د « فرخندو» او « تعویذګرو» هېواد

لیکوال: سپین ګل

په دې ورځو کې د افغانستان یو شمېر روښانه خلک د کابل ښار په زړه کې، د قرآنکریم د اهانت او سوزولو په تور د صحرایي محاکمه شوې او وژل شوې نجلۍ( فرخنده ملکزاده) تلین په ټولنیزو رسنیو کې تازه کوي.

فرخنده، چې د قرآنکریم حافظه او د شرعیاتو پوهنځي محصله وه، د کابل په شاه دو شمشیره زیارت کې یې یوه تعویذګر سره لفظي برخورد شوی و او تعویذګر یې په مکر او دروغو، د خلکو لوټونکی بللی و.

له دې برخورد وروسته، تعویذګر پر فرخندې د قرآنکریم د سوزولو تور پورې او هغه د لسګونه ړندو او کڼو لارویو په وهلو، کاږلو او اور اچولو له ژونده محرومه کړه.

د فرخندې کیسه یوازې د هغې کیسه نه ده، ځکه افغانستان یوازې هغې ته نه؛ بلکې میلیونونه نورو ښځو او روښانه خلکو ته دوزخ دی.

افغانستان د تاریخ په اوږدو کې که نورې بېلابېلې ادعاوې سمې ثابتې کړي کنه، دا ادعا یې ډېره ښه او په کراتو- کراتو ریښتیا ثابته کړې، چې د « فرخندو» او « تعویذګرو» هېواد دی.

دلته تل یوه لوري ته روښانه خلک د « فرخندو» او تیاره فکره خلک د « تعویذګرو» په رول کې لوبیدلي او دا مقابله نن تر بل هر وخت بیا ډېره توده ده.

افغان « فرخندې» د خلکو د هوښیارۍ او پرمختګ لپاره مبارزې کوي، عصري زده کړې، فردي حقونه، منطق او استدلال غواړي، خو « تعویذګران» په چل و فریت ځانونه د دین او خدای استازي معرفي کوي او وایي دوی پر نورو لوړ، غوره او د ټولو پریکړو مالکان دي.

د « فرخندو» او « تعویذګرو» په کش و ګیر کې فرخندو تل هڅه کړې، چې د الهي احکامو د واقعي تفسیر، د منطق او استدلال په کارولو او له قبیلویت څخه د مدنیت پر لور د نورې نړۍ د مستندو بېلګو له وړاندې کولو سره، تعویذګران ناحقه، غولونکي او تباه کوونکي وښيي.

په مقابل کې یې، تعویذګرو تل فرخندې د دوی د نه اطاعت او نقدولو له امله خدای منکره، بې دینه، بې لارې او د وژلو وړ ګڼلي.

دوی، د احمق کړو پریمانه خلکو له ناپوهۍ څخه په استفادې، په ډېرو مواردو کې توانیدلي چې خلک د فرخندو پر وړاندې ودروي، هغوی پرې ووژني او پاتې شوني یې د حاکم کړي ټولنیز استبداد او حساسیت له وېرې یا منزوي او یا غلي کړي.

د حق او باطل په دې اوږده تاریخي نښته کې له بده مرغه بیا- بیا تعویذګران بریالي شوي، ځکه خلک نالوستي او باورونه یې ډېر سنتي او وروسته پاتې وو او تعویذګرو په پراخه کچه د خپلو پروژو د تطبیق لپاره د سیمې او نړۍ مغرضو استخباراتو او پروګرامونو سره هم تعامل او ملتیا کړې ده.

نن د همدغو تقابلونو او ټکرونو په دوام، افغانستان د نړۍ په کچه په یوازیني هغه هېواد بدل شوی، چې یو « تروریستي حکومت» پکې حاکم دی او هره ورځ د نړۍ په مخکې د یوه حکومت له ادرسه په مدرسو او دولتي مرکزونو کې له تکفیري ادبیاتو او لارښوونو سره ترهګر روزي او حتا له افغان جغرافیې، په پراخه کچه، بشري نړۍ او ثبات پرې ګواښي.

