د افغانانو د بيا مېشت کولو طرحې له اعلان وروسته یو تن هم بریتانیا ته نه دی لېږدول شوی

۸صبح، کابل: ګارډین ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې د بریتانیا دولت له خوا په جنورۍ میاشت کې د افغانانو د بیا مېشت کولو طرحې له اعلان وروسته، آن یو افغان هم دغه هېواد ته نه دی لېږدول شوی.

ګارډین ورځپاڼې یکشنبې د لیندۍ په ۱۳مه رپوټ ورکړی چې د بریتانیا د بهرنیو چارو په وزارت کې یوازې ۵ تر اته تنه له افغانستانه له خطر سره مخ کسانو د لېږدولو پر دوسیو کار کوي، په داسې حال کې چې په همدې وزارت کې ۵۴۰ تنه له اوکراینیانو سره د مرستې پر طرحه کار کوي.

ګارډین ورځپاڼې ویلي چې دا په افغانستان کې د خپلو افغان همکارانو په وړاندې د بریتانیايي چارواکو د «بې کفایتۍ او بې پامۍ» ښودنه کوي.

د ویلو ده چې د بریتانیا چارواکو د روان کال په جنورۍ میاشت کې د راتلونکو پنځو کلونو په بهیر کې د شلو زرو افغانانو د بیا مېشت کولو طرحه په رسمي توګه اعلان کړه.

بریتانیايي چارواکو په هغه وخت کې ویلي وو چې د «امنې او قانوني» لارې په نوم طرحه افغانانو ته د پناه ورکولو لپاره برابروي.

ورته لیکنې

Back to top button