۸صبح، کابل: د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی، چې دغه بانک به ۱۳ میلیونه ډالره داوطلبۍ ته وړاندې کړي.
دغه بانک د اېکس په ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې دا پیسې به د یکشنبې په ورځ د وږي په ۱۲مه لیلام شي.
دغه بانک له ټولو پر شرایطو برابر بانکونو او د تبادلې او پیسو خدماتو له شرکتونو څخه غوښتنه کړې چې په دې داوطلبۍ کې ورسره برخه واخلي.
د ویلو ده، چې د جمهوريت له سقوط وروسته د افغانيو پر وړاندې د ډالر ارزښت په بې ساري ډول لوړ شوی و؛ خو د ملګرو ملتونو له نغدي مرستو وروسته پهتېره اونۍ کې د افغانیو پر وړاندې د ډالر ارزښت په بې ساري ډول را راښکته شوی.
د مرکزي بانک له لوري د ډالرو د لیلام موخه د ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت ساتل دي چې تل له بدلون سره مخ وي.
دا مهال د کابل د اسعارو په بازار کې د یو ډالر بیه له ۷۵ تر ۷۷ افغانۍ ده.