د هغو اندېښنو په منځ کې چې بنسټپالې ډلې یې راپورته کوي او کله ناکله يې پربنسټ جګړې او وژنو ته لاس کوي، ښځې او جنسي مسایل مرکزي رول لوبوي او پاتې مسایل فرعي ګڼل کیږي؛ تر دې چې نور مسایل، ان له خدایه انکار هم تر ډېره ځکه ورته د اندېښنې وړ دی، چې ښايي د نامشروع جنسي اړیکو د پراختیا لاره پرانېزي. طالبان په دې برخه کې د دغو ټولو ډلو په سر کې دي. په تر ټولو تازه مورد کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست له خولې ویل شوي چې د امان الله خان او ورپسې د ظاهر شاه په دوره کې د نجونو لپاره د ښوونځیو جوړول له لویدیځه د وارد شوي کلتور یوه برخه وه او په وینا یې، دا کار د عیاشۍ یوه نسخه وه. عیاشي د طالبانو په تصور کې هماغه فحشا او جنسي بې بندو باري ده.
طالبانو د جمهوریت په شل کلنه دوره کې پر ښځو او جنسي قضایاوو د خپلو تبلیغاتو په تمرکز سره، داسې ښودله چې ګواکې په ټول افغانستان کې فحشا خوره ده او افغان ښځې او نجونې د بهرنیانو تر تېري لاندې دي. د افغانستان د هغه وخت د ملي امنیت د څېړنو پربنسټ چې پر نیول شویو طالبانو یې ترسره کړې وې، د مخکیني نظام پر وړاندې د جنګېدو یوه تر ټولو پیاوړې انګېزه همدا تبلیغات چې تر ډیره د پاکستان په طالب پلوو مدرسو کې کېدل. هغوی پر خپلو تبلیغاتو د « مرچ اومصالې» په ورپاشلو سره چې ګواکې د مسلمانانو ناموس د غیر مسلمانانو د هوسونو نانځکه ګرځېدلی دی، کولای شول یو شمېر کم عمره او احساساتي ځوانان ځانمرګو عملیاتو ته چمتو کړي.
په اصل کې، د ښځې ناموس بلل، یعنې د نارینه تر څنګ یوه داسې زېږیدلي چا ته د هغې راکمول چې خپل هویت په خپلواکه توګه له ځانه نه، بلکې له سړي یې د مېرمنې او یا د کورنۍ د غړې په توګه اخلي، د هغه غیر انساني کلتور یوه برخه ده چې جرړه یې په ډيرو پخوا وختونو کې ده. د دغه ذهنیت جرړه د لښکرو را اېستلو ته رسېږي، هغه وخت ته چې ښځې چوراو تالان کېدلې او له دغه کاره د دښمن د سپکاوي لپاره ګټه اخېستل کېده. له همدې لارې د ښځې موضوع د نارینه وو له غیرت او حیثیت سره غوټه شوه. له شک پرته چې په تاریخ کې خورا ډیرجنګي جنایتونه او بشري ضد کړنې په بیلابیلو بڼو ترسره شوې دي، خو دا حقیقت چې جنایت د یوه کلتور د ځینو برخو بنسټ وګرځي او له امله یې ښځه خپل انساني حیثیت له لاسه ورکړي، یوه بله غمیزه ده.
په هغو مدرسو کې چې طالبانو زده کړې کړي، نه ښځې وې او نه هم د نارينه وو په کچه د انسانانو په توګه په رسمیت پېندل شوې دي، بلکې د يوه داسې ناقصالعقله موجود په توګه معرفي شوې دي، چې په اسانۍ غولول کېږي او د کورنۍ وقاراو عزت له منځه وړلای شي. د هغوی په اند د ښځو ازادي د فحشاء او بې بندو باریو د پراختیا لامل کیږي او ښځه په خپله د ګناه یوه برخه ده، چې نارینه یې د وسووسو او غولونو قرباني کیږي. د طالبانو په ذهنیت کې د فحاشۍ تصور تل پر ښځو ورټول وي او پر ماشومو هلکانو د جنسي تېري بې شمېره پېښې چې په خپلو مدرسو کې یې کیږي، نه د دوی پام ورخپلوي او نه یې هم حساسیت راپاروي. د ښځو په تړاو دا ډول ناسم نظر په نننۍ نړۍ کې د وروسته پاتې والي او جهالت نښه بلل کېږي او بې اعتباري یې هم اثبات شوی ده. خو د طالبانو او په ځانګړې توګه د هغوی د مشرانو په منځ کې لا هم دا نظر غالب دی او له همدې امله چمتو نه دي چې افغان مېرمنې د زده کړې، تحصیل او کار په برخو کې خپلو حقونو ته ورسېږي.