتریخوالي په اړه اندېښنه

په بدخشان کې د اسماعیلي ټولنې د کلتوري برخې یو مسوول په دغه ولایت کې د دې ټولنې د یو شمېر فعالو کسانو د وژل کېدو خبره کوي او په بدخشان کې د دغو وژنو د دوام او د اسماعیلیانو د وهلو ټکولو د پېښو د زیاتېدو په اړه خپله اندېښنه څرګندوي.

د هغه په وینا، د اسماعیلي ټولنې یو مهم مشر او د آغاخان یو کونسل امیر بېک د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې له خپلو دوو همکارانو سره د دروازنو په لاره کې د موټر د چپه کېدو له امله مړ شوی دی. هغه وایي، ترسره شویو څېړنو ښودلې چې دغه پېښه په قصدي ډول رامنځته شوې وه.

نوموړی زیاتوي چې د واخان ولسوالۍ د دګرګند کلي د اووم ټولګي زده‌کوونکی اسلام‌الدین، په زیباک ولسوالۍ کې د آغاخان د کلتوري برخې رضاکار کارکوونکی فضل ‌احمد پاییز، سلامت، شاه‌حسن او شاه‌نظر چې د ۲۰۲۶ کال په جنوري کې د فیض‌آباد ښار په مرکز کې وژل شوي؛ او په اقتصادي برخو کې فعاله ښځه او د سیمه‌ییز سندرغاړي سلام مفتون مېرمن لیلیما چې په مې میاشت کې په شغنان ولسوالۍ کې وژل شوې، له هغو کسانو دي چې د هغه په وینا، وژنه یې د طالبانو رژیم ته منسوبه بلل کېږي.

پر دې سربېره، د بدخشان په یو شمېر نورو ولسوالیو کې د غیررسمي وژنو او خپلسرو نیونو راپورونه هم شته چې شمېر یې شاوخوا ۱۱ پېښې اټکل شوی دی. سره له دې چې په دې برخه کې رسمي او هراړخیزې شمېرې نشته، خو دغو مواردو په دغه ولایت کې د اسماعیلیانو د ژوند د خوندیتوب او بشري حقونو د وضعیت په اړه جدي اندېښنې زیاتې کړې دي.

د اسماعیلیانو کتابونه او کلتوري مرکزونه له محدودیتونو سره مخ دي

د دې راپور موندنې ښيي چې د اسماعیلي ټولنې کلتوري او مذهبي فعالیتونه هم له پراخو محدودیتونو سره مخ شوي دي. راپورونه د بدخشان ولایت په اسماعیلي مېشتو ولسوالیو، لکه واخان، شغنان، زیباک، اشکاشم، نسي، شکي، مایمی او یمګان کې د لږ تر لږه ۱۰ جماعت‌خونو د تړل کېدو او په دغو ولسوالیو کې د دې ټولنې له کلتوري بنسټونو سره د تړلو فعالیتونو د محدودېدو خبر ورکوي.

مرکه شوي کسان د اسماعیلیانو د کلتوري مرکزونو د مصادرې او د طالبانو د کسانو له خوا د مېلمستونونو په توګه  د دغو ځایونو د کارولو خبره کوي. دوی ادعا کوي چې طالبانو په دې دلیل چې په ولسوالیو او کلیو کې جوماتونه شته او دغو مرکزونو ته اړتیا نشته، د اسماعیلیانو مذهبي او کلتوري ځایونه نیولي دي. د دوی په وینا، یو شمېر کسان د امنیتي پایلو له وېرې له اعتراض یا د دې موضوع له مطرح کولو ډډه کوي.

همداراز، مرکه شوي کسان وایي چې په ډېرو سیمو کې د اسماعیلیانو د مذهبي کتابونو او نښو په غیررسمي ډول راټولې شوې او د دې ټولنې د کلتوري فعالیتونو فضا په جدي ډول محدوده شوې ده. دوی زیاتوي چې خلک د امنیتي اندېښنو له امله نه شي کولای خپل مذهبي کتابونه، ښوونیز لارښودونه او له خپلو مذهبي باورونو سره تړلي نور کلتوري توکي په ښکاره ډول وکاروي.

د طالبانو فشارونه او د اسماعیلیانو د کډوالۍ زیاتېدل

د دې راپور موندنې ښيي چې د بدخشان د اسماعیلیانو امنیتي وضعیت، مذهبي ازادۍ، زده‌کړو ته لاسرسی او اقتصادي شرایط په جدي ډول زیانمن شوي دي. ډېرې کورنۍ د دوامدارو فشارونو له امله اړې شوې چې ګاونډیو هېوادونو، لکه تاجکستان، پاکستان او ایران، او همداراز کابل ته کډه وکړي. د کډوالۍ دې بهیر د اسماعیلي ټولنې لپاره پراخې ټولنیزې او بشري اغېزې لرلی او د کورنیو تیت او پرک کېدو او د هغوی د ټولنیزو او کلتوري اړیکو د کمزوري کېدو لامل شوی دی.

تر دې وړاندې د «رواداري» بشري حقونو سازمان په یوه راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې د اسماعیلي ټولنې پر وړاندې ځورونه او تبعیض تاریخي او کلتور ریښې لري. خو د دې څېړنې موندنې ښيي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغه تبعیض او فشارونه لا منظم شوي او د دې مذهبي لږکۍ د پیروانو د ژوند بېلابېلو برخو ته غځېدلي دي.

د دې راپور د موندنو له مخې، طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړیو څلورو کلونو کې په تېره بیا د بدخشان ولایت په ځینو برخو کې پر اسماعیلي ماشومانو د حنفي فقهې زده‌کړې تحمیل کړې دي. په دې راپور کې همداراز ویل شوي چې د علني تکفیر، منظمو فشارونو، وېرولو، د وژنې د ګواښ، نیولو، شکنجې او نورو تاوتریخوالو له لارې د اسماعیلي ټولنې یو شمېر غړي د خپل مذهب پرېښودو او د سني مذهب منلو ته اړ شوي دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبانو او قرغیزستان د مستقیمې سوداګریزې لارې پر رامنځته کولو خبرې وکړې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په ننګرهار کې د تېر نظام ځینې سرتېري په نشه‌یي توکو روږدي شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.