دغې تروریستي ډلې ټول افغانان، خاصتاً ښځې په قاطع ډول تکفیر کړي او د ژوند نیږدې ټول حقونه یې ور څخه اخیستي دي. زده کړو، کار، ټولنیزو او نورو فعالیتونو، حمام ، پارک او ازادې هوا تنفس کولو، په خپله خوښه لباس اغوستو او داسې ډېرو نورو لومړنیو حقونو څخه یې بې برخې کړي او په یوه جمله کې د بي بي حوا ټول نسل او میندې«ناقص العقله» بولي.

پر جنسیتي تبعیض اخوا، طالبان د دوی له ډلې پرته نور هیڅوک، حتا هغه ملایان چې د دوی همفکره ول، خو عملاً یې ځانمرګي بریدګر نه دي روزلي، جګړې ته یې خپل شاګردان نه دي استولي او د دوی د وژنو او ورانولو لپاره یې جومات کې چندې نه دي ټولې کړي، نه تاییدوي او د غیر مسلمان او دښمن په سترګه ورته ګوري.

دا حاکمه تروریستي ډله، چې د نړۍ په ځواکمنو استخباراتي لوبو کې نن د تروریستي ډلې اصطلاح ورڅخه ایسته شوې او د ارزانه او موثرو اجیرانو په توګه تعریف شوي، په هېڅ ډول له غیر طالب سره جوړجاړی نه شي کولای او پردی یې بولي.

طالبانو له خپلو کړنو سره ثابته کړې، چې دوی د اساس او فکر له مخې د بل هیچا استازي نه دي؛ بلکې یوازې د افغانستان او نړۍ د « فرخندو» پر وړاندې د « تعویذګرو» د فکر او نظریې استازیتوب او وراثت کوي.

په نورو ډولونو د طالبانو تعریفونکي یا د دوی په پېژندلو تېر وتي او یا د دوی د مقابلې په نوم نورې اجنډاوې تعقیبوي.

د افغانستان اوسنی ناورین او تقابل اساساً د « فرخندو» او « تعویذګرو» د جګړې دوام دی. طالبان د تعویذګرو، مکتب سوزونکو، تمدن ضدو او جهل خپرولو د وارثانو او دوام ورکوونکو په نقش کې لوبیږي. دوی د افغانستان په هیڅ سیمه، قوم او هویت کې ریښې نه لري او اساسي هدف یې هم د فرخندو د طرز فکر لرونکو نابودول او د جاهلانو د شمېر زیاتول دي.

اوسنی افغانستان باید په دې وضعیت کې د « فرخندو» او « تعویذګرو» ترمنځ د یوه لوري د حقانیت او ملاتړ په اړه غوڅه پریکړه وکړي.

افغانان، خاصتاً لوستي او فکري خلک باید په کورونو، علمي ناستو، جوماتونو او حجرو کې په ډېر مهارت نور دا پوښتنې او بحثونه راپورته کړي، چې موږ د ملایانو او تعویذګرو ایډیالې زمانې ته، چې مدنیت، پرمختګ، پوهه، منطق، ټیکنالوژي او د عصري ژوند ټول وسایل او نښې پکې کفر دي، ستنیږو او که لږ ترلږه انساني ژوند، پرمختګ او مدنیت غواړو!؟

خلکو ته نور په روښانه ډول ویل په کار دي، چې د افراطي ملایانو، تعویذګرو، دم‌ګرو او نورو په لاره او خوله تګ مو هماغه د سلګونه کاله مخکې حالت ته ستنوي او پر عصري زده کړو، منطق او استدلال ټینګار مو انساني او شرافتمندانه ژوند ته لاره سیده کوي.

دا هم د هېرولو نه دي، چې د دغو دوو ښو او بدو لارو د مسیر لنډول د خپلې بڼې سیاسي نظامونو ته اړتیا لري. که شاته ځو باید طالب سره مخته لاړ شوو او د جهاد او اسلامي نظام په نوم نورو ټوکیدونکو  او لاترهګرو ډلو سره ملګري شوو او که انساني ژوند او پرمختګ هدف وي؛ نو باید د یوه دموکرات، مشروع، قانونمند، عصري او داسې نظام د مبارزینو ملتیا وکړو، چې د اسلامي نظام او شریعت د دعوو پر ځای د خلکو مړښت، د هر ډول فردي- جنسیتي تبعیض ختمول، د زرینو انسانی حقونو بشپړخوندیتوب او د مدنیت پر لار روان افغانستان یې شعار او ارمان وي.

ورته لیکنې

Back to top button