د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ له طالبانو غوښتي چې د پاکستاني دولت او تحریک طالبانو پاکستان ترمنځ یو لوری انتخاب کړي.
دا خبره دومره جدي ده لکه په ۲۰۰۱م کال کې چې د متحده ایالاتو ولسمشر بوش د پاکستان د هغه وخت پوځي مشر پرویز مشرف ته کړې وه چې یا به له موږ سره درېږې یا هم مقابل، درېيم انتخاب نه شته.
پاکستانی لومړی وزیر دا خبرې په داسې حال کې کوي چې له خپل هېواد څخه د میلینونو کډوالو په ایستلو يې لاس پورې کړی دی، دا هغه کډوال دي چې نږدې له تېرو څه د پاسه دېرشو کلونو را په دې خوا هلته مېشت وو؛ که څه هم پاکستان له دغو کډوالو هر وخت د خپل اقتصاد د ښه کولو ابزار جوړ کړي دي او هم يې په سیاست کې ور څخه استفاده کړې ده، البته بیا هم دغه ډول په یوه وار د ایستلو تکل يې نه وو کړی.
پاکستان چې دا وخت له سختو اقتصادي، سیاسي، امنیتي مشکلاتو، مذهبي شخړو او ټولنیزو ستونزو سره مخ دی، تر ټولو جدي مسله ورته خپل امنیت او اقتصاد دی. په دې دواړو مواردو کې يې مهم ګامونه اخیستي دي، د امنیت په مسله کې يې طالبانو ته وروستی اخطار ور کړی دی او د اقتصاد په برخه کې يې د تور بازار کارونه تر بل هر وخت ډېر زیات تر فشار لاندې نیولي. له افغانستان څخه پاکستان ته په غیر قانوني توګه د هر ډول مال وړلو لارې يې ټولې بندې کړې دي او له دې امله د دواړو هیوادونو هغه وګړي چې له یوه هیواده يې بل ته د غیر قانوني مالونو د وړلو کار کاوه، سخت پرېشانه او بې روزګاره دي.
دا خو يې د پاکستاني اړخ خبرې دي، پوښتنه دا ده چې طالبان څه کوي؟
تر اوسه د طالبانو د پاکستاني لومړي وزیر دغې خبرې ته رسمي غبرګون نه دی ښکاره کړی، البته تر دې وړاندې د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ ته د طالبانو ځواب داسې وو، چې پاکستان دې خپلې ستونزې په خپله حل کړي، زموږ خاوره د چا خلاف نه استعمالېږي.
زما په اند ښايي طالبان د ښاغلي انورالحق کاکړ دې خبرې ته یا رسمي غبرون ونه ښيي یا به هم هغه پخوانۍ خبره وي چې خپلې ستونزې په خپله حل کړئ، د خپلو ناکامیو پړه پر موږ مه را اچوئ.
خو دا خبر عکسالعمل نيمګړی او غیر مسلکي دی. پاکستان د هغې ستونزې د ملامتۍ ګوته طالبانو ته نیسي چې د خپلې خبرې لپاره شواهد او ثبوتونه لري، که نه په هغه هېواد کې سخته سیاسي بې ثباتي هم شته، دې برخه کې ولې پر طالبانو تور نه لګوي؟ هغه ځای کې اقتصادي ناورین هم مخ پر پراخېدو دی، په دې برخه کې ولې پر طالبانو تور نه لګوي؟ داسې ګڼې ستونزې نورې هم شته.
د امنیت په برخه کې نه یوازې پاکستان دا شکایت لري، بلکې تاجکستان، ازبکستان او روسیه هم له طالبانو خپل اړخ خوندي نه بولي. د القاعده د مشر ایمنالظواهري په وژلو امریکا هم پر طالبانو د دوحې له تړونه د مخالفت تور پورې کړ.
نو دا نه یوازې پاکستان دی چې پر طالبانو د تروریستي ډلو د ساتلو تور پورې کوي، بلکې نور هېوادونه هم ورته ستونزې سره مخ دي. دا خبره د افغانستان ولس ته په اثبات رسېدلې ده چې هېواد کې يې خارجي اتباع شته، په خاص ډول پاکستاني اتباع تر نور ډېر زیات دي، نو دا خبرې د ملت لپاره بې معنا دي چې پاکستان دې خپل ستونزې په خپله حل کړي.
افغانستان یوازې د طالبانو نه دی، طالبان په دې ملت کې یوازې یوه وړه ډله ده، نو د ټول ملت او هیواد په برخلیک لوبي کولو حق نه طالبان په قانوني ډول لري او نه اخلاقا دا حق ورته شته. بناءا طالبان باید په نامسووله توګه د افغان ملت په اصطلاح ناسمه نمایندګي؟ ونه کړي، د طالبانو حکومت نه کورنۍ مشروعیت لري او نه نړۍ وال، د هغوی کړنې باید نړۍ او سیمه ییز هیوادونه یوازې د یوې ډلې د کړونو په توګه ومني او غبرګون يې هم د طالبانو ډلې ته وي. دوی نه پر دې هیواد په رسمي انتخاباتو حاکمان شوي دي او نه يې په هيڅ چاره کې د ملت رایه اخیستې ده.
له ټي ټي پي یا نورو نړۍوالو ترهګرو ډلو سره د طالبانو اړیکې د افغان ملت اړیکې نه دي، ولس چا ته دا واک نه ور کوي چې زموږ له خاورې پر نورو هېوادونو بریدونه وشي. طالبان که نن د چارو واګې په لاس کې لري، نو سبا به نه وي او پر سپېره ډاګه به پاتې وي، له دې امله باید د افغانستان خاوره د ناروا او غیر قانوني کړنو لپاره استفاده نه کړي.
که طالبان له خپل ځان سره ظلم نه کوي، افغان ملت له نورو هېوادونو سره په شخړه نه اړوي، زموږ د هېواد لپاره د بل چا بدۍ نه راته راوړي، د اسلام د نه بدنامولو غم ورسره وي، بیا دې د پاکستاني دولت او ټي ټي پي ترمنځ د یوه رسمي دولت انتخاب وکړي، واکمنه طبقه هر وخت بدلېږي را بدلېږي، که نن طالبان د هیواد د واکمنو په توګه پرېکړې کوي، نو دا حتمي خبره ده چې د بدو پرېکړو ناوړه اغېزې به زموږ پر ملت او هیواد دواړو نن هم کېږي او سبا هم. باید په دې برخه کې له هېواد او ملت سره تاریخي جفا ونه کړي او ځانونه له یوه تاریخي شرم څخه وساتي چې زموږ ګران هېواد او دروند ملت ته د پاکستان د یوه قوي دولت او لوی ملت تاریخي دښمني را له غاړې نه کړي